په داوس کې د شي جين پينګ وينا د کوويد ۱۹ تر وبا وروسته د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره لاره په ګوته کړې
cri2021-01-16 11:58:29
شريکول:

تېر کال يو ځانګړی کال و. په ګرده نړۍ کې بې ساري بدلونونه راغلي دي او د کوويد ۱۹ وبا په سختېدو سره نړيوال حالت لا پېچلی شوی دی. نو مونږ څنګه دغه ننګونه لېرې شولی شو؟ څلور کاله دمخه د سويس په داوس کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغسې ننګونې د لېرې کولو لپاره خپل وړانديز کړی و.

د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۱۷مه نېټه د سويس د داوس د نړيوالو غونډو په مرکز کې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه چې عنوان يې دی بېلا بېل هېوادونه دې په ګډه د زمانې مسؤليت پر غاړه واخلي تر څو نړيوال پرمختګ وموندل شي. هغه وويل، بريټانوي ليکوال ديګنس تر صنعتي انقلاب وروسته په خپل کتاب کې داسې ليکلی چې اوسنۍ زمانه تر ټولو ښه ده خو تر ټولو بده هم ده. نن ورځ مونږ هم په يوه متضاده نړۍ کې ژوند کوو.

دا لومړی ځل و چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د داوس په نړيوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی و. په همدې مهال کې د نړۍ په چوکاټ کې د محافظه کارۍ او منزوي کولو تمايل د ښکاره کېدلو په حال کې و چې له امله يې بېلا بېلو خواوو پر نړيوال کېدو او راتلونکي پرمختګ انديښمن کړي دي. نړيوالې ټولنې هيله وښودله چې نړيوال اداري توان بايد پياوړی شي او ژر تر ژره ستونزې لېرې او حل شي.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې له ګډونوالو سره د نړيوال اقتصاد په هکله خپل نظرونه شريک کړل. هغه وويل، چين پخوا د اقتصاد د نړيوال کېدو په اړه شک درلوده او د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې پر غړيتوب يې انديښنه درلوده. خو زمونږ په اند په نړيوال اقتصاد کې برخه اخيستنه يو مهم تاريخي لوری دی. که د چين اقتصاد پرمختګ ومومي، مونږ بايد په نړيوال بازار کې برخه واخلو، نو ځکه چين په زړتيا سره نړيوال بازار ته داخل شوی. که څه هم په دې بهير کې له ستونزو سره مخ شوي يو، خو په دومره لويه سمندر کې مو لامبو زده کړې چې دا يو سم انتخاب دی.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې انساني ټولنه ګډ برخليک لري، نو ګټې يې يو له بل سره تړاو لري. مونږ بايد پرانيستي نړيوال اقتصاد ته وده ور کړو چې يو بل ترې ګټې واخلي. هغه په ياد فورم کې د خپلې وينا له لارې د نړيوال اقتصاد لپاره لوری په ګوته کړ. هغه وويل، مونږ بايد په ټينګ عزم سره د ازادې سوداګرۍ او پانګونو پرمختګ ته وده ور کړو او د سوداګرۍ او پانګونو د ازادېدو لپاره دې ګډې هڅې وکړو او له سوداګرۍ ساتونکې تګلارې سره ټينګ مخالفت کوو. د چين پرمختګ د نړۍ لپاره يو فرصت دی. چين نه يوازې د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه برخمن شوی بلکې د دې لپاره خدمت کوونکی هم دی. چين د دې هر کلی کوي چې نړيوال د چين له اقتصادي پرمختګ څخه ګټې واخلي.

شي جين پينګ هم په خپله وينا کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د ازادې سوداګرۍ سيمو د ابادۍ او د سيمه ييزو اقتصادي همکاريزو اړيکو د تړون د خبرو اترو د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د نړۍ پر وړاندې د ازادې سوداګرۍ د سيمو شبکه جوړه کړي.

چين په ټينګ عزم سره د څو اړخيزم او ازادې سوداګرۍ ساتنه کوي. که څه هم تېر کال چين د کوويد ۱۹ وبا له ګواښونو سره مخ شوی، خو د همدې کال د نومبر په ۱۵مه نېټه د سيمه ييزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون تر اتو کلنو خبرو اترو وروسته په رسمي توګه لاسليک شوی چې په پايله کې په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو لويه سيمه جوړه شوې ده. د تېر کال د دسمبر په پای کې د چين او اروپا ترمنځ د پانګونو تړون په هکله خبرې اترې په ټاکلي وخت تر سره شوې. په ۲۰۲۰ کال کې د چين د ورخلاصون ګامونه چټک شوي چې د توليداتو او خدمتونو د وارداتي ارزښت د زياتوالي انډول د نړۍ  د منځنۍ سويې په پرتله لوړ و.

شي جين پينګ د تېر کال په پای کې د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې وويل که هر څومره چې ستونزې شتون ولري، انساني ټولنه بايد د پرمختګ په لوري ګامونه روان وساتي او همدا وجه ده چې د ورخلاصون او همکارۍ په لوري د بېلا بېلو هېوادونو د روانېدو تمايل نه دی بدل شوی.