د ۲۰۲۲م کال په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام
CMG2021/12/31 20:04:33
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام

د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر ۳۱مه نېټه

شي جين پينګ

ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو!

سلامونه! ۲۰۲۲م کال به ژر پيل شي او زه له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام وړاندې کوم.

همدا کال ډېر ستر ارزښت لري. د چين د کمونېست ګوند او هېواد په تاريخ کې د مزل نښو په ارزښت سترې پېښې رامنځته شوې دي. د دوو سل کلنو موخو په محوري وخت کې مو په هره ساحه کې د سوسياليستي عصري هېواد د ابادولو په موخه نوی مزل پيل کړی  او د چيني ملت د بيا سمسورتيا پر لارې په فعالې روحيې د ګرځېدو په حال کې يو.

د همدې کال له پيل څخه تر پای پورې د يو کال په اوږدو کې په کرنيزو ځمکو، تصديو، اوسيدونکو سيمو، ښوونځيو، روغتونونو، پوځونو او علمي ارګانونو کې ټولو کسانو ښه کارونه او خدمتونه کړي او ښه حاصلات يې هم تر لاسه کړي دي. د وخت د ژر تېرېدو ترڅنګ مو احساس درلود، چې چين يو ټينګ هوډ لرونکی او سمسور هېواد دی. دلته مهربانه خلک، چټک پرمختګ او نسل په نسل خپرېدونکې چارې ليدل کېږي.

د جولای په لومړۍ نېټه مو د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې درانه لمانځنه وکړه. کله چې زه د تيان ان من پر دريځ ولاړ وم، تاريخي مزل مې بيا په ذهن کې ننداره شو. د چين کمونېست ګوند د يو ميليارډ چينايانو په مشرۍ د سختو ستونزو په ليرې کولو سره خپل هوډ ټينګ ساتلی او له دې لارې يې د ګوند سل کلن مزل پوره کړی دی. که يوازې اصلي موخې يادې کړو، دغو موخو ته به ورسېږو. موږ بايد شپه او ورځ هڅې وکړو، څو د تاريخ، زمانې او خلکو دندې پر غاړه واخلو.

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې په شپږمې عمومي غونډه کې د دغه ګوند درېيم تاريخي پريکړه ليک تصويب شوی دی. سل کلن برياليتوب د خلکو د کوښښونو خوځنده ځواک او سل کلنې تجربې د خلکو د ښه کار بنسټ ګرځي. ما په خپلو خبرو کې د رئيس ماو ځه دونګ او ښاغلي هوانګ يان پې ترمنځ يو ديالوګ ياد کړ او ورڅخه څرګنديږي، چې موږ يوازې د خپلو نيمکړتياوو په کمولو سره په تاريخي بهير کې مثبت رول لوبولی شو. د چيني ملت د بيا سمسورتيا جريان په اسانه نه شو پوره کولای او لاره يې هواره نه ده. موږ بايد په ارام چاپيريال کې خطرونه هم تر پام او غور لاندې ونيسو، بايد ستراتيژيک هوډ او صبر ولرو او بايد په سم لوري په جدي توګه کار وکړو.

لوی هېواد لويه بڼه او دروند ارزښت لري. ملي چارې هم په هرې کورنۍ پورې اړه لري. ما له ځېنو ځايونو څخه ليدنې کړي او زيات حالات او معلومات مې راغونډ کړي دي. ما له دې څخه زياتې تجربې او مفکورې تر لاسه کړې دي. کله چې ما د عامو وګړيو له کورنيو څخه ليدنې کولې، همېشه به مې ورڅخه پوښتنه کوله، چې تاسو کومې ستونزې لرئ؟ د دوی ځوابونه زما په زړه کې پاتې شوي دي.

د خلکو اندېښنې هم زما اندېښنې دي، د خلکو هيلې پوره کول زما عملي موخه ده. زه له کليوالو سيمو څخه راغلی يم، نو زه د بې وزلو په احساساتو ښه پوهېږم. بې وزله خلک د نسل په نسل کوښښونو په رڼا کې له بې وزليتوب څخه وتلي او د خواړو، جامو، ښوونې، استوګنې او طب ستونزې يې ليرې شوې دي.

