د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت پخوانۍ ولسمشره پارک ګیون هوی د ډسمبر په ۳۱مه نېټه له زندان څخه خوشې شوه.
د کوريا جمهوریت حکومت د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د خپلوانو یووالي او د پارک ګیون هوې روغتیايي حالاتو ته په کتو او د خلکو په غوښتنه يې د نوموړې د خوشي کېدو پرېکړه کړې ده. (هيله)