بيان ازادي د هانکانګ د ثبات خرابولو وسيله نه ده
CMG2021/12/31 15:05:13
شريکول:

د هانکانګ پوليسو په دې وروستيو کې له قوانينو سره سم د هانکانګ سټنډنيوز انټرنيټي رسنۍ ته جريمه کړې ده، د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د ډسمبر په ۲۹مه نېټه په يوې اعلاميې کې پر چين بې اساسه نيوکه کړې، او ويلي يې دي، چې چين د هانکانګ بيان ازادۍ ته زيان رسولی دی. د بريتانيا، کاناډا او استراليا په ګډون ځينو لوېديځو هېوادونو هم په دې سياسي دسيسه کې ګډون کړی دی. د يادو لوېديځو هېوادونو له کړنو څخه بيا دا څرګندېږي، چې دوی د حکومت ضد هانکانګيانو ملګري دي او د هانکانګ د ثبات خرابول د دوی ناوړه موخه ده.

د چين هانکانګ خاصه اداري سيمه د قانون حاکميت لرونکې ټولنه ده او د دې سيمې د قوانينو له مخې د مطبوعاتو او بيان ازادۍ په شمول د هاکانګيانو حقونه او ازادي تضمين شوي دي. په دې سيمه کې د هغو مقالو خپرېدل د جنايتکارانه کړنې په توګه ګڼل کېږي، چې د سيمې خلک د خپل دولت پر خلاف بغاوت ته راپاڅوي. د هانکانګ د عامو افکارو په اند، سټنډنيوز جريمه کول قانوني کړنه ده او له بيان ازادۍ سره هيڅ اړيکې نه لري. (شکريه)