له بې وزلۍ څخه وتل هم د چين له کمونېست ګوند څخه د خلکو غوښتنه ده او هم د ټولې نړۍ لپاره د چين خدمت دی. موږ دې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو پر بنسټ د خلکو د لا ښه ژوند د تامينولو لپاره هڅې وکړو او زموږ پر وړاندې لاره لا اوږده ده.

د ژېړ سيند ارام تېرېدل د چينايانو زر کلن آميد دی. په تېرو څو کلونو کې مې د دغه سيند د پاسنيو، منځنيو او وروستيو برخو له نهو ولايتونو او سيمو څخه ليدنې کړې دي. د چيني ملت د مورني سيندونو په توګه ژېړ سيند او يانګ ځه سيند، چينګ های جهيل، يا لو ځانګ بو سيند، د چين له جنوبي منطقې څخه شمالي منطقې ته د اوبو د ورکولو ستره پروژه، د سای هان با ځنګلي سيمه او د ځانګ لنګ په نوم د هوسيو کډوالي څرګندوي، که خلک زرغون غرونه وساتي، نو زرغون غرونه به خلکو ته ګټې ورکړي.  

د همدې کال ډېر چيني غږونه، چيني شېبې او چيني کيسې د يادونې وړ دي. ځوانانو دا ژمنه کړې، چې ګوند دې اندېښنه نه کوي، موږ به د هېواد د غښتليتوب لپاره هڅې وکړو. عامو وګړيو هېواد ته خپلې مينې څرګندې کړي، چې زه له چين سره صميمانه مينه لرم. د جو ژونګ په نامه د مريخ د څيړنې علمي دستګاه مريخ ته رسېدلې، د شي هه په نامه د لمر د څيړنې علمي پروژه روانه ده او د تيان هه په نوم د فضايي سټېشن مرکزي خونه په ليرې فضا کې په کار بوخته ده. سپورتي لوبغاړيو په سياليو کې ښه کار کړی دی، پوځونو او پوليسو د هېواد د امنيت د ساتلو لپاره هڅې کړې دي. بې شمېره عامو اتلانو د خپلو کوښښونو او هڅو له لارې د نوې زمانې لپاره د چين د پرمختګ څپې پورته کړې دي.

وطن تل د هانکانګ او مکاو سمسورتيا او ثبات ته پاملرنه کوي. يوازې ګډ کوښښونه او يووالی (په يو هېواد کې د دوو نظامونو) پاليسۍ د ښې پلې کولو لپاره زمينه برابرولی شي. د هېواد يووالی د تايوان تنګي د دواړو غاړو د وطنوالو ګډ اميد دی. هيله ده، چې ټول چينايان به يو ځای د چيني ملت د لا ښه راتلونکي په لور ګام واخلي.

کله چې ما د نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له مشرانو او مسؤلينو سره ټلېفوني خبرې او ويډيويي خبرې کړي، څو څو ځلې يې د کرونا وبا پرضد د چين مبارزې او له دغې وبا سره د نړيوالو مقابلو لپاره د چين خدمتونه ستايلي دي. تر اوسه پورې، چين ۱۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد ۲ ميليارډ واکسينونه برابر کړي دي. ټوله نړۍ به په ګډه له باران او توفان څخه په وتلو او د يووالي او همکارۍ په رڼا کې د بشري ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوې پاڼه پرانيزي.

کابو يوه مياشت وروسته به د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې پيل شي. د يخ او واورو په لوبو کې د لا زياتو کسانو د ګډون کولو هڅونه هم د اولمپيک لوبو ارزښت دی. موږ به تر خپلې وسې پورې نړۍ ته د اولمپيک غوره لوبې وړاندې کړو. نړۍ چين ته په تمه ده او چين يې چمتووالی نيولی دی.

د نوي کال زنګ به ژر وغږول شي. زموږ درې ستور مزلي په ليرې فضا کې په کار بوخت دي، په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين وطنوال د خپلو دندو د پوره کولو لپاره د هڅونې په حال کې دي، په چيني سفارتونو او تصديو کې کارکوونکي او محصلين په زړه ورتوب خپل ماموريت پرمخ وړي او بې شمېره اميد لرونکي کسان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کوښښونه کوي. ستړي مشئ! زه د نوي کال په مناسبت تاسو ټولو ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کوم!

راځئ، يو ځای د ګډ راتلونکي په لور! د هېواد د امن او د خلکو د نيکمرغۍ په هيله!