د چين د ستورمزلو او د بېجينګ، هانکانګ او مکاو د ځوانانو ترمنځ د انلاين ډيالوګ فعاليت
CMG2021/12/31 15:05:51
شريکول:

د تيان ګونګ په فضايي سټېشن کې د چين د ستورمزلو او د بېجينګ، هانکانګ او مکاو د ځوانانو ترمنځ د انلاين ډيالوګ فعاليت به د جنورۍ د لومړۍ نېټې په ماسپښين تر سره شي. چيني فضايي کارپوهان او د تيان ګونګ په فضايي سټېشن کې چيني ستورمزلي به په انلاين ډول د بېجينګ، هانکانګ او مکاو له ښوونکو سره خبرې وکړي. چين ميډيا ګروپ به د دغه فعاليت بشپړ بهير په ژوندۍ بڼه خپور کړي.

 ۳ چيني ستورمزلي به په دغه فعاليت کې د تيان ګونګ له فضايي سټېشن څخه په انلاين ډول د نوموړو دريو ځايونو له ښوونکو سره د خپلو کارونو د ارمانونو او کوښښونو په اړه احساس شريک کړي او ګډونوالو ته به د نوي کال مبارکي ووايي. 

د چين د شن جو درېيم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د اکتوبر په شپاړسمه نېټه په بريالۍ توګه فضا ته توغول شوې او د دغه هېواد تر ټولو اوږدمهالی انسان وړونکی سفر يې پيل کړی دی. ۳ چيني ستورمزلي جای جه ګانګ، وانګ يا پينګ، يه ګوانګ فو به د نوموړي فضايي سټېشن په مرکزي خونه کې ۶ مياشتې پاتې او څېړنې به تر سره کړي.