د چين د صنايعو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د دغه هېواد ټول کلي د بروډبند شبکې تر پوښښ لاندې راغلي او په ليري پرتو سيمو کې مخابراتي ستونزې هم حل شوي دي.
د چين په کليو کې د سوداګريزو توکو د انلاين خرڅلاو ارزښت په ۲۰۱۵م کال کې ۳۵۳ ميليارډه يوانه و او په ۲۰۲۰م کال کې يې ۱۷۹۰ميليارډو يوانو ته زيات شوی و.
د چين په کليوالو سيمو کې د مخابراتي او انټرنيټي شبکې چټک پرمختګ د دغه هېواد د کليو د سمسورتيا او د کرهنيزو چارو د عصري کېدو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.