د نوي ميلادي کال په مناسبت د چين د رهبر شي جين پينګ د وينا په هکله د يو شمېر افغان رسنيو مشرانو او پوهانو نظريې
CRI2021-01-01 19:05:29
شريکول:

د ۲۰۲۱ کال د پيل په درشل کې د چين رهبر شي جين پينګ له بېجينګ څخه د نوي کال د مبارکۍ لپاره ويډيويي وينا خپره کړه. په دغه وينا کې خپرې شوې روحيې او نظريې د ډېرو خلکو پام را جلب کړی. شي جين پينګ په خپله وينا کې د کوويد-۱۹ وبا ضد مبارزې په هکله داسې وويل، سمه لاره به ګوښې پاتې نه شي او ټوله نړۍ د بشر شريک کلی دی. له يو کال راهيسې موږ د پخوا په پرتله د بشريت د ګډ برخليک ټولنې په مانا ښه پوه شوي يو. ما د نړۍ له ډېرو پخوانيو او نويو دوستانو سره ټليفوني خبرې کړې او په ډېرو انلاين نړيوالو غونډو کې مې ګډون کړی دی. په دغو خبرو او غونډو کې مې ډېر ځله پر دې ټينګار کړی چې موږ دې د کوويډ ـ ۱۹ وبا ضد مبارزه کې يووالی وساتو او يو له بل سره دې مرستې وکړو. د دغې وبا د وقايې او کنټرول دنده درنده او مهمه ده. نړيوال دې دغې وبا ته د ماتې ورکولو او د ګردې کرې د ښې ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

په دې هکله د افغانستان د روهي وېبپاڼې  څښتن ډاکټر نيک محمد ويال د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې د چين د نه ستومانه کيدونکو کوښښونو او برياليتوبونو ستاينه وکړه او ويې ويل، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا ويروس سره په مبارزو کې د چين تجربه پخه ده. چين وکولی شو چې په ښه ډول د کرونا ويروس له امله رامنځته شوی بحران مدريت کړي، د سترو انساني او مالي زيانونو مخه ونيسي. د واکسين د جوړولو په برخه کې هم د چين هڅې لومړنۍ او بيړنۍ وې. هغه مهال چې په نړۍ کې نور هېوادونه د کرونا ويروس سره په مبارزه بوخت و، چين ياد ويروس کنټرول کړ او د واکسين په څېر وقايوي لارو يې کار کاوه.

نوموړي زياته کړه، په پښتو کې يوه لصطلاح ده چې وايي د يوې داسې وبا پر وړاندې د ټولې نړۍ يووالي ته اړتيا شته، په يووالي کې هم واک شته، هم ځواک، يوازې په يووالي سره موږ کولی شو چې د يوې داسې سختې وبا چې انسان ورسره مخامخ ي ، مخه ونيسو. د چين د رهبر دا ډېر يو پاک او لوی وړانديز دی. د چين هېواد وګړي چې دي تل لوی زړه  او مهربان فکر خاوندان دي.

د كرونا بخش كې د داكترانوً د گروپ مشر او د اورتوپيدي متخصص داکتر رامين سنګين په دې هکله خپل نظر داسې څرګند کړ او ويې ويل، په ټوله کې چین د کورونا ویروس سره په مبارزه او کنټرول کې لومړۍ تجربه لري ، کوم چې د نورو هیوادونو لپاره د ساینس او ​​څیړنې ښه سرچینه ده ، او ډیری هیوادونه د تجربې په کارولو توانیدلي دي د چین روغتیا سیسټم ساینسي مقالې او وړاندیزونه خپاره کړي چې د کورونا ویروس په له منځه وړلو او کنټرول کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

دا روښانه ده چې په نړۍ کې د کورونا پدیدې ته په پام سره ، د نړۍ ټول هیوادونه د یو بل ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري ، او په هر سکتور کې دا ملاتړ او همکاري مهمه ده. دا خبر امید ورکوونکى کیدی شي ، ځکه چې د کورونا ویروس جوړولو او چمتو کولو کار د نړۍ په ډیری هیوادونو کې په بشپړیدو کې دی.

