چين به د نړيوال اقتصاد په احيا کې مهم رول ولوبوي
CRI2021-01-24 14:55:45
شريکول:

بهرنۍ مبصره: د فرانسې د  کليرمونټ اويرګني پوهنتون پروفېسره او د چين اقتصادي څېړنيز انستېتيوټ مشره ماري فرانسويس رينارډ

 

د چين د شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په اتلسمه نېټه اقتصادي شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په لومړي ځل له سل زره ميليارډو يوانو څخه اوښتی او د وړم کال په پرتله دوه اعشاريه درې سلنه زيات شوی. که څه هم کرونا وبا د چين پر اقتصاد باندې منفي اغېزې کړې، خو تېر کال د چين اقتصاد له منفي زياتوالي څخه وتلی او مثبت زياتوالی يې تر لاسه کړی دی چې د زياتوالي تمايل يې څرګند دی. د داسې ستونزمن وضعيت پر وړاندې چې نړيوال اقتصاد د کرونا وبا له سختې حملې سره مخامخ دی، د چين اقتصاد د احيا ښکاره پيغام خپور کړ.

ولې چين وتوانېد چې تر نورو هېوادونو وړاندې اقتصادي احيا تر لاسه کړي؟

لومړی لامل دا دی چې د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې چين يوازې په ځينو هغو سيمو کې د وقايې او کنترول ډېر جدي تدبيرونه ونيول چې د کرونا وبا وضعيت پکې سخت و، د هېواد په نورو سيمو کې توليدي او صنعتي فعاليتونو په عادي توګه دوام درلود چې دا کار تر دغې مودې وروسته د چټکې اقتصادي احيا لپاره ګټور رول لوبولی دی. د يادولو وړ خبر دا دی چې چين د وبا د وقايې او کنترول په برخه کې د اغېزمنو تدبيرونو له لارې په چټکۍ سره کرونا وبا کنترول کړې او بېلا بېلې اقتصادي چارې يې دوباره پيل کړې.

دوهم لامل دا دی  چې چين د لويو معلوماتو او انټرنيټي شبکې په برخو کې له پوهنو او تکنالوژو څخه په استفادې سره وړتياوې موندلې دي. د انټرنيټي سوداګرۍ، کيو ار کوډ (QR code) او انلاين تاديې په شمول انترنيټي تکنالوژۍ نه يوازې د وبا د وقايې او کنترول په برخه کې مهم رول لوبولی دی، بلکې دا د اقتصادي احيا په برخه کې د چين وړتياوې بلل کيږي.  د کرونا وبا په موده کې د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ په انلاين ډول د کارونو تر سره کولو ته اړ دي او زيات هېوادونه د نويو تکنالوژيو د اشنا کولو او له نويو بدلونونو سره د سمون لرلو په هڅه کې دي، خو چين د دغو نويو تکنالوژيو د استعمال په برخه کې مخکښ دی. د انلاين ښوونې او روزنې او الکترونکي سوداګرۍ په شمول د چين انترنيټي صنعت په دې ځانګړې موده کې د پرمختګ فرصتونه تر لاسه کړي دي، چټک پرمختګ يې تر لاسه کړی دی او د ملي اقتصاد په احيا کې يې د عمده خوځنده ځواک په توګه رول لوبولی دی.

درېيم لامل دا  دی چې د تازه شمېرنې له مخې د اقتصاد په برخه کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ فعال پاتې شوی دی. په چين کې له عامې روغتيا سره اړه لرونکو صنعتونو چټک پرمختګ تر لاسه کړی دی. د بېلګې په توګه، د ماسکونو او د تودوخې معلومولو الاتو توليدي تصديو له بهر سره ګڼ شمېر تړونونه لاسليک کړي دي. د دغو وقايي توکو توليد او خرڅلاو نه يوازې د چين اقتصاد ته پرمختګ ورکړی دی، بلکې له کرونا وبا سره د نورو هېوادونو په مبارزه کې يې ګټور رول لوبولی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د داوس په انلاين کلنۍ غونډه کې ګډون او وينا وکړي. نوموړی ښايي په خپله وينا کې يو ځل بيا پر څو اړخيزم او د نړيوال نظام پر ساتلو ټينګار وکړي. بېلا بېل هېوادونه د نړيوال اقتصاد د يووالي او پرمختګ د ساتلو هيله لري، نو زما په اند د روان کال داوس فورم به د يادو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.

د نړيوال کېدو په حال کې د ګردې نړۍ ټول اقتصادونه يو پر بل تکيه لري. شک نشته چې د چين اقتصاد احيا او پرمختګ به د نړۍ پر نورو هېوادونو باندې مثبتې اغېزې وکړي.