د امريکا دفاعي بودجه د نړيوالې سولې لپاره لوی ګواښ دی
CRI2021/12/31 15:21:48
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن په دې وروستيو ورځو کې د ۷۶۸ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۲م مالي کال د دفاعي بودجې مصوبه لاسليک کړه، چې دا د تېر کال په پرتله ۵سلنه زياته ده. د امريکا سليټي انټرنيټي مجلې ويلي، چې د پيسو پړسوب تر اغيزې لاندې د امريکا سږنۍ دفاعي بودجه تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو زياته ده. له دې څخه څرګنديږي ، چې امريکا د جنګي مهماتو سوداګره  او د نړيوالې سولې لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

په افغانستان کې د امريکا جګړه پای ته رسيدلې، خو اوس يې ولې د دفاعي لګښت لپاره دومره زياته بودجه برابره کړې؟

د کولمبيا بيرکيلي پوهنتون پروفيسر روپيرټ ريچ د خبري رسنيو دغې پوښتنې ته ځواب ورکړی او ويلي يې دي، چې له جګړو د امريکا ملاتړ، د دې هيواد لپاره د ګټو اينجن دی. د شميرنې له مخې، د امريکا د جنګي مهماتو سوداګرو په ۲۰۲۰م کال کې د سياستوالو سياسي فعاليتونو لپاره څه باندې ۴۷ميليونه ډالره پانګونه کړې ده. دغه راز د جنګي مهماتو سوداګرو د ګټو او تشويق لپاره د امريکا نظامي لګښت هم کال په کال زياتيږي.

د جنګي مهماتو سوداګر سياسي ټولنه کنټرولوي او پېنټاګون او دغه سوداګر په ګډه خپلې ګټې لټوي، نو ځکه د امريکا کانګرس هم دفاعي بودجه تصويبوي

د امريکا ولسمشر جو بايډن د خپل ماموريت له پيل راهیسې د طبي او ښوونيزو چارو په شمول د خلکو د ګټو لپاره د ځينو قوانينو د تصويب او پلې کېدو هڅې پېل کړي، خو کال تېر شو، نوموړی نه دی توانيدلی، چې کانګرس راضي کړي او ياد قوانيين پرې تصويب کړي.  

بلومبورګ نيوز په نوې تبصره کې ويلي، چې د امريکا کانګرس د پېنټاګون نظامي لګښت په اوږد مهال کې نشي کنټرولولی او په دغو کړنو سره به هيواد نور هم کمزوری کړي.

اوسمهال د امريکا د حکومت قرضونه ډېر زيات دي، کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده او ټيټ عايدات لرونکي کسان د بېوزلۍ ښکار شوي او سخت ژوند کوي، خو د امريکا حکومت نظامي لګښت ته لومړيتوب ورکوي، نو خامخا به د خلکو د اړينو بنسټيزو خدمتونو لګښت کم او ژوند به يې نور هم سختيږي. داسې ښکاري، چې د پېنټاګون خوشحالي د عادي وګړيو په درد کې نغښتې ده.

بله خوا د امريکې يادې دفاعي بودجې دا اندېښنه هم راپورته کړې، چې ښايي دغه هيواد بيا پر نورو هېوادونو بريدونه وکړي. امريکا په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه په ۸۵ هېوادونو کې جګړې او نظامي فعاليتونه تر سره کړي دي. په دغو جګړو کې څه باندې نهه لکو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په ميليونه کسان بې کوره شوي دي. په داسې حال کې، چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، خو بيا هم  امريکې خپل نظامي لګښت لوړ کړی او دا شک یې رامنځته کړی، چې دغه هيواد غواړي بيا جنګونه پېل کړي؟  بيا به څومره ملکي وګړو ته مصيبتونه جوړ کړي؟

د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د امريکا د ۲۰۲۲م کال د دفاعي بودجې ۲۷ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه ډالره به د ذروي وسلو په پروژو کې ولګول شي. امريکا په نړۍ کې تر ټولو زياتې ذروي وسلې لري او لا هم د ذروي وسلو پرمختګ په چارو کې سترې پانګونې کوي. د امريکې ياده بودجه به بې له شکه د ذروي وسلو سيالي سخته کړي او د ټولې نړۍ ستراتيژيک ثبات ته به ګواښ جوړ کړي. څه موده مخکې، کابو اووه سوو ساينسپوهانو او انجنيرانو د امريکا ولسمشر جو بايډن ته پيغام ليږلی او ورڅخه يې غوښتنه کړې، چې د ذروي وسلو شمېر کم کړي، خو د امريکا حکومت د ساينس پوهانو نظريو ته غوږ نه نيسي.