چين له نړيوال پرمختيايي تمايل سره سم، پر ورخلاصون او همکارۍ ټينګار کوي
CRI2021-01-25 16:21:32
شريکول:

د چين رهبر شي جين پينګ کابو ۴ کاله مخکې د سويس په داوس کې د ۲۰۱۷ کال د نړيوال اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د نړيوال اقتصاد د کمزورېدو ژور او اصلي لامل ته ګوته ونيوله، د نړيوال اقتصاد پر وړاندې عمده مسئلې يې په ډاګه او له رکود څخه د نړيوال اقتصاد د خلاصون بنسټيزه لار يې وښوده او له نړيواالو سره يې د چين د اقتصادي پرمختګ بريالۍ تجربې شريکې کړې. د دغو۴ کلونو په تېرېدو، په ټوله نړۍ کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي، خو ځينې هېوادونه لا هم د نړيوال کېدو بهير د مخنيوي هڅې کوي، کورونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې چټکه او سخته خپره کېږي، خو د رئيس شي جين پينګ هغه وينا، چې څلور کاله مخکې یې داوس فورم کې کړې وه، لا تر اوسه ځواکمنه ده او دا د چين داسې قوي اواز دی، چې نړۍ ته باور او ځواک برابروي.

د اقتصادي چارو جهاني کېدل د نړۍ پرمختيايي تمايل دی، نه د