د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د پانګونې تړون نه يوازې د دواړو خواوو د پرمختګ لپاره ګټور دی بلکې نړۍ ته د همکارۍ او ورخلاصون نښه خپروي
CRI2021-01-03 15:36:07
شريکول:

فرانسوي اقتصادپوهه: د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د پانګونې تړون نه يوازې د دواړو خواوو د پرمختګ لپاره ګټور دی بلکې نړۍ ته د همکارۍ او ورخلاصون نښه خپروي

د چين او اروپايي ټولنې مشرانو د تېر دسمبر په ۳۰مه نېټه په ګډه اعلان وکړ چې د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د پانګونې تړون په هکله خبرې اترې د ټاکلي پلان له مخې بشپړې شوې. د فرانسې د نړيوالو او ستراتيژيکو اړيکو د انستېتيوټ مرستيالې او اقتصاد پوهې سيلوي ماتډيلي وويل، د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د پانګونې تړون نه يواژې د دواړو خواوو لپاره ګټور دی، بلکې ټولې نړۍ ته د همکاريو او ورخلاصون فعاله نښه خپروي.

چين او اروپايي ټولنې د توازن، لوړې سويې او ګډو ګټو پر بنسټ د پانګونې تړون په هکله خبرې اترې بښپړې کړې. ميرمن ماتډيلي په دې هکله د نظر څرګندولو په لړ کې وويل، دغه تړون به د دواړو خواوو لپاره يو برابر حالت جوړ کړي چې چين به په اروپا کې پانګونه وکړي او اروپابه هم په چين کې هم پانګونه وکړي.  هغې وويل، د اروپا اقتصاد د کرونا وبا له سختو اغيزو سره مخامخ کړی دی، خو چين دغه وبا کنټرول کړې ده او اقتصاد يې دوباره پرمختګ په حال کې دی. دغه تړون به د اروپا د پانګوالو لپاره ډېر ګټور اوسي چې د چين په بازار کې فرصتونه ومومي تر څو د اروپا اقتصاد د بيا اعاده کيدو هڅونه وکړي. د اروپايي ټولنې لپاره يوه بله ګټه دا ده چې د اروپا تصدۍ د چين بازار ته د داخلېدلو په وخت کې لا زياتې اسانتياوې ولري. د چين اقتصاد به په دوامداره توګه پرمختګ وکړي او په دغه هېواد کې د منځني عايداتو لرونکو کسانو د مصروفولو توان لري او د اروپايي ټولنې تصدۍ دغه ډول بازار ته ډېره اړتيا لري.

نوموړې وويل، دغه تړون به د چين د لا لوړې سويې د ورخلاصون هڅونه وکړي او د پرمختګ په نوي شکل کې انجن ته لا قوت ورکړی. په دغه تړون کې کړې ژمنې په دې وروستيو کلونو کې د چين د پرمختګ له ستراتيژيو او تګلارو سره سمون لري. د دغو ژمنو په شتوالي سره موږ کولی شو چې يوه په بله خوا کې د پانګونې په چارو کې توازن برقراره وساتو او دا د چين هغه مقام د ګرځېدو لپاره ډېر مهم دی چې له توليدي هېواد څخه د لوړ ساينس او تېکنالوژيو په استازيتوب اقتصادي هېواد وګرځي.

ميرمن ماتډيلي وويل، چين او اروپايي ټولنه په نړۍ کې د دوو لويو اقتصادونو په توګه د پانګونې تړون ته رسيدلي چې نړۍ ته د همکارۍ او ورخلاصون نښه يې خپره کړې ده. دا يو تړون دی چې موږ د تجارت او تېکنالوژيو په برخه کې جنګ او سيالي نه کوو، برعکس مو خبرې اترې تر سره کړې چې د مقابلې او سيالۍ په مناسبت د اقتصادي پرمختګ او ثباتوالي لپاره ګټورې دي. برسيره پر دې دا د ورخلاصون لپاره يو ښه خبر دی چې موږ د کرونا وبا د دوام په وخت کې د نړيوالې همکارۍ له لارې د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره کارونه تر سره کوو. دا يو ډېر ښه خبر دی او په خپله د دروازې د بندولو نظر نه دی.