د سږکال په درېيو ربعو کې د چين د موادو او خدمتونو صادرات د دې هېواد په جي‌ ډي پي کې ۱۹.۵ سلنه نيسي
CMG2021/12/31 14:54:48
شريکول:

د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير ژن هونګ بين د ډسمبر په ۳۰مه نېټه د دولتي‌ شورا په مطبوعاتي‌ غونډه کې وويل، چې د ۲۰۲۱م کال په درېيو ربعو کې د چين وارداتي زياتوالی د نړۍ د په صادراتو کې ۱۴.۱ سلنه نيولې ده. په ټول کال کې د چين د وارداتو او صادراتو د موادو ارزښت ښايي ۶۰۰۰ ميلياردو ډالرو ته ورسېږي، چې دا د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د شمېرنې له مخې، سږکال د چين صادراتو له ډېرو ستونزو سره سره چټک زیاتوالی موندلی دی. د دې کال په درېيو ربعو کې د چين د موادو او خدمتونو صادرات د دې هېواد په جي‌ ډي پي کې ۱۹.۵ سلنه ځای نيولی او له دې امله د چين جي‌ ډي پي ۲ سلنه زياته شوې ده.