په امريکا کې د پيسو له خوا يرغمل شوی طبي سيستم
CRI2021-01-18 16:00:40
شريکول:

يو امريکايي تبعه ميکل پر کرونا ويروس د اخته کېدو له امله په روغتون کې ۶۲ ورځې  پاتې شوی او اوس د يو ميليون او يو سلو شل زره امريکايي ډالرو په ارزښت لګښت له بېل سره مخامخ دی؛ ځينو عامو امريکايانو د لوړو لګښتونو د اندېښنې له امله طبي خدمتونو ته زړه نه ښه کوي. په کرونا وبا کې دا ښکاره شوې چې د پيسو او شتمنۍ لپاره خدمت کول د امريکايي طبي سيستم يوه اصلي بڼه ده او د عامو امريکايانو ژوند يې يرغمل کړی دی.

په امريکا کې د سوداګريزو طبي بيمو او دولتي طبي بيمو د ګډېدو نظام د تطبيق په حال کې دی چې شاو خوا ۵۳ سلنه نفوس يې له سوداګريزې طبي بيمې څخه او ۳۸ سلنه نفوس يې له دولتي طبي بيمو څخه ګټې اخيستې، خو نژدې ۹۰ سلنه امريکايان طبي بيمې نه لري. له يادو معلوماتو څخه دا څرګنديږي چې بازار د امريکا د طبي سرچينو په ويش کې عمده رول لوبوي او حکومت پکې يوازې د اضافي رول مقام لري. د ډاکټرانو، بيمو شرکتونو، د درملو کمپنيو او د طبي بيمو اداري څانګو په شمول بېلا بېلې ډلې په دې برخه کې هم سيالي کوي او هم يې لاسونه سره يو کړي دي او په دغه لوبه او سيالي کې يې د عامو امريکايانو ګټې او حتی د هېواد شتمنۍ د دوی يرغمل شوې دي.

د امريکا د شمېرنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۱۹ کال کې  په طبي برخه کې نژدې ۳۶۰۰  ميليارډه امريکايي ډالره لګولي چې دا رقم د دغه هېواد د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې ۱۸ سلنه برخه نيولې او د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله ډېر لوړ دی. خو د امريکايانو منځنی عمر د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان (OECD) د غړو هېوادونو د خلکو په پرتله ټيټ دی.

د ګټې اخيستونکو خلکو کم شمېر، لوړې پانګې او ټيټ موثريت د امريکا د طبي سيستم عمده نيمګړتياوې بلل کيږي. د دغه هېواد د پرينسيټون پوهنتون پروفېسيرانو اڼي کاسي او انګوس دياټون په خپل کتاب کې دې ته شاره کړې، چې په امريکا کې د طبي چارو د شتوالي موخه د خلکو د روغتيا پياوړتيا نه ده، بلکې د طبي کارکوونکو د شتمنيو زياتوالی دی. پر بازار افراطي اتکا او د حکومتي څارنې نيمګړتيا د دې سبب شوې ده چې د دغه هېواد طبي سيستم د پانګو د سيالۍ ميدان وګرځي.

ځکه په امريکا کې څو لويو کامپنيو د درملو بازار انحصار کړی، په دغه هېواد کې د درملو بيې د نورو هېوادونو په پرتله لوړې دي. د سپينې ماڼۍ پخواني لوړ پوړي سلاکار ايزيکيل ايمانويل وويل، د نړۍ په عمومي نفوس کې د امريکايانو ونډه له ۵ سلنې څخه کمه ده، خو د درملو د اخيستلو لپاره د امريکايانو له خوا مصرف شويو پيسو د نړۍ په عمومي ارزښت کې نيمايي برخه نيولې ده.  د کې اېف اېف (KFF) په نوم د روغتيا د يو امريکايي بې ګټې ارګان د شمېرنې له مخې، لږ تر لږه ۱۹ ميليونه امريکايانو د هېواد په دننه کې د درملو د لوړو بيو له امله مجبوره شوي دي چې د کنادا او يا مکسيکو له بازارونو څخه درمل واخلي.

په امريکا کې د طبي خدمتونو بيې لا لوړې دي. د نوموړي ارګان د شمېرې له مخې، د کرونا ويروس هر هغه ناروغ چې طبي بيمه لري او هيڅ بله ناروغي نلري، د درملنې منځنی لګښت يې شاو خوا ۹ زره او ۸ سوه امريکايي ډالره دی، که دغه ناروغ نوره ناروغي ولري، لګښت به يې له ۲۰ زرو امريکايي ډالرو هم زيات وي. د يوې سروې له مخې په دغه هېواد په هر ۱۱ کسانو کې يو تن د کرونا ناروغۍ د درملنې د لوړ قميت له امله روغتون ته نه شي تللی. د افسوس وړ خبره دا ده چې نژدې ۲۸ ميليونه امريکايان له طبي بيمو څخه محروم دي.  دغه کسان د ناروغيو پر وړاندې انتخاب نه لري او يوازې خپل تقدير ته يې غاړه ايښې ده.

د دغه هېواد طبي سيستم د زياتو امريکايانو له خوا غندنو سره مخ دی، خو بيا هم د اصلاحاتو ګامونه يې ډېر ورو دي؟ له يوې خوا، په امريکا کې د سياست د قطبي کېدو حالت سخت دی او د دغه هېواد دوه ګوندونه د طبي اصلاحاتو په اړه ډېر توپيرونه لري. له بلې خوا، کله چې عام امريکايان د لوړو طبي لګښتونو څخه ناخوښه دي، د ګټو تر لاسه کوونکو ډلو په نورو ځايونو کې ډېرې پانګونې کړې دي. د امريکا د درملو توليدي صنعت په ۲۰۲۰  کال کې  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پارلمان غړو ۷ ميليونه او ۵۰۰ زره امريکايي ډالره ورکړي دي.

که د امريکا په سياست کې د پيسو مرکزي رول بدل نه شي، د دغه هېواد طبي سيسم به عامو امريکايانو حتی د هېواد ګټو ته سخت زيانونه ورسوي.