د چين اقليم
cri2021-01-13 15:05:07
شريکول:

چين يو داسې هېواد دی چې پراخوالی يې نهه مليونه شپږ لکه  کيلو مترو مربعو ته رسيږي.ځکه چې جغرافيايي شرايط پېچلی دي، نو په بېلا بېلو ځايونو او سيمو کې اقليم هم پېچلی او متنوع دی.ځکه چې چين د اسيا او اروپا براعظم په ختيځ کې او په نړۍ کې تر ټولو لوی سمندر يعنې د اتلانتيک په لويديځ کې پروت دی، د دې ترڅنګ جنوب لويديځ یې د هند سمندر ته نژدې دی. نو د چين اقليم په څرګند ډول د یاد براعظم او سمندر له خوا اغیزمن شوی او له دې کبله د چين په زياترو سيمو کې په ژمی کې باران کم دی او د هوا تودوخه ډېره ټيټه ده په تېره بيا د چين په شمال کې هوا دېره سړه او يخه ده. دغه راز د دوبي په فصل کې د چین زياترې سيمې له صحرا پرته د نړۍ په ورته عرض البلد کې تر ټولو ګرمې سیمې دي او پکې د هوا تودوخه لوړه  ده او جنوب يې د شمال په پرتله باران ډېر دی. نو په چین کې د کانټينټال مانسون اقلیم د پام وړ دی.پر دې سربېره په چين کې د تودوخې مختلف زونونه شته دي او د ډېرو لندو او وچو سیمو شتون لري چې له دې کبله د چین اقليم پېچلی او متنوع خصوصيت لري.

د پيچلي اقليمي شرايطو له امله چين يو داسې هېواد ګرځېدلی چې د نړۍ د زياترو کرنيزو توکو، حيواناتو او نباتاتو د ودې لپاره مناسبت دی، نو په چين کې سرچينې ډېرې غني دي.د بېلګې په توګه د جوار اصلی ټاټوبی مکسيکو دی. خو د چين له خوا تر وارد او کښت کېدو وروسته اوس په چين کې عمده کرنيز توکي بلل کيږي.د چين اقليم د کرنيز توليد لپاره ګټور شرايط برابروي. خو په دې وروستيو کلونو کې د نړۍ به اقليم کې ډېر بدلونونه راغلي دي.د انساني فعاليتونو تر اغيزو لاندې د چین اقليم هم بدل شوی او د هوا تودوخه ګرمه شوې په تېره بيا په شمال کې د هوا تودوخې د ګرمېدو تمايل څرګند ښکاريږي.له سلو کلونو راهيسې د چين د هوا منځنۍ تودوخه له صفر اعشاريه څلور څخه تر صفر اعشاريه پنځه سانټيګرډ پورې لوړه شوې.د یوه څينړيز راپور له مخې په راتلونکې کې به د چين د هوا تودوخه لا ګرمه وي او له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۳۰ کاله پورې به يې په منځني توګه دوه اعشاريه دوه سانټيګرډ زيات شي. په ورته وخت کې په ځینو سیمو کې د باران د اورښت اندازه ډېره شوې ده. اقليمي بدلونونو د چین د ډېرو سیمو پر ايکولوژيکي چاپيريال منفي اغيزه کړې ده. ځکه چې طبيعي ايکولوژيکی سیستم نازک او کمزوری دی، نو په اسانه توګه زيانمن شوی دی. د بېلګې په توګه ګليشيرونه، جهيلونه او سمندري ایکولوژيکي سيستم به په مختلفو درجو ويجاړ شي.د جګو غرونو ايکولوژيکی سيستم د اقليمي بدلون لپاره خورا حساس دی. په اقلیمي بدلونونو سره سره  به ګليشيرونه کم شي او تر ۲۰۵۰ کاله پورې به ۲۷ اعشاريه دوه کموالی ښکاره شي.د اقلیمي بدلونونو په زياتېدو سره به لازيات طبيعی ايکولوژيکی سيستمونه ويجاړ شي او د جهيلونو مساحت به هم کم شي. د دې ترڅنګ په نړۍ کې د هوا تودوخې د ګراموالي له امله د چین په جنوب ختيځ، جنوب لویديځ، شمال لويديځ، داخلي مغولستان او شمال ختيځ کې کې طبيعي ناورينونه او سیلابونه ډېر شوي.سربېره پردې اقلیمي بدلون هم پر کرنې اغيزه کړې او کوي يې. د اټکل له مخې د چین د کرکیلې چارو توليدي اندازه د هوا د تودوخې د ګراموالي له امله له پنځه سلنې څخه تر لسې سلنې پورې راټيټه شي چې په دې جمله کې د غنمو، شولو او جوارو په شمول د دریو عمده کرنيزو توکو تولیدي اندازه کمه شي.دغه راز اقليمی بدلونونه هم د انسانانو روغتیا ته زیانونه رسوي او د ځینو ساري ناروغیو د خپرېدو سبب به وشي. د دغو ننګونو پر وړاندې چین په فعاله توګه د اقليمي بدلونونو د لېرې کولو لپاره په اړوندو نړيوالو فعاليتونو کې ګډون کړی او په جدي توګه يې له خپلې اقتصادي پرمختیايي سويې سره سمون لرونکې دندې تر سره کړې او له نورو هېوادونو سره يې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړې تر څو د اقليمی بدلونونو منفي اغيزې کمې او لېرې شي.