د شمتنۍ او بېوزلۍ ترمنځ د واټن زياتېدل په امريکا کې يوه لويه ستونزه ده
cri2021-01-20 15:56:12
شريکول:

په امريکا کې د کورونا ويروس د خپرېدو حالت ډېر سخت دی او زياتې منفي اغېزې يې رامنځته کړې دي. د دې هېواد يوې مېرمنې فريحه حق ويلي، مخکې هغې د خوارکونو په زېرمتون کې کار کاوه او نورو ته يې خواړه وويشل، خو د کورونا ويروس له امله  دې او خاوند يې دواړه بې کاري شوي او اوس مجبوره دي د  خوراکونو له زيرمتون څخه وړيا خواړه تر لاسه کوي.

د مېرمنې فريحه حق حالت په امريکا کې د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ د توپير او واټن د زياتېدو يوه څرګنده نښه ده. د امريکا د کارګرو ادارې تازه شمېره ښيي چې د جنورۍ له ۳مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې پر لومړي ځل يې د بې کارۍ له امله د مرستندويه پيسو غوښتنه کړې ده، ۹۶۵ زره تنو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۰ کال له اګيست راهيسې تر ټولو جګې سويې ته رسېدلی. دغه شمېر له څو اوونيو راهيسې له ۷ لکو څخه تر ۹ لکو پورې و، خو د کورونا ويروس له رامنځته کېدو مخکې، اړونده شمېره يوازې هره اوونۍ ۲ لکه وه.

بله خوا، يوه بله شمېره ښيي چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر دوهمې لسيزې پورې په امريکا کې د ميلياردرانو شتمنۍ ۳۸۸۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته زياتې شوې چې د تېر کال د مارچ په نسبت ۹۳۱ ميليارډه ډالره زياتې شوي دي. د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې د يوې شمېرې له مخې، د تېر کال په دوهمه ربعه کې د امريکايي کورنيو شتمنۍ د لومړۍ ربعې په پرتله نږدې ۷ سلنه زياتې شوې، خو د دغه شتمنۍ زياتره د بډايو کورنيو لخوا تر لاسه شوې دي.

د کورونا ويروس تر منفي اغېزې لاندې په امريکا کې د شتمنۍ او بېوزلۍ ترمنځ توپير لا سخت شوی. د بډايو کسانو شتمنۍ لا زياتې شوې، دوی د ويروس د ټيسټ او د واکسين کولو په برخو کې امتيازي حقونه لري. خو د لا زياتو بېوزلو کسانو ژوند له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دی. اوس په امريکا کې کابو ۴۰ ميليونه بېوزلی کسان شتون لري، لږ تر لږه ۵ لکه کسان بې کوره دي او څو ميليونه کسان کافي خوراک نه لري. دغه راز د امريکا په ټولنه کې اختلافات او توپيرونه لا سخت شوي دي.

 امريکايي سياستوالو تل پر عدالت او برابرۍ ټينګار کړی او په دې توګه يې د خپل سياسي نظام وړتيا اعلان کړې. خو اوس د دغه هېواد په ټولنه کې مخ په سختېدو اختلافاتو او توپيرونو دا تائيد کړې چې په کپيتليستي نظام کې ژور توپيرونه او بې عدالتۍ نه پټېږي. له دې امله چې د ګټو ډلې د امريکا له سياسي چارو سره نږدې اړيکې لري، نو د دغه هېواد د مشرتابه پرېکړې د سرمايو او پانګو تر لارښوونې لاندې دي او د دوی لخوا ټاکل شوې تګلارې البته د شتمنو لپاره ګټورې دي. د بريتانيا کارپوهانو دې ته اشاره کړې ده چې په امريکا کې د شتمنۍ او بېوزلۍ ترمنځ د توپيرونو د سختېدو لامل د ليبراليزم  د نويو تګلارو سيستم دی چې د يو لړ اقتصادي تدبيرونو په وسيله د شتمنو کسانو ګټې ساتل کېږي.

د امريکا د مالياتي او اقتصادي تګلارو د څېړنيزې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په دې هېواد کې د مالياتو کمښت له لارې د رامنځته شويو ګټو ۲۷ سلنه په دغه هېواد کې ۱ سلنه تر ټولو بډايو کسانو لخوا تر لاسه شوې دي. ويل کېږي چې په حقيقت کې د امريکا حکومت د بډايو او شتمنو وياند دی، د سپينې ماڼۍ پرېکړه کوونکي لسګونو ميليونو بېوزلو حالت ته پاملرنه نه کوي او لا زيات خلک به د فقر او بېوزلۍ په لوري ټيل وهي. د ملګرو ملتونو د فقري بېوزلۍ او بشري حقونو مسئلې په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي فليپ الستون ويلي چې په امريکا کې د فقر او بېوزلۍ دوامداره موجوديت د دغه هېواد د مشرتابه سياسي انتخاب دی. نو که څه هم د امريکا حکومت له بېوزلو کسانو سره د مرستې په اړه يو لړ تګلارې ټاکلې، خو د دې هېواد په ټولنه کې د شتمنۍ او بېوزلۍ ترمنځ توپيرونه او اختلافات يې نه دي کم کړي.