امريکا د شينجيانګ پر توليداتو بنديزونه لګوي چې په نتيجه کې به ځان ته زيانونه ورسوي
CRI2021-01-16 16:06:31
شريکول:

د امريکا د ګمرکاتو او د سرحدي بندرونو د ساتنې ادارې د يو راپور په خپرولو سره وايي، دغه هېواد ته د وارداتو په ټولو بندرونو کې به د شينجيانګ پنبه او رومي بانجان او له دغو دواړو کرنيزو توليداتو څخه حتې جوړ شوي توليدات بند شي. خو د امريکا د د اې بې سي شرکت د خبر له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د امريکا د ګمرکاتو ادارې له نورو هيوادونو څخه د وارداتو توليداتو د بندولو په اړه ديارلس حکمونه صادر کړي چې په کې د شينجيانګ توليدات هم په دې اتو حکمونو کې شامل دي.

په حقيقت کې د امريکا د ځينو سياستوالو په خوله کې په شينجيانګ کې د تش په نوم د جبري کارونو خبرې د چين ضد په هدف غير حقيقي خبرې او دروغ دي. د دې دروغه پر بنسټ امريکا د شينجيانګ پر توليداتو بنديزونه لګوي. په شينجيانګ کې د پنبې او رومي بانجانو چارې ځايي اوسيدونکو ته زياتې کاري دندې برابروي، خو د امريکا ځيني سياستوال هره ورځ د بشري حقه حقونو خبرې کوي  او په دې توګه غواړي د شينجيانګ د خلکو کارونه خراب کړي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت په شينجيانګ کې د ګومارنې او کارونو په تګلارو کې په پوره توګه د کارګرو د کارونو غوښتنو او نظريو درناوی کوي او د قانون له مخې د کارګرو حقه حقونو او ګټو ساتنه يې کړې ده. د تېر کال په پای کې ټول شينجيانګ د بېوزلۍ له حالت څخه وتلی دی.    

د پاملرنې وړ خبره دا ده چې په امريکا کې د جبري کارونو حالت لا تر اوسه شتون لري. د لاس انجليس ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته په امريکا کې په ځينو ښځينه زندانونو کې ښځينه بنديانو پر کرونا د اخته کېدلو خطرونو سره مخ شوې، خو جبري توګه ماسکونو توليدولو ته موُظفې شوې چې هره ورځ د دوولسو ساعتونو لپاره يې کار کړی، په داسې حال کې په خپله ماسکونه نه لري.

د نړيوال کيدو په وخت کې د امريکا سياستوال د شينجيانګ په پلمه د چين د پرمختګ مخه نيولو نيت لري او د حکومت له لارې د شينجيانګ پر توليداتو بنديزونه لګوي چې په دې توګه د امريکايي تصديو ګټو ته به هم زيانونه ورسوي. د امريکا د کارګرو حقه حقونو ټولنې د ارزونې له مخې، د امريکا اړوندې تصدۍ هر کال څه دپاسه يو ميليارډ پنځه سوه ميليونه جامې واردوي کومې چې د شينجيانګ له پنبو څخه جوړيږي او عمومي ارزښت يې له شل ميليارډ ډالرو څخه اوښتی دی. نو د شميرنې له مخې، د امريکا د ګمرکاتو د يادې کړنې له امله به د دغه هېواد د جامو جوړولو  چارې به له مشکلاتو سره مخ کړي.

شينجيانګ په ټوله نړۍ کې د پنبې عمده لوی توليدي ځای دی. که امريکا په شينجيانګ کې د پنبو په شمول پر توليداتو بنديزونه ولګوي، شک نه شته چې پر اړوندو چارو به منفي اغيزه رامنځته شي او د دې چارو  نړيوال تزلزل سبب به شي. په اخري کې د امريکا د مشتريانو په شمول د نړيوالو مشتريانو ګټې به زيانمنې شي. د لباسونو په مشهورو نړيوالو نښو کې په عمومي ډول د شينجيانګ پنبه استفاده کيږي، نو د امريکا ياد حکم به د دغو نښو شرکتونو ته ستونزې ورسوي او په ټوله نړۍ کې د دغو توليدي چارو د برابرولو ځنځير ثابتوالی به خراب کړي او په دې توګه د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په وړاندې به عمده مشکلات ايجاد کړي.