پر شخصي ګټو پسې لالهانده امريکايي سياستوال پر ناسمې لارې روان دي
CRI2021-01-07 15:26:31
شريکول:

د امريکا ولسمشر په دې وروستيو کې د دغه هېواد د ناروغيو کنټرول پر مرکز نيوکه وکړه، چې په لوی لاس يې د کرونا وبا په اړه له حقيقت نه لرې سخت معلومات خپاره کړي دي. د امريکا لوړ پوړي طبي کارپوه انټوني فاوسي  د نوموړي يادې څرګندونې ته په قهر ځواب ورکړ او و يې ويل (( د مړينې شمېرې رښتينې دي. که تاسو پر دې اعتبار نه لرئ، روغتونونو ته تللی شئ او پخپله ( د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ) د طبي کارکوونکو کارونه کتلی شئ. )) نوموړي خبرداری ورکړ، چې پر کورنا ويروس د اخته کسانو او مړو شوو کسانو شمېر د زياتوالي پر وړاندې له مسئوليت او دندو څخه تښتېدل مناسب انتخاب نه دی.

په امريکا کې تر شلو ميليونو زيات کسان پر کرونا ويروس اخته شوي او د دغه ويروس له امله له دريو سوو او پنځوسو زرو نه زيات کسان مړه شوي دي؛ په لوس انجليس کې په منځنۍ توګه په هرو شپږو ثانيو کې پر کرونا ويروس يوه مثبته پېښه رامنځته کيږي. له يادو معلوماتو څخه په دغه هېواد کې د کرونا وبا سخت وضعيت څرګنديږي. خو ځينو امريکايي سياستوالو پر حقيقت سترګې پټې کړي او د جعلي معلوماتو د خپرولو او پر نورو د خپل مسئوليت د تپلو په هڅه کې دي. د امريکا د عامې روغتيا ادارې مشر جيرومي ادامس دې ته په شارې وويل، چې په سياسي چاپيريال کې امريکايانو ته د روغتيا د دقيقو معلوماتو خپرول د کورنا وبا په موده کې له ننګونو ډک کار دی.

تېرو لسو مياشتو ته په کتو د نوموړي خبرې سمې دي، ځکه دقيقو معلوماتو له کرونا وبا سره د امريکا د مبارزې ميدان کې کمزوری کړی دی. ځيني امريکايي سياستوال کرونا وبا (( لويه انفلونزا )) بولي او داسې ناسمې خبرې خپروي چې (( د تعقيم موادو تطبيق کرونا ويروس وژلی شي)) او وايي چې د کرونا وبا خپرېدا د سياسي سيالانو مصنوعي چل دی. د دوی د دغو حيرانتيا وړ خبرو تر شا شخصي سياسي موخې پرتې دي او د امريکا ملکيان يې بې لارې کړې دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، په لويه پيمانه د غلطو معلوماتو خپرول د دغه وضعيت سبب دی، امريکا پرمختللې طبي تکنالوژي لري، خو د کرونا وبا له امله د مړينې انډول يې په نړۍ کې ټر ټولو لوړ دی.

په اوږده موده کې د دروغجنو او جعلي معلوماتو د خپرېدو او د دوو ګوندونو ترمنځ په مبارزه کې د کرونا وبا اړوندو چارو د سياسي کېدو له امله د روانې وبا په اړه د امريکايانو په پېژندنه کې ګډوډي رامنځته شوې او د حکومت پر تدبيرونو د دوی اعتبار  ورک شوی دی. دا د هغه حالت سبب هم دی، چې په امريکا کې د کرونا ويروس ضد دوه ډولو واکسينونو تطبيق ته اجازه ورکړل شوې ده، خو ګڼ شمېر امريکايانو د دغو واکسينونو تطبيق رد کړي دي. امريکايي خبري رسنيو ويلي چې، د نيويارک د روغتونونو د بېړنيو څانګو تر نيمايي زيات طبي کارکوونکي د واکسين په اړه شک لري. د يوې سروې شاو خوا ۲۷ سلنه ګډون کوونکي د کرونا ويروس ضد واکسين تطبيق نه غواړي.

د سپينې ماڼۍ د سياستوالو د ماموريت مودې پای ته رسېدو ته له شلو ورځو نه کم وخت پاتې دی، خو دوی لا هم د وروستي حرکت په هڅه کې دي. د کرونا وبا پر وضعيت باندې پرده اچول او د خپلو سياسي لاسته راوړنو تبليغات د دغو امريکايي سياستوالو مهم وسايل ګرځېدلي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د نوي کال په لومړۍ نېټه پر خپلې ټويټر پاڼې ولکل، چې نننۍ امريکا له څلور کلونو نه مخکې امنه ده . خو د ياد شوي پيغام د خپرېدو په اوونۍ کې په دغه هېواد کې په منځنۍ توګه په هرو ۳۳ ثانيو کې د کرونا وبا له امله  يو وګړی مړ کيږي.

د امريکا خلک چې د سياستوالو له خوا شاته غورځول شوي، د خواخوږۍ وړ دي. د واشنګټن پوهنتون د طبي اکاډمۍ د روغتيايي شاخص او ارزونې څېړنيز انستېتيوټ د اټکل له مخې، په راتلونکې يوه مياشت کې به په دغه هېواد کې د کرونا ويروس له امله تر ۱۱۵ زرو ډېر کسان مړه شي، دا په دې مانا ده،چې د امريکايانو لپاره به راتلونکی لا سخت وي.

د واشنګټن سياستوال پر خپلو شخصي ګټو بوخت دي، خو بې ګناه امريکايان يې وځپل او ستونزې يې ورته جوړې کړې دي. همدغسې امريکا هم (( د ازادې نړۍ سمندري څلی )) دی؟