د شي ځانګ په پلمه پر چين د امريکايي سياستوالو تورونه لګول بې ځايه دي
cri2021-01-05 15:47:51
شريکول:

د امريکا مشر څو ورځې مخکې د ۲۰۲۰ کال د شي ځانګ په اړه تګلارې او ترې د ملاتړ مصوبه لاسليک کړه، په عين وخت کې ځينو امريکايي سياستوالو د بشري حقونو او مذهبي چارو په پلمه د چين د شي ځانګ سيمې د پرمختګ پر حالت تورونه ولګول، د چين پر قومي او مذهبي تګلارو يې بې بنسټه انتقادونه وکړل، د دوی موخه د شي ځانګ سمسورتيا او ثبات ته زيان رسول دي او د امريکا د راتلونکې دورې حکومت په وړاندې خنډونه اچول دي. د شي ځانګ مسئله يوه مهمه موضوع ده چې د چين د ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا سره تړاو لري. د امريکايي سياستوالو دغه کړنې د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده او بيخي بې ځايه دي.

چين تل د شي ځانګ سيمې د ځايي خلکو بودايي مذهب درناوی کړی. د تبتي بودايي مذهب مشر د ټاکلو په اړه دود تر لسګونو کلونو پرمختګ او بدلون وروسته، د يو جدي مذهبي نظام او تاريخي دود ګرځېدلی دی. څرنګه چې ځايي بودايي مذهبي مشر پراخه اغېزه لري، نو د دغه مشر د ټاکلو جدي پړاوونه شته او د باور مودې ادامه يې بايد د مرکزي حکومت لخوا تائيد شي. دا له سلګونو کلونو راهيسې نظام دی. څېړونکو دې ته اشاره وکړه چې د شي ځانګ بوايي مذهبي مشر نسل په نسل ټاکلو کارونو کې د چين حاکميت، حکومتي صلاحيت، مذهبي اصول او د مذهبي کسانو احساسات څرګندېږي. خو د امريکا ځينو سياستوالو  تل په دې اړه دروغ او بې ځایه څرګندونې کړي دي، له تاريخي واقعيتونو څخه يې سرغړونه کړې ده، مذهبي عادتونو او د مذهبي کسانو احساسات يې جريحرار کړي دي، نو د شي ځانګ د اوسېدونکو په شمول د چين د ټولو خلکو لخوا يې مخالفت کېږي.

دا يو واقعيت دی چې د امريکا ځينو سياستوالو له اوږدې مودې راهيسې د چين د شي ځانګ په چارو کې لاسوهنه کړې او کوي يې. د تېرې پېړۍ په منځنۍ موده کې د امريکا د استخباراتي ادارې له دا لای لما سره مرسته کړې چې له چين څخه تښتېدلی، له اوږد وخت لپاره يې د دا لای له ډلې سره مرستې کړې او په دې وروستيو کلونو کې يې د شي ځانګ په اړه مصوبه طرحه کړله. دا لای لما ډلې له اوږدې مودې راهيسې له چين څخه د شي ځانګ سيمې د جلا کېدو لپاره هڅې کړې، ورسره امريکا د مرستې موخه څه ده؟ د شي ځانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، ولې امريکا پکې کله کله لاسوهنه کړې او کوي يې؟ رښتينې موخه يې دا ده چې د شي ځانګ ثبات او سمسورتيا له زيانونو سره مخ کړي او له دې لارې د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي.

خو تاريخ شا ته تګ نه کوي. په ۱۹۵۹ کال کې په شي ځانګ کې له ديموکراتيکو اصلاحاتو راهيسې څو ميليونه غلامان ازاد شوي او په خپلواکو انسانانو بدل شوي دي. اوس د مرکزي حکومت تر ملاتړ لاندې، د شي ځانګ پرمختګ په تاريخ کې بې ساری دی، د سيمه ييزو توليداتو ارزښت يې له څه باندې ۲۰ کلونو راهيسې هر کال له لس سلنې نه زيات زياتوالی موندلی، نفوس يې په ۱۹۵۹ کال کې ۱ ميليون، ۲۲۸ زره و، او په ۲۰۱۸ کال کې دغه شمېر ۳ ميليونو، ۴۳۸ زرو ته رسېدلی او پکې د ځانګ قوم وګړو اندازه له ۹۰ سلنې نه زياته ده او د ځايي اوسېدونکو منځنی عمر ۷۰.6 کلونو ته لوړ شوی دی. په ۲۰۲۰ کال کې شي ځانګ کې ټولې بېوزلۍ ولسوالۍ د بېوزلۍ له حالت څخه ايستل شوي او مطلب بېوزلی يې له منځه وړل شوې ده.

نړيوالې ټولنې هم د چين د شي ځانګ د پرمختګ برياليتوبونه منلي. د (رښتيني شي ځانګ ) په نوم د مستند فلم دايريکتر کريس نيبې داسې ويلي، اوس په شي ځانګ کې نه يوازې په اقتصادي برخه کې، د وګړيو ژوند، بنسټيزو تاسيساتو او ښوونيزو چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي، بلکې ځايی کلتوري او مذهبي چارې هم تر ښې ساتنې او احترام لاندې دي. د امريکا سياستوالو له واقعيتونو سره سره دروغ ويلي، حقايق يې پټ کړي او پخپلو شومو نيتونو او موخو کې به هرومرو له ناکامۍ سره مخامخ  شي.