ټويټر د ډونالډ ټرمپ حساب بند او د بيان حق سلب کړ چې دا د امريکا د بيان ازادۍ يوه لويه مسخره ده
cri2021-01-12 15:53:50
شريکول:

دا يوه له شرمه ډکه هنګامه ده چې د زور زياتي د هڅولو له امله په ځينو ټولنيزو رسنيو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بيان حق سلب او بند شوی دی.خو دا نوره زياته شرموونکې ده چې په داسې امريکا کې چې تل د بیان ازادۍ ډنډوې غږ وي، برحاله ولسمشر په ټولنيزو رسنيو کې د بيان حق سلب او بنديږي چې دا د دې هېواد د بيان ازادۍ يوه ستره مسخره ده.

ځينو وګړو ويلي چې د تاوتريخوالي د پارولو لپاره په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا د اوسني ولسمشر خبرو د دې هېواد له قانون او د دغو ټولنيزو رسنيو له اداري اصولو څخه سرغړونه کړې ده، نو په يادو رسنيو کې د ده د بيان حق له قانون سره سم منعه شوی دی. دغه خبره  سمه ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د تاوتريخوالي د پارولو او هڅولو لپاره هر ډول کړنه بايد منعه شي.خو په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا ولسمشر او سياستوالو ډېرې همدغسې ناسمې خبرې کړې، ولې د دې هېواد ټولنيزو خبري رسنيو هغه وخت د دغسې خبرو د مخنيوي لپاره اقدامات نه دي کړي؟

د واشينګټن پوست د خبر له مخې د ۲۰۲۰ کال تر مې مياشتې پورې د امريکا اوسني ولسمشر ټرمپ د ماموريت مودې له پيل راهيسې په ټولنيزو خبري رسنيو کې څه باندې ۱۸ زره پوسټونه پوسټ کړي چې معلومات يې جعلي او ناسم او پاروونکي وو. په دې جمله کې څه باندې درې زره درې سوه پوسټونه په ټويټر کې پوسټ شوي دي. د تېر کال په می کې د تورپوستي امریکايي جورج فلويد تر قصدې وژنې وروسته د امريکا په ډېرو ځايونو کې لاريونونه تر سره شول چې په همدې مهال کې ټرمپ په ټويټر کې ليکلي چې که يو څوک غلا وکړي، مونږ به پرې ډزې وکړو. خو ياد پوسټ ټويټر حذف نه کړ او د امريکا ولسمشر لاهم دا ډول پوسټونو ته ادامه ور کړې ده.

د تېر کال د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو د نتيجې تر خپرېدو وروسته هغه څو څو ځلې په ټويټر کې له خپلو پلويانو څخه غوښتنه کړې ده چې د لاريون کولو لپاره واشينګټن ته لاړ شي. په دې هکله د امريکا ټولنيزو خبري رسنيو هېڅ اقدامات نه دي تر سره کړي او هغه وخت يې غبرګون او په عمل لاس پورې کړې چې د امريکا د ملي کانګرس  په ودانۍ ور وختل او د تاوتريخوالي پېښې رامنځته شوې.

له يادو کړنو څخه ښکاريږي چې په دې کچه د دغو ټولنيزو رسنيو د زور زياتي د مخنيوي لپاره دا یو عادلانه اقدامات تر سره کړي، خو په حقيقت کې دوی خپلې سياسي ګټې او موخې لري.

مونږ وينو چې د امريکا د اوسني ولسمشر د ماموريت مودې پای رسيدو ته يوازې لس ورځې پاتې دي، خو د ملي کانګرس په ودانۍ کې د زورزياتي پېښې په پلمه د ټرمپ او د ده د پلويانو له سياسي صحنې د لېرې کولو هڅې پيل شوې. تر يادې پېښې وروسته د امريکا پوليسو سمدلاسه لږ تر لږه دوه اتيا تنه احتجاج کوونکي نيولي او ور پسې د امريکا د سنا مجلس مشرې نانسي پيلوسي د امريکا له پوځ څخه غوښتنه وکړه چې له ټرمپ څخه د ذروي وسلو د کارولو احثيار بايد واخيستل شي. د روانې میاشتې په يوولسمه نېټه د امريکا ملي کانګرس د ټرمپ د استيضاح کولو دوهمه غوښتنه وکړه چې له دې امله ټرمپ په شرمېدونکي حالت کی ايسار شوی دی.

د امريکا بېلا بېلو ټولنيزو رسنيو په دې سياسي فضا کې د ټرمپ د بيان حق سلب او بند کړی چې موخه يې د خپل سياسي دريځ بيانول او د يادې پېښې پړه پر غاړه نه اخيستل دي. له دې څخه ښکاريږي چې د امريکا د ټولنيزو رسنيو له خوا د ټرمپ د بيان حق د سلبېدو او بندولو کړنه يوه سياسي موخه ده. د هاسپانيا د ايل موندو ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي چې د امریکا ټولنيزې رسنۍ بايد د ازادو نظريو د تبادلې وسيله وي خو اوس د جعلي معلوماتو او د ساسي موخې د تر سره کولو وسيلې ګرځېدلې دي.

خلک دا هر څه په لا روښانه ډول ويني چې د تش په نامه د امريکا د بيان ازادي يوازې هغه سياسي وسيله ده چې د امريکا حکمرانان د هېواد په دننه کې مخالفينو ته پرې ګوزار ور کوي او له هېواد څخه بهر پر نورو هېوادونو حمله کوي.

کله چې لاريون کوونکي د امريکا د ملي کانګرس ودانۍ ته په زور داخل شول او جعلي معلومات د دې هېواد په ټولنيزو رسنيو کې خپريدل، د تش په نامه د امريکا د بيان ازادي يوه مسخره يې ښودلې او وړاندې کړې ده.