زه غواړم په شینجیانګ کې وواسیږم
CRI2021-01-14 09:58:34
شريکول:

په دې وروستيو کې ځینو لویدیځو خبري رسنیو د چين د شينجيانګ په اړه جعلي خبرونه او معلومات خپاره کړل، چې په  افغانستان کې د شينجيانګ په اړه د ځينو عامه افکارو د اندېښنې سبب وګرځېده. په نړۍ کې دغو خبري رسنیو پر عامه افکارو اغيزې ته په پام سره، ډېری افغان دوستان دا پوښتنه مطرح کوي: آيا هلته وضعيت همداسې دی لکه امريکا چې وايي؟

په عين وخت کې ډېری افغان دوستانو ماته وويل چې څو څو ځلې يې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او ليدلي يې دي چې هلته امنه، هماهنګه او متمدنه فضا حاکمه ده. زموږ هغه ملګري چې شينجيانګ ته يې سفر کړی وايي چې دا ډېره څرګنده خبره ده چې د ځینو لویدیځو هېوادونو تبليغات ډېر بې اساسه دي.  زه په دې وروستيو کلونو کې ډېر ځله له شينجيانګ څخه د ليدنې پرمهال له افغان دوستانو سره ملګری پاتې شوی يم. دوی دا تمايل ښودلی چې غواړي  په شينجيانګ د اوږدې مودې لپاره ژوند وکړي. په افغانستان کې د چين سفارت په شمول ډېری رسمي ارګانونو په دې اړه د خلکو اندېښنو او پوښتنو ته د واقعيتونو پر اساس ځواب هم ويلی دی. زه فکر کوم هغه کسان چې لا هم د شينجيانګ د مسئلې په اړه پوښتنه کوي، يا ناوړه انګيزه لري او يا يې هېڅکله شينجيانګ نه دی ليدلی او د ځینو هېوادونو د قوي تبيلغاتو تر اغيزې لاندې راغلي.

زه د زړه له کومې په افغانستان کې له خپلو دوستانو څخه هرکلی کوم چې په راتلونکي کې حتماً شينجيانګ او د چين نورو سيمو ته سفر وکړي، ترڅو د قناعت وړ ځواب ترلاسه کړي. زه حاضر يم چې دلته د شينجيانګ په اړه ځينې حقيقتونه له تاسو سره شريک کړم څو له ټولو سره مرسته وکړم چې د دغه ښکلې سيمې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

چين څو قومي هېواد دی او د مذهبي عقيدې ازادي د چين د دولت يو اساسي سياست دی. قانون په شينجيانګ کې د ټولو قومونو د وګړو د مذهبي عقيدې د ازادۍ ساتنه کوي. په شينجيانګ کې د اوريغور، هان، هوی او نورو په شمول د ۵۶ قومونو کابو ۲۵ ميليون وګړي شتون لري چې کابو ۱۰ ميليونه يې مسلمانان دي.آيا پوهېږئ چې په شينجيانګ کې له ۲۰ زره ډېر جوماتونه او نږدې ۳۰ زره مذهبي کارکوونکي شتون لري. ويلای شو چې د شينجيانګ د هر ښار، برخې او سيمې په مختلفو ځايونو کې جوماتونه موجود دي. سربېره پردې، په شينجيانګ کې ډېر شمېر اسلامي ښوونځي شتون لري چې د کادرونو په روزلو کې تخصص لري. هر کال ګڼ شمېر اسلامي کتابونه ژباړل کېږي او چاپېږي. دولت له ۱۹۹۶ کال څخه الوتکې مؤظفې کړې چې هر کال مسلمانان د حج مراسمو ته انتقال کړي، هغوی ته طبي ضمانت او د ژباړې اسانتياوې برابرې کړي. ځايي حکومتونه د هر کال په روژه مياشت کې په ټولو برخو کې د مذهبي ځايونو د امنيت لپاره لازم اقدامات ترسره کوي او د اختر په مناسبت بازارونو ته د اړتيا وړ شيان وړاندې کړي.

