د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بوسنيا هرزګوينا د وزيرانو شورا مشر يعنې صدراعظم زوران تيګلتيجا ويلي، چې بېجينګ لومړی ښار دی، چې د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربه توب کوي، او ټولو ته يې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مبارکي ويلې او د دغو لوبو د بريالي تر سره کېدو هيله يې ښودلې ده.
نوموړی د ډسمبر په ۲۹مه نېټه په دغه هېواد کې د چين د سفير جي پينګ په بلنه د چين سفارت ته تللی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.