د شينجيانګ د چارواکو او په امريکا کې د شينجيانګيانو د استازو ترمنځ انلاين خبري ناسته تر سره شوه
CMG2021/12/31 15:09:36
شريکول:

د شينجيانګ د چارواکو او په امريکا کې د شينجيانګيانو د استازو ترمنځ انلاين خبري ناسته د بېجينګ پر وخت د ډسمبر په ۳۱مه نېټه تر سره شوه. د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې مشرانو او د اړوندو حکومتي ادارو مسئولينو، په امريکا کې د چين سفارت چارواکو او په امريکا کې د شينجيانګ د اوسېدونکو او زده کوونکو د استازو په شمول تر ۴۰ زياتو وګړو ګډون کړی و.

د شينجيانګ چارواکو په دغه ناسته کې ګډونوالو ته د شينجيانګ د قومي يووالي، د بېلا بېلو قومونو خلکو د روزګارۍ او مذهبي ازادۍ د تضمين او د مختلفو قومونو د دوديزو کلتورونو د ساتنې په اړه معلومات ورکړل. بر سير پر دې، په دغه ناسته کې د شينجيانګ د پرمختګ ويډيوګانې هم خپاره شوې.