د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امريکا څو ورځې مخکې د تش په نوم د هانکانګ د اداري قانون له مخې په هانکانګ کې د چین د مرکزي حکومت د تماس دفتر پر ۵ غړو بندیزونه لګولي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د ډسمبر په ۳۰مه نېټه وويل، د امريکا دغه کړنه بیخي د منلو وړ نه ده. چین یو ځل بيا له امريکې څخه غوښتنه وکړه، چې دغه بندیزونه پرېږدي او د هانکانګ او چین په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه بنده کړي. (هيله)