د چيني تصديو په اړه د نيويارک د اسهامو معاملو مرکز له تازه پريکړې څخه څه څرګنديږي؟
CRI2021-01-06 15:49:29
شريکول:

د نيويارک د اسهامو معاملو مرکز د جنورۍ په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د نظارت او ادارې له اړوندې څانګې سره تر سلامشورو وروسته يې د نيويارک د ونډو له بازار څخه د چين د دريو مخابراتي تصديو د ګوښه کولو  هغه غوښتنه لغوه کړې ده کومه چې  يوازې څو ورځې مخکې وړاندې شوې وه. د جيفيريس (Jefferies) په نوم د پانګونې بانک د مخابراتي ونډو د څېړنو مسئول ايډسون لي ياده پېښه په خپل کاري عمر کې ډېره عجيبه پېښه وبلله.

د نيويارک د اسهامو معاملو مرکز د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې پر ځايي وخت د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۱۱مې نېټې سهار له ۴ بجو مخکې د چينا موبايل ( China Mobile)، چينا تليکام (China Telecom) او چينا يونيکام ( China Unicom) په شمول د چيني دريو لويو مخابراتي تصديو د ونډو معاملې بندې کړي، څو د تېر کال په نومبر کې د امريکا حکومت له خوا خپور شوی اداري حکم پلی کړي.

ياد شوی اداري حکم د ترمپ حکومت له خوا د قدرت له پای ته رسېدو مخکې د اقتصادي او سوداګريزو چارو د سياسي کېدو په موخه يوه زړه طريقه ده او د نيويارک د اسهامو معاملو مرکز په دې پېښه کې يوازې د يو (( ټوپکوال )) رول لوبولی دی.

اوس د نيويارک د اسهامو معاملو مرکز خپله پخوانۍ پريکړه لغوه کړې او د دې عمل تر شا هرومره ډول ډول فکرونه او علاقې شتون لري، خو يو څرګند ټکی دا دی چې که پخوانۍ پريکړه عملي شي، نوموړی مرکز او امريکا به له ژورو او اوږد مهالو زيانونو سره مخامخ شي.

لومړی، شاو خوا شل کاله کيږي چې دريو لويو چيني مخابراتي تصديو د اې ډي ار (ADR) ونډو د خپرولو په وسيله د نيويارک د اسهامو معاملو مرکز په معاملو کې ګډون کړی او ټولې معاملې يې تل د امريکا د ونډو بازار له اصولو او د څار او ادارې له غوښتنو سره سمون لري. که د نيويارک د اسهامو معاملو مرکز د سياسي موخه لرونکي اداري حکم تر اغېزو لاندې د قانوني معاملو پر تصديو بنديز ولګوي، د بازار اصول او عادي نظام به له سختو زيانونو سره مخامخ شي، د ګردې نړۍ د پانګوالو حقه حقوقو به له زيانونو سره مخ شي او پر نوموړي مرکز د نړيوالو تصديو او پانګوالو اعتبار به زيانمن شي.

دوهم، که نوموړې درې تصدۍ د امريکا د ونډو له بازار څخه وايستل شي، پر دغو تصديو به اغېزې محدودې وي.  د چين د اسهامو د څار کمېسيون تر دې مخکې څرګنده کړې چې د دغو تصديو د اې ډي ار (ADR) ونډو پيمانه لويه نه ده او عمومي ارزښت يې له ۲۰ ميليارډو يوانو نه کم  دی چې د دغو دريو تصديو په عمومي ونډو کې يوازې دوه اعشاريه دوه سلنه برخه نيسي. د جرمني بانک د اسيا او آرام سمندر سيمې د مخابراتي چارو د څېړنيزې څانګې مسئول پيټر ميليکن (Peter Milliken) وويل، (( د دغو چيني تصديو نغدي پيسې کافي دي او دوی د امريکا او نورو ځايونو نويو پانګو ته اړتيا نه لري)). د امريکا د اسهامو له بازار څخه ايستل د دغو چيني تصديو پر ودې او چلند به مستقيمې اغېزې زياتې نه دي.

اصولو ته درناوی د نړيوال پولي مرکز په توګه د امريکا د مقام بنسټ بلل کيږي، د نيويارک د اسهامو له بازار څخه د چيني تصديو د ګوښه کولو په اړه پريکړه د ليرې نظر او ځيرکتيا لرونکې نه ده، ځکه دغسې پريکړه به پر امريکا له اټکل نه زياتې منفي اغېزې رامنځته کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې د امريکا پر جامعو او ثابتو مقرراتو او ميکانيزم د نړيوالو تصديو او پانګوالو اعتبار د نړۍ د پولي مرکز په توګه د دغه هېواد د مقام يو بنسټ دی. که امريکا پر هغو بهرنيو تصديو بې بنسټه بنديز ولګوي چې د امريکا د ونډو په بازار کې برخه لري، د دغه هېواد د پولي بازار په اړه د ګردې نړۍ باور به کمزوری شي. د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د اعتبار بنسټ د ځينو امريکايي سياستوالو له امله د کمزورېدو په حال کې دی. که امريکا په خپله خوښه د بازار د سيالۍ اصول او د نړيوالو سوداګريزو چارو قواعد مات کړي، نو د دغه هېواد ملي ګټې او بڼې به زيانمنې کړي.

اوس د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له مهم انتخاب سره مخ دي. بازار او قوانينو ته درناوی او د پانګوالو د قانوني حقوقو او ګټو ساتنه د دواړو خواوو معقول انتخاب دی.