که چېرې يو کس له ستونزې سره مخ شي، نور به ورته د مرستې لاس ورکړي
CRI2021-01-09 16:21:44
شريکول:

په چين کې يو مشهور متل شتون دی چې (( که چېرې يو کس له ستونزو سره مخ شي، نور به ور ته د مرستېلا ورکړي )) . مانا يې دا ده چې هر وګړی په ژوند کې ستونزې  لري او کله چې بل څوک يا نور کسان په کومې ستونزې کې ګير شي، موږ بايد پر وخت ورته د مرستې لاس ورکړو، ځکه په يووالي او ګډو کوښښونو کې برکت دی او په دې سره کولی شو چې مشکلاتو او ستونزو ته په اسانۍماتې ورکړو. د چيني کلتور او روحيې همدغسې مفکورې له کرونا وبا سره په نړيواله مبارزه کې مهم او اغېزمن رول لوبولی دی.

په دې وروستيو کې د چين په هه بۍ ولايت کې د کرونا وبا مثبتې پېښې يو ځل بيا رامنځته شوې دي چې دغه وضعيت د چينايانو تر اندېښنې او پاملرنې لاندې دی. د خبر له مخې، د جنورۍ په ۷مه نېټه د دغه هېواد د جه جيانګ ولايت ۱۰۳ طبي کارکوونکو د حکم تر لاسه کولو سره سمدلاسه په څو ساعتونو کې د اړوندو طبي تجهيزاتو په وړلو سره د هه بۍ ولايت د شه جيا جوانګ ښار هوايي ميدان ته رسيدلي.له دې کار څخه يې زيات کسان متأثره شوي دي او دغسې مثالونه ډېر شته. په تېر يو کال کې په هو بۍ، بېجينګ، شينجيانګ او د چين په نورو ځايونو کې د کرونا وبا د ډله ييزو پېښو د رامنځته کېدو په وخت کې د هېواد د نورو ولايتونو او يا ښارونو طبي مرستندويه ډلې سمدلاسه له کرونا وبا سره د مبارزې لومړۍ کرښې ته تللي او له ځايي خلکو سره يې د وبا د وقايې او کنترول لپاره ګډې هڅې کړې دي.  که څه هم د هه بۍ ولايت اوسنی وضعيت د پاملرنې وړ دی، خو موږ د وضعيت په کنترول او د برياليتوب تر لاسه کولو باور لرو. (( که چېرې يو کس له ستونزې سره مخ شي، نور به ورته د مرستې لاس ورکړي ))، د دغه متل او مفکورې تر شا د چيني ملت تاريخي سرچينه او د همدردۍ رويه او اخلاق شتون لري.

(( که چېرې يو کس له ستونزې سره مخ شي، نور به ورته د مرستې لاس ورکړي )) دغه مفکوره له کور او نړۍ سره د چينايانو د پراخې مينې او همدردۍ ښکارندويي کوي. د چيني ملت مدنيت له کرنيز تمدن  څخه رامنځته شوی دی. په کرنيز تمدن کې همکارۍ او متقابلې مرستې تر ټولو مهم ځای او ارزښت لري او تش په نوم (( ځنګلي قواعد)) او هغه ډول مفکوره شتون نه لري چې ((کمزوري پکې د ځواکمنو خوراک دي )).  د کسانو، مختلفو کورنيو او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ تلپاتې، ثابتې او همغږي اړيکې د ګډو ګټو پر بنسټ ټينګې دي. دغسې مفکوره په ښې حکومتوالۍ نظام او د مرکزي حکومت او د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارو په پلانونو او تدبيرونو کې ليدل کيږي او هم د نړيوالې ادارې په برخه کې د چين مشر له بېلا بېلو پېشنهادونو او نظريو څخه هم ښکاره څرګنديږي. د بېلګې په توګه، چين په تېر کال کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دغه لاسته راوړنې نه يوازې د بېوزلو سيمو د ځايي خلکو پر کوښښونو سره اړه لري، بلکې د نورو ولايتونو او ښارونو له مرستو سره هم تړاو لري.

(( که چېرې يو کس له ستونزې سره مخ شي، نور به ورته د مرستې لاس ورکړي )) دغه مفکوره د بشر دوستۍ روحيې ښکارندويي کوي. چين د کورني اقتصاد او ټولنې د ابادۍ، د کرونا وبا د وقايې او کنترول او د کارونو او توليدي چارو د احيا په هڅه کې دی او په عين وخت کې يې تر خپلې وسې پورې له نورو هېوادونو په تيره بيا پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې دي او کوي يې. چين د کوويد-۱۹وبا له رامنځته کېدو راهيسې په ګرده نړۍ کې د بشر دوستۍ بې شمېره کارونه پيل کړي دي چې پيمانه يې د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې تر ټولو لويه ده. چين په نړۍ کې د خونديتابه او حفاظتي موادو د لومړي لوی برابروونکي هېواد په توګه د کرونا وبا ضد په نړيوالې مبارزې کې مهم رول لوبولی دی، زياتو هېوادونو ته يې تر ۲۰۰ ميليارده زيات ماسکونه، ۲ ميليارده حفاظتي او د خونديتوب جامې او ۸۰۰ مليونه د معاينې کېټونه ورکړي دي. د چين حکومت نه يوازې د خپلو مرکزي ګټو د ساتلو او د پرمختګ د نوي جوړښت د ابادۍ تر څنګ له هغې ناوړې مفکورې څخه په کلکه ډډه کړې ده چې خپل ځان پر نورو لوړ بولي، بلکې پر څو اړخيزم، برابرۍ او د بشر دوستۍ پر نړيوالې روحيې يې ټينګار کړی دی. دغسې سلوک د چين د عنعنوي کلتور يوه څرګنده نښه هم ده.

(( که چېرې يو کس له ستونزې سره مخ شي، نور به ورته د مرستې لاس ورکړي ))  دغه مفکوره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه د مفهوم ښکاروندويي کوي .  د سره صليب نړيوالې ټولنې بنسټګر جين هينري دونانټ ويلي و چې (( لوږه، بېوزلي، ناپوهي، افراطي عقيده او تعصب زموږ اصلي دښمنان دي، نه ګاونډي هېوادونه)). په عصري نړۍ کې هېچا او هېڅ هېواد له نورو څخه لېرې او جلا نه شي اوسېدلی.  امنيت، سوداګري او کلتوري پرمختګ د نړيوال کېدو له چاپيريال څخه نه شي جلا کېدای، ځکه ټول انسانان د ګډ برخليک په ټولنه کې شامل دي. همدغسې نظريه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په پاليسۍ او بېلا بېلو مشخصو تدبيرونو کې څرګنده ده. د چين د ورخلاصون دروازه به لا پرانيستې وي.

اوس نړيوال اقتصاد لا هم له ژورو او له کنډ وکپر حالت څخه نه دی وتلی او کرونا وبا لا هم په نړۍ کې نه ده کنترول شوې، خو که موږ پر دې روحيې ټينګار ولرو چې (( که چېرې يو کس له ستونزې سره مخ شي، نور به ورته د مرستې لاس ورکړي ))، باور لرو چې هره سختي او ژمی به اسانه تير شي او ټولې راحتۍ او هر پسرلي به ژر راشي.

 

ليکوال: شي منګ