وانګ يي به له افريقا څخه ليدنه وکړي
cri2021-01-04 14:37:59
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د جنورۍ له ۴مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې له نايجريا، کانګو، بوتسوانا، تانزانيا او  سيشل په شمول له ۵ افريقايي هېوادونو څخه ليدنې وکړي. د افريقايي چارو په اړه د چين حکومت لومړي ځانګړي استازي ليو ګوی جين د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، که څه هم اوس په نړۍ کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت سخت دی، خو چين پر دي ټينګار کوي چې له افريقايي هېوادونو سره مخامخ تبادلې، مشورې او همغږی ترسره کړي، ترې ښکاري چې چين له افريقا سره اړيکو ته ډېره پاملرنه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزير له ۱۹۹۱ کال راهيسې هر کال لومړی سفر افريقا ته کړی، سږ کال بيا هم دغه عادت ادامه لري. ښاغلي ليو ګوی جين وويل، د چين دغه دپيلوماتيک دود بې ساری دی او ترې ښکاري چې چين له افريقا سره اړيکو ته ستر اهميت ورکوي. هغه وويل

((چين په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهيسې د بهرنيو چارو وزيرانو يې هر کال لومړی سفر له افريقايي هېوادونو څخه په ليدنې ترسره کړی. له دې څخه ښکاري چې چين له افريقايي هېوادونو سره اړيکو ته ډېره پاملرنه او اهميت ورکوي، چين د دغو اړيکو د ساتلو په بهير کې تل صادقانه رويه غوره کړې او کوي يې.))

  وزير وانګ يي به له يادو افريقايي هېوادونو څخه د ليدنې په وخت کې د رښتينې او صادقانه رويې په لرلو سره له افريقايي مشرانو سره په ژوره توګه د نظريو تبادلې وکړي، د چين او افريقا د مشرانو د مهمو موافقو، د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه او د کوويد-۱۹ ضد د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په اړه سرمشريزه غونډه کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو تطبيق به وهڅوي، د کوويد-۱۹ ضد د افريقايي هېوادونو له مبارزې څخه به ملاتړ وکړي او د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخلیک د لا نږدې ټولنې جوړونه به وهڅوي.

ښاغلي ليو ګوی جين وويل، د کوويد-۱۹ د رامنځته کېدو په لومړي وخت کې ډېرو افريقايي هېوادونو له چين سره مرستې کړې او چين ته يې مرستندويه پيسې او توکي ورکړي دي. تر دې وروسته چې دغه ويروس په افريقا کې خپور شوی، چين په دننه کې د وقايوي کارونو د ښه کولو تر څنګ افريقايي هېوادونو ته د مرستې لاسونه ور کړي، له دې څخه د دواړو خواوو ترمنځ يووالی او دوستانه اړيکې څرګندې شوې دي. هغه وويل

((کله چې چين په خپل هېواد کې د دغه ويروس خپرېدل کنټرول کړي، افريقايي هېوادونو ته يې ګڼ شمېر طبي ډلې او وقايوي توکي ليږلي. بر سيره پر دې، د چين مشر د کوويد-۱۹ ضد د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې هم ګډون کړی و، ترې يې د دواړو خواوو ترمنځ صميمي دوستي او يو له بل سره مرستندويه اړيکې ښکاره شوې دي.))

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په افريقا کې د ازادې سوداګرۍ سيمه په رسمي توګه فعاله شوه، په همدغه ورځ د چين او موريشس ترمنځ د ازادې سوداګرۍ ترمنځ تړون نافذ شو، دا د چين او افريقايي هېواد ترمنځ د ازادې سوداګرۍ لومړی تړون دی او له دې څخه ښکاري چې د چين او موريشس ترمنځ همکارۍ به لا نږدې شي. برسيره پر دې، په ۲۰۲۱ کال کې به د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه کې برياليتوبونه تطبيق شي او په همدغه کال کې به د ياد همکاريز فورم د درېيمې لسيزې لړۍ پرانيزي. ښاغلي ليو ګوی جين وويل، په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ پر نړۍ  ډېرې منفي اغېزې کړې، څنګه د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ لا پياوړي کول هڅول کېدالی شي او د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د وزيرانو په کچه اتمه غونډه ښه ترسره کول هم په روان کال کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو په اړه مهم موضوعات دي.