لاريون کوونکو په زور سره د امريکا کانګرس ته ننوتل چې د دغه هېواد تش په نوم ديموکراسي پای ته ورسيده
CRI2021-01-07 17:45:50
شريکول:

د امريکا پر وخت د جون د شپږمې نيټې له غرمې وروسته زيات شمېر لاريو کوونکې د دغه هېواد کانګرس ته په زور سره ننوتل چې د  مشرانو جرګې مشرې نانسي پاتريسيا داليساندرو پيلوسي د دفتر په شمول يې ډېر ځايونه خراب کړي او څلور تنه په دې جنجال کې وژل شوي. د زياتو خبري رسنيو کارکوونکو هلته د خبرونو خپرولو په هميشني ځای کې پر دندو لګيا و، چې د لاريون کوونکو له بريدونو سره مخ شول.

د ولسمشريزو ټاکنو له امله رامنځته شوې دغه د زورزياتي ډکه پيښه اوټراژيډي د ټولې نړۍ لپاره حيرانتيا وړ ده. امريکا چې تل د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو شعار پورته کوي، د زورزياتي پئښو ، نښتو او بنديز لګوونکی هېواد ګرځيدلی دی. دا د بېلا بېلو ټولنو د ويشل کېدو نتيجه او په امريکا کې د ناردنيګ د ميکانيزم کېدو لامل او د تندلارې نژادي او بېلا بېلو ټولنو تر منځ د مقابلوی حالت څرګندوی دی.

د ولسمشريزو ټاکنو له امله رامنځته شوي ګډوډۍ پای ته نه دي رسيدلې او د يادې پيښې څخه څرګنديږي چې دغه سياسي ډرامه تازه پيل شوه.