چین: امريکا دې د ازادۍ په پلمه د چين په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي
CMG2021/12/31 14:58:16
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکې د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې د یوې اعلاميې په خپرولو سره د چین پر مرکزي حکومت او د هانکانګ ځانګړې ادارې پر سيمه ييز حکومت نیوکه کړې، چې د هانکانګ بیان ازادۍ ته يې زیان رسولی دی. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د ډسمبر په ۳۰مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې امريکا بايد رياکارانه دوه ګوني معیارونه پرېږدي او د تش په نوم ازادۍ په پلمه دې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. 

نوموړي په اشارې وويل، چې په هانکانګ کې د هېواد ملي امنیت قانون له تطبيق راهيسې، د هانکانګ پرمختګ بيا عادي شوی او بیان ازادي په امنيتي، ثابته او قانوني زمینه کې تضمین شوې ده. هغه وويل، چې د امريکې اصلي موخه له بیان ازادۍ څخه ملاتړ نه، بلکې د هانکانګ ثبات نه شي زعملی. (هیله)