تبصره: چين د نړۍ تلپاتې پرمختګ د پياوړتيا لپاره تلپاتي کوښښ کوي
CRI2021-01-01 15:46:47
شريکول:

    د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د رارسېدو په درشل کې د چين د ميډيا ګروپ او انټرنيټي شبکو له لارې د نوي کال د مبارکۍ پيغام خپور کړ. نوموړي په خپل پيغام کې د تېر کال تجربو په اشارې سره نوي کال ته کتنه وکړه او د نوي کال په مناسبت يې خپلې نيکې هيلې نړيوالو ته وړاندې کړلې. له دغه پيغام څخه څرګندېږي چې ۲۰۲۰م کال عادي کال نه و او د چين ستر قوت نه يوازې د ستونزو د ليرې کولو په لاره کې د چينايانو هڅونه کړې ده، بلکې د نړيوالې ټولنې اعتماد او خوځنډه ځواک ګرځېدلی دی او له طوفانونو سره د مبارزې لپاره يې د نړۍ پرمختګ قوت پياوړې کړی دی.

     چين د کوويډ ـ۱۹ وبا ضد مبارزه کې له نړيوالو سره ښې همکارۍ کړې او په دې مناسبت يې د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مانا ثابته کړې. رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۰م کال کې په يو لړ مهمو نړيوالو صحنو او له بهرنيو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له مسؤلينو سره په ټلېفوني خبرو کې ډېر ځله پر دې ټينګار کړی چې نړيواله ټولنه دې دغې وبا ته د ماتې ورکولو لپاره يووالی وساتي او يو له بل سره  دې همکارۍ وکړي. دغه راز، چين سږ کال بشردوستانه عملونه کړي او له نورو هېوادونو او سيمو سره يې مرستې کړې دي چې پيمانه يې د نوي چين تر جوړېدو وروسته ډېره لويه وه. 

   شي جين پينګ زياته کړې، د تېر کال په اوږدو کې له طوفانونو تېر شوی يوو او د پخوا په پرتله د بشريت د ګډ برخليک ټولنې په مانا لا ښه پوه شوو. د دغې وبا د وقايې او کنټرول په اړه د روغتيا د نړيوال سازمان ځانګړي سفير داويډ نابارو ويلي چې چين د دغې وبا د وقايوي تجربو د شريکولو، د وقايوي مالونو د برابرولو او د وقايوي طريقو د خپرولو په برخو کې ستر خدمتونه کړي دي. 

   بر سېره پردې، چين د دغې وبا د وقايې او کنټرول تر څنګ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخه کې هم د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د اټکل له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې به د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه يو لک ميليارډو ژن مين بي يوانو ته ورسېږي. په تېرو مسلسلو ۱۷ کلونو کې يې د غلو دانو ښه حاصلات تر لاسه کړي دي. شي جين پينګ په خپل پيغام کې د تېر کال په اوږدو کې د ساينس او څيړنې او دغه راز د های نان ازاد سوداګريز بندر د چټک پرمختګ په شان د سترو لاسته راوړنو په شمول د اقتصاد او ټولنې په هره برخه کې د چين د برياليتوبونو يادونه وکړه. په تېره بيا، په هره ساحه کې د نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادولو او له بې وزلۍ سره د مقابلې په برخو کې يې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د نړۍ د يو لاس کېدو په زمانه کې د چين اقتصاد د نړۍ د نورو عمده اقتصادونو په پرتله لومړی مثبت پرمختګ موندلی او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. 

    د پخوانيو تجربو راغونډول به د لا ښه پرمختګ سبب وګرځي. ۲۰۲۱م کال د چين د کمونېسټ ګوند د جوړېدو له ۱۰۰مې کاليزې سره برابر دی او د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيقېدو او په هره ساحه کې د عصري سوسياليستي هېواد د ابادې د نوې لارې لومړی کال هم دی. شي جين پينګ ويلي، چين به په راتلونکې کې د اصلاحاتو په ژورتيا او د ورخلاصون په پراختيا سره د پسرلي په شان پنځونکي نوښتونو رامنځته کړي. (غوټۍ)