چين د لازياتو هېوادونو د پرمختګ رښتينی همکار ګرځېدلی دی
cri2021-01-01 15:05:39
شريکول:

۲۰۲۰ کال د انسانانو په تاريخ کې يو ځانګړی کال و. نړيوال ويني چې د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې څو اړخيزم او يو اړخيزم يو له بل سره ټکر کړی دی.په دې ترڅ کې چين تل په سم لوری روان دی او څو اړخيزم، عدالت او ازاده سوداګري يې ساتلې دی. له دې څخه ښکاريږي چې چين د لازياتو هېوادونو د پرمختګ رښتينی همکار ګرځېدلی دی.

له تېر کال راهيسې د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې د امريکا ځينو سياستوالو له دې ويروس سره مبارزې ته سیاسي رنګ ور کړی او يو اړخيزم ته يې مخه کړې او دغه هېواد د روغتيا له نړيوال سازمان څخه وتلی چې له کوويد ۱۹ سره نړيوالې مبارزې او څو اړخيزم ته يې زيانونه رسولي دي. انسانان څنګه په دې مبارزه کې بريا ومومي؟ د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتیا په کوم لوري روانه شي او نړيواله اداره څنګه بشپړه شي؟ د ډېرو بدلونونو پر وړاندې نړيواله ټولنه د دغو پوښتنو لپاره ځواب کوي.

په دې کليدي پړاو کې  د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ډېرو مهمو ځايونو کې د زمانې له بدلونونو سره د مقابلې لپاره خپل وړانديزونه وړاندې کړي.

يووالی او همکارۍ له دې ويروس سره د مبارزې ډېره قوی وسله ده. چين نه يوازې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو ګټو او ژوند ته ارزښت ور کړي او په دې مبارزه کې د روغتيا نړيوال سازمان د کليدي او لارښوونکې رول له لوبولو څخه ملاتړ کړي، بلکې اعلان يې کړی چې د کوويد ۱۹ ضد واکسين به د هغه عامه توليد په توګه د ټاکل کېدو لپاره هڅې وکړي چې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له خوا کارول کيدای شي. د چين د يادو وړانديزونو له کبله د دې مبارزې د برياليتوب لپاره ډېر قوی ځواکونه راغونډ شوي دي.

د دې ترڅنګ چين هم د نوي چين له جوړېدو راهيسې تر ټولو لوی بشري عمليات پيل کړي چې د تېر کال د دسمبر تر منځنۍ لسيزې پورې يې بېلا بېلو هېوادونو ته څه باندې دوه سوه مليارډه ماسکونه، دوه ملياډه محافظتي جامې او اته سوه مليونه نيوکليک اکسيد د ټېسټ کيټونه برابر کړي، په عين وخت کې چين له څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره اړوندې مرستې او ۳۴ هېوادونو ته يې ۳۶ طبي ډلې ليږلي دي. له يو لړ شمېرنو څخه ښکاريږي چې چين تر خپلې وسې پورې له کوويد ۱۹ سره د نړيوالې مبارزې لپاره هڅې کړې او د يو اړخيزم منفي اغيزې يې لېرې کړې دي.د فرانسې پخواني صدراعظم ويلي چې په دې بحران کې چين له نورو هېوادونو سره مثبتې همکارۍ کړې چې ور څخه د يوه لوی هېواد په توګه د چين مسئوليت څرګنديږي.

په دې مبارزه کې د واکسين ويش له نړيوال عدالت سره تړاو لري.د روغتيا نړيوال سازمان عمومی مدير تدروس وويل چې که مونږ غواړو چې ژر په دې مبارزه کې بريا ومومو او ژوند اعاده کړو، يوازينۍ لار به دا وي چې يووالی به وساتو او بې وزله هېوادونه به په عادلانه توګه د کوويد ۱۹ ضد واکسين تر لاسه کړي. خو د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو سياستوالو د خپلو سياسي ګټو د لټولو لپاره وغوښتل چې د واکسين څېړنه کنټرول کړي او له حده زيات واکسين زيرمه کړي چې دا له کوويد ۱۹ سره نړيوالې مبارزې ته زيانونه رسولي دي.

خو چين د کوويد۱۹ ضد واکسين د پلي کولو په پلان کې ګډون کړی او د واکسين د عادلانه ويش لپاره يې هڅې کړې دي. د برازيل، اندونيزيا، مصر او ترکيې په شمول زیاتو پرمختيايي هېوادونو د چين واکسين تر لاسه کړی دی. نړيوال عدالت د چين له خوا په کلکه توګه ساتل شوی دی.

چين د خپلو سمو کړنو له لارې نړيوالو ته هغه څېره ښکاري چې چين د مختلفو هېوادونو لپاره ګواښ نه بلکې فرصت دی، دښمن نه بلکې همکار دی.