سروې: په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې مستقيمې پانګونې ٪42 کمې شوي او چين د نړۍ لومړنی هېواد دی چې تر ټولو زياتې بهرنۍ پانګونې يې راجلب کړي
cri2021-01-25 15:20:50
شريکول:

سروې: په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې بهرنۍ مستقيمې پانګونې ٪42 کمې شوي او چين د نړۍ لومړنی هېواد دی چې تر ټولو زياتې بهرنۍ پانګونې يې راجلب کړي

 

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه د نړيوالو پانګونو په اړه نوی رپوټ خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې بهرنۍ مستقيمې پانګونې ٪42 کمې شوي او په ۲۰۲۱ کال کې به لاپسې کمې شي. په ياد رپوټ کې همدرانګه زياته شوې چې چين په ۲۰۲۰ کال کې په لومړي ځل له امريکا څخه زياتې بهرنۍ پانګونې راجلب کړې او د نړۍ لومړنی هېواد دی  چې تر ټولو زياتې بهرنۍ پانګونې يې راجلب کړې دي.

 

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د پانګونو او تصديو چارو رئيس جان شياو نينګ د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه رسنيو ته د ۲۰۲۰ کال د نړيوالو پانګونو په اړه معلومات ورکړل، او ويې ويل:

 ((پرمختللو هېوادونو يوازې ۲۲۹ ميليارډه امريکايي ډالره بهرنۍ مستقيمې پانګونې راجلب کړې چې دغه شمېر په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو کم دی او د ۲۰۱۹ کال په پرتله  ٪69 کم شوی دی. پرمختيايي هېوادونو له خوا په راجلب شوو بهرنيو پانګونو کې ٪12 کموالی راغلی چې کابو ۶۱۶ ميليارډه امريکايي ډالره ښودل شوی، دغه شمېر د ټولې نړۍ د مستقيمو بهرنيو پانګونو کابو ٪72 برخه جوړه کړې او د تاريخ تر بل هر وخت زيات دی. په بريتانيې، ايټاليې، روسيې، جرمني، برازيل او امريکا کې بهرنۍ پانګونې په زياتې اندازې کمې شوې، خو په چين او هند کې زياتې شوې دي.))

ښاغلي جان شياو نينګ د امريکا او اروپايي ټولنې د اړوند وضعيت په اړه وويل:

((۲۰۲۰ کال امريکا ته جلب شوې بهرنۍ مستقيمې پانګونې ٪49 کمې شوې او ۱۳۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته راټيټې شوې دي. بريتانوي، جرمني او جاپاني تصديو په همدغه هېواد کې خپلې پانګونې تر ټولو  ډېرې کمې کړې دي.  ۲۰۱۹ کال بريتانيې ته جلب شوې بهرنۍ پانګونې  ۴۵ ميليارډه امریکايي ډالره ښودل شوې او په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا او له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په خاطر منفي شمېر ته راټيټې شوې دي.))

ښاغلي جان وويل، چين په ۲۰۲۰ کال کې په خپل هېواد کې کرونا وبا په ښه توګه کنترول کړې، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې مستقيمې بهرنۍ پانګونې د کرونا وبا له امله ډېرې کمې شوي، ياد هېواد بيا هم ډېرې بهرنۍ پانګونې راجلب کړې دي. نوموړي پدې اړه وويل:

((د ملګرو ملتونو د پانګونې او پرمختګ کنفرانس ارقام ښيي چې په ۲۰۲۰ کال کې په چين کې لګول شوې بهرنۍ پانګونې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ٪4 زياتې شوي او ارزښت يې ۱۶۳ ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. په همدې کال کې چين په لومړي ځل تر امريکا زياتې بهرنۍ پانګونې جلب کړې او په  دې برخه کې يې د نړۍ لومړی مقام ترلاسه کړی. زه اټکل کوم  چې چين ته جلب شوې بهرنۍ پانګونې د پام وړ ډېرې شوې او په نړۍ کې يې د بهرنيو پانګونو په حجم کې ٪19 برخه نيولې ده. دا چې ولې چين زياتې بهرنۍ پانګې جلب کړې،  لامل يې  دادی چې اقتصادي وده يې تر نورو وړاندې پخواني حالت ته ګرځېدلې او زياتوالی پکې هم راغلی دی.))

ښاغلي جان د نړۍ په کچه د بهرنيو پانګونو  د لرليد  په اړه وويل، چې په ۲۰۲۱کال کې به د بهرنيو پانګونو خوځنده ځواک لاهم کم وي.

(( ښايي د ۲۰۲۱کال تر دوهمې نيمايي پورې به د بهرنيو پانګونو د کمېدو بهير ختم شي او له ۲۰۲۲ کال څخه به پخواني حالت ته د ګرځېدو لړۍ په رښتيني توګه پيل شي. د کرونا وبا خپرېدل، د واکسین د تطبيق لړۍ ، د اقصتادي تګلارو د پلې کېدو حالت  او د لويو مخ پر ودې بازارونو وده او د نړۍ د پانګيز چاپيريال بې ثباتۍ به په ۲۰۲۱ کال کې پر بهرنيو پانګونو اغېزې ولري.))