۱۴۵ هېوادونو له چين سره د یو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تړونونه لاسليک کړي
CMG2021/12/31 15:15:40
شريکول:

چين په دې وروستیو کې د مرکزي افريقا جمهوريت، ګيني سايو، ايريتريا، بورکينافاسو، ساتومه او پرنسيپ په شمول له ځينو افريقايي هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمیټې له شمېرنې سره سم، چين تر اوسه پورې له ۱۴۵ هېوادونو او ٣٢ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په موخه له ٢٠٠ څخه زيات همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

معلومات ښیي چې د سږ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د چين او یو کمربند او یوې لارې همکارانو ترمنځ د توکو د سوداګرۍ حجم ۲۳ سلنه زیات شوی دی.