ښه زراعت د هېواد ټينګ بنسټ جوړوي
cri2021-01-04 18:06:27
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر له ۲۸ مې نېټې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې، په بېجینګ کې د دغه هېواد د زراعتي چارو په اړه يوه غونډه ترسره کړه. د چين رهبر شي جين پينګ په دغه غونډه کې اړوندو ادارو ته د بېوزلۍ  د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو د ساتلو او پراخولو ، د کليوالو سيمو د هر اړخيزې احيا ستراتېژۍ د پلې کولو او د زراعت او کليوالو سيمو د عصري کېدو په شمول د بېلابېلو چارو لارښوونې وکړې.

 چين زراعت ته ډېر اهميت ورکوي، يوه چيني اصطلاح ده، وايي،  زراعت د هېواد بنسټ دی، که بنسټ ټينګ وي، نو هېواد به ثابت پرمختګ ومومي.

چين يو زراعتي هېواد دی او چينايان له زمانو راهیسې بزګرو ته ځانګړی درناوی لري او زراعتي چارو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چيني ملت په کلتور کې کرونده ډېر مهم ځای لري. چينايان له زرګونو کلونو راهیسې د کرکیلې د اغېزې په نتيجه کې د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږۍ ته ډېره پاملرنه کوي او کار او سپما ښه سيرت بولي. بزګر، کليوالې سيمې او زراعتي چارې د خلکو له خوراک او څښاک سره مستقيمې اړيکې لري، که د خوراک او څښاک ستونزه هواره نه شي، نو ثبات او پرمختګ به نه وي.

د چين حکومت د بزګرو، کليوالو سيمو او زراعت چارې د خپل هېواد پرمختګ ته ډېرې مهمې بولي. چين ډېر پراخوالی او غني محصولات لري او د کروندو مساحت يې ۱۲۰ ميليونو هکتارو ته رسيږي، خو د نفوس شمېر يې هم  يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو ته رسېدلی دی، نو د هر تن په سر د کروندې ساحت يې کم دی او د نړۍ تر منځنۍ کچې هم ټيټ دی. په تېرې پېړۍ کې يو امريکايي کارپوه پوښتنه کړې وه، چې څوک چين روزي؟ 

اوس په چين کې ګڼ شمېر خلک په زراعتي چارو لګيا دي او د چينايانو د هرتن په سر د غلو دانو او څو مهمو کرنيزو توليداتو اندازې د نړۍ له منځني سويې سره برابرې دي او ځينې يې آن د نړۍ له منځنۍ سويې څخه هم پورته دي، دغه وضعيت ته په کتو، د ياد امریکايي کارپوه پوښتنې ته ځواب اسانه موندل کيږي.  د چين زراعتي پرمختګ نه يوازې د چينايانو د خوراک او څښاک اړتياوې پوره کړي، بلکې د دغه هېواد د ټولنيز پرمختګ لپاره يې ټينګ اقتصادي ملاتړ هم  برابر  کړی دی او دغه برياليتوب د چینايانو د زحمتکښه کړو وړو ښودنه کوي او په نړۍ کې يوه ښه نمونه هم بلل کيږي.

اوس په چين کې د بزګرو ، کليوالو سيمو او زراعتي چارو پرمختګ نوي پړاو ته داخل شوی او حکومت د کليوالو سيمو د هراړخيزې بيا سمسورتيا د ستراتېژۍ د پلي کولو په هڅه کې دی. د چين حکومت موخه درلوده، چې تر۲۰۲۰ کال کال مخکې په خپل هېواد کې يوه نسبتاً شتمنه ټولنه اباده کړي او په دغه هېواد کې په بشپړه توګه بېوزلي له منځه يوسي. د چين ګوی جو ولايت د همدې کال د نومبر په ۲۳ مه نېټه اعلان وکړ، چې وروستی ۹ بېوزلې ولسوالۍ يې له بېوزلۍ څخه ووتلې، چې پدې سره په دغه هېواد کې۸۳۲ بېوزلو ولسواليو له بېوزلۍ سره مخه ښه وکړه.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ په ياده غونډه کې پدې اړه، چې دولت په راتلونکي کې څنګه د هېواد زراعتي چارې پرمخ بوځي؟  وويل، که چیني ملت بيا سمسورتيا غواړي، نو هرومرو بايد کليوالې سيمې بيا سمسورې کړي او د دې لپاره اړتيا ده، چې په دغه هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لاسته راوړنې ښې وساتل شي، د غلو دانو خوندېتوب تضمين او د کليوالو سيمو د بيا سمسورولو چارې په ښه توګه ترسره شي.

 په دغه غونډه کې د دغه هېواد د زراعت او کليوالو سيمو د عصري کېدو بهير د چټکتيا په اړه د حکومت يو سند هم وارزول شو او ښايي ژر تائید او پلی شي، چينايان هيله من دي، چې دغه سند په چين کې د بزګرو، کليوالو سيمو او زراعتي چارو پرمختګ ته نوره هم لاره هواره کړي.

افغانستان يو زراعتي او مالداريز هېواد دی. د چين او افغانستان ترمنځ د کرنيزو تخنيکونو د پرمختګ، د کرنيزو زېربناوو د جوړولو  او د کرنيزو پيداوارو د تجارت په برخو کې د همکارۍ ډېر ظرفيت لري. ځينو چيني شرکتونو په افغانستان کې د زعفران د کرلو لپاره نوي تخنيکونه مروج کړي او ډېرې ښې لاسته راوړنې لري. د افغانستان ځانګړي کرنيز محصولات د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي دهليز او د مال وړونکو اورګاډو له لارې چين ته صادريږي او ډېرو افغان تصديو په چین کې د وارداتو او صادراتو په نندارتون، نړيوال وارداتي نندارتون او د چين او جنوبي اسيا نندارتون کې ګډون کړی دی. د چين رهبر ډېر ځله ويلي، چې چين د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو هرکلی کوي، چې د دغه هېواد د پرمختګ ”ګړندي موټر ته ځانونه پورته کړي. هيله ده، چې د چين او افغانستان ترمنځ متقابلې ګټورې همکارۍ افغان بزګرو او د بېلابېلو ټولنو خلکو ته زياتې رښتينې ګټې ورسوي.