د چين رهبر شي جين پينګ په خپله وينا په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې خپلې نظريې څرګندې کړې او ويې ويل، په ۲۰۲۰م کال کې، چين په هره ساحه کې د نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادولو په اړه ستر تاريخي برياليتوب او له بې وزلۍ سره په مقابله کې پوره کاميابي تر لاسه کړې ده. د ډېرې بې وزلۍ ضد عمومي مبارزه مو کړې او ډېرې سختې ستونزې مو ليرې کړې دي. په دې هکله د افغانستان د زما راډيو ميدايي منيجر عطا‌لله عمروويل،چين په نړۍ کي د زیات نفوس لرونکی هیواد دی. د چين دولت د خپلو خلکو د هوسا ژوند لپاره له تيرو اتلو کلونو راهيسي پام وړ لاسته راوړني لرلي دي.د چين  رهبر شي جين پېنګ د ۲۰۲۱ مېلادي کال په مناسبت په خپله وينا کي ویلي، چي په تېرو اتو کلونو کې، د اوسني معيار له مخې د چين په کليوالو سيمو کې ۸۳۲ ولسوالۍ او کابو سل ميليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلې دي. ويلی شو په دې برخه کي د چين ولسي جمهوريت د پام وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. په اوسني عصر کي، چي نړۍ د کرونا ويروس له سختي حملې سره مخ ده؛ د چين دغه اعلان ښي، چي دغه هيواد پياوړې اقتصادي برنامه لري او کولای شي، چي د چينايانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړي.

د کندهار پوهنتون پروفيسر محمد نظیر ځدراڼ په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې د برياليتوبونو ستاينه وکړه او ويې ويل،  د نوي کال په مناسبت دبیوزلې په برخه کې د چين د دولت رئيس خبرې ډيرې هيله بښونکې وې،چې خبرې يې ټولې په متوازن پرمختګ باندې ورټولې اومتمرکزې وې چې متوازن پرمختګ دپيوزلۍ په لمنځه وړلوکې ډيرمهم رول لري، که څه هم په ۲۰۲۰م کال کې دکرونا ناورين رامنځ ته شو خوبیاهم دکرونا دمنفي اغيزو ترڅنګ پخپل قوي هوډ سره په دې وتوانيد چې په ټاکلې وخت کې دبيوزلۍ دلمنځه وړلوموخې ته ورسيږي، چې دا د چين دولت یوه لاسته راوړنه بولم،دغه لاسته راوړنې به د دې باعث شې چې د بيوزلې ځپلوهيوادونه ته د بيوزلې په لمنځه وړلوکې به يوه قوي روحيه ورکړي،له بلې خوابه دنوروپرمختيايې هيوادونوسره په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي اوګډ پرمختګ ته به زمينه برابره شي.

د پکتیا پوهنتون پروفیسورمحمد عيسى معروفزى وويل، څومره چې ما د چین دولتي سیستم او جوړ شوي سیاستونه مطالعه کړي، تر ډېره بریده پورې بریالي دي او په ښه ډول تطبیق شوي دي، د خلکو د ژوند او اقتصاد په ښه والي کې رغنده رول لوبولی.د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د چین اقتصادي او صنعتي وضعیت خورا ښه روان دی. لکه څرنګه چې چین یو پرمختللی هېواد دی او د نړۍ یو لوی اقتصادي قدرت دی، د نړۍ شاوخوا پنځوس سلنه اقتصادي، تولیدي، صنعتي او تکنالوژیک ځواک دی، پراخ علمي مرکزونه لري، نو افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی، باید د خپل هېواد د رغونې لپاره د چین هر یو فکتور څخه ګټه واخلي او دا وران هېواد ورغوي.