له بده مرغه په ۱۹۹۰ لسيزه کې ځينو دښمنانو د  مذهب نوم څخه په ناسمې استفادې سره ترهګريز او سخت دريځ افکار خپاره کړل او ځينو کسانو ته يې د حقيقتونو په پټولو سره دوکه ورکړه تر څو په تاوتريخجنو ترهګريزو اقدامانو کې ښکېل شي. دې کار د شينجيانګ ثبات او پرمختګ په جدي توګه کمزوری کړ او د شينجيانګ د ټولو قومونو د خلکو اساسي حقوق يې تر پښو لاندې کړل. يوازې د ۲۰۰۹ کال د جولای په ۵مه په ترهګريزو بريدونو کې له ۲۰۰۰ ډېر بې ګنان کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله. د شينجيانګ د کورواکې سيمې دولت له يوې خوا د بې ګناه خلکو د سر او مال او د اقتصادي پراختيا د نظم ساتنې په موخه د ترهګرو سازمانونو د ځپلو لپاره اقدامات وکړل او په عين وخت کې يې د هغو کسانو لپاره د مسلکي او تخنيکي زده کړو مرکزونه پرانيستل چې له تروريستي تفکر څخه د اغيزمنېدو له امله يې وړو جنايي جرمونو ته ګروهنه پيدا شوې وه. ياد کسان په دغو مرکزونو کې قوانين او مقررات زده کوي، قرآن کريم په ښه توګه تفسير کوي او دغه راز مسلکي مهارتونه زده کوي، تر څو وکولای شي چې په راتلونکې کې په آسانۍ سره ښه کسب پيدا کړي. د شينجيانګ ګټورو هڅو ښې پايلې درلودلې دي او په دې سيمه کې په تېرو درېيو کلونو کې هېڅ تاوتريخجنه ترهګره پېښه نه ده رامنځ ته شوې. په ۲۰۱۸ کال کې، له شينجيانګ څخه د افغان ډيپلوماټانو په شمول له  ۷۰ ډېرو بهرنيو ډلو ليدنه کړې او د دغه سيمې د لاسته راوړنو ډېره ستاينه کوي. بشري حقوق څه دي؟ تر ډېرو لوړ بشري حقوق د ژوند ټول حقونه، پايښت او پراختيا ده. شک نشته چې د تلپاتې سوله ييز چاپېريال پرته د بشر د ټولو حقونو په اړه بحث نشو کولای. ډېری افغان دوستان دا په ښه توګه احساسولای شي.

د دې پرځای راځئ چې يوځل بيا د امريکا متحده ايالاتو ته کتنه وکړو. هماغه ډول چې موږ ټول پوهېږو چې د امريکا په متحده ايالاتو کې د بشري حقونو وضعيت ډېر بد دی. په امريکا کې د ګرمو وسلو د پراختيا،  جنسيتي او توکميزو توپيرونو په شان د بشري حقوقو خلاف ډېر جدي موارد شتون لري، په ډېری  نورو هېوادونو او سيمو کې هم د امريکا د جګړو له امله د بشري حقونو په برخه کې جدي غميزې رامنځ ته شوې دي. امريکايي سياستوالو تل په دې اړه چوپتيا غوره کړې، دوه ګوني سټنډرډونه يې غوره کړي او د ناوړه نيتونو پر اساس يې اقدام کړی.

زه فکر کوم چې زما افغان دوستان لا پخوا له دې سره بلد دي چې امريکا تل دوه ګونه سياست خپل کړی چې له امله يې افغانانو زيات کړاونه ليدلي دي.

له دې جملې څخه د شينجيانګ مسئله، په رښتيا هم چې ډېر وضاحت ته اړتيا نشته، ځکه هغه دوستان چې شينجيانګ ته تللي، نو په دې اړه به پوښتنه ونه لري، پردې بنسټ زه افغان ملګرو ته د زړه له کومې بلنه ورکوم چې شخصاً د شينجيانګ څخه د ليدنې فرصت پيدا کړي او دا سيمه له نږدې وويني، نو هغه وخت به تاسو واقعي چين او واقعي شينجيانګ وپېژنئ.

 

لیکوال: شي مونګ