د چين او اروپا تر منځ د پانګونې تړون د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون لري
CRI2021-01-01 10:41:38
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۳۰مه نيټه له بېجينګ څخه د جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکيل، د فرانسې ولسمشر ايمانوي ماکرون، د اروپايي شورا رئيس چارليس میشل او د اروپايي کمېسيون له رئيس ون ديرلين سره يو انلاين کنفرانس تر سره کړ او په ګډه يې په ټاکلي وخت کې د چين او اروپا تر منځ د پانګونې تړون په هکله د خبرو اترو د بشپړولو اعلان وکړ.

له اوو کلونو راهيسې د ۳۵ دورو په خبرو اترو کې د چين او اروپا تر منځ د پانګونې تړون اخري ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. که څه هم وروسته به د دغه تړون د لاسليکېدو او منظورېدو په شمول پروسې روانې وي، خو په دې حال کې چې نړيوال اقتصاد د کرونا وبا تر سختې اغيزې لاندې دی، د دغو خبرو اترو بشپړېدل د بېلا بېلو خواوو لپاره يو ګټور خبر دی. د بريتانيي د فاننشل ټايمز په يوه مقاله کې ليکل شوي، هغو خبرو اترو چې اووه کلونه يې دوام درلود، يوه بريالې نتيجه تر لاسه کړه.  دغه برياليتوبونه د بيلانس، لوړې سويې، ګډو ګټو پر بنسټ تر لاسه شوي چې د چين او اروپا لپاره به د متقابلې پانګونې په چارو کې لا پراخ بازار او ښه سوداګريز چاپيريال، د ميکانيزم له لحاظه لا ځواکمن ضمانت او لا روښانه همکاريزې راتلونکې برابرې شي.  

د چين د حکومت د معلوماتو له مخې، چين او اروپا د ورخلاصون په اړه د ژمنې کولو په عين وخت کې د نظارت اړين حقوق ساتلی دی. دغه راز دواړه خواوې به د دوه اړخيزو پانګونو هڅونه وکړي او پر دې يې ټينګار کړی چې دغه پانګونه بايد د دواملرونکي پرمختګ لپاره ګټور وي. له دې څخه څرګنديږي چې دغه تړون د بيلانس پر اصولو ټينګار کوي او اوږد راتلونکي ته هم پاملرنه کوي.  برسيره پر دې چين او اروپا په لوړې سويې د ګډو ګټو پر بنسټ بازار ته د ننوتلو اجازه ورکولو لپاره ژمنې وکړې چې په تړون کې ټول شامل اصول به د دواړو خواوو لپاره مساعد وي.

دغه تړون به نه يوازې د متقابلې پانګونې، بلکې د چين د لا لوړې سويې د ورخلاصون، د نوي پرمختګ د شکل د جوړېدو او د باکيفيته پرمختګ هڅونه وکړي. چين مخکې په فعاله توګه د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون د لاسليکيدو هڅونه کړی او اوس يې د چين او اروپا تر منځ د پانګونې تړون په هکله خبرې اترې بشپړې کړې، نړۍ ته يې په لوړې سويې د ورخلاصون په هکله خپل ټينګ هوډ او باور ښودلی دی او د يو لوی بامسئوليته  په توګه يې خپل مسئوليت څرګند کړ.

دغه تړون په داسې وخت کې دی چې د کرونا وبا تر اغيزې لاندې سره له دې چې د ۲۰۲۰ کال په درېيمه ربعه کې د اروپايي ټولنې او د يورو د استفادې سيمې اقتصاد د همدې کال د دويمې ربعې په پرتله په ښکاره توګه لوړ شوی، خو دغه اندازه د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۴اعشاريه دري او ۴اعشاريه ۴ سلنه ټيټه شوه. په همدې وخت کې په اروپا کې د کرونا وبا نه ده کنټرول شوې، د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره لا اوږده لاره پاتې ده چې دواملرونکي قوې ته اړتيا لري. په دې حال کې اروپا په ټوله نړۍ کې له چين سره همکارۍ کوي چې د اروپايي ټولنې لپاره يوه ځيرکه ټاکنه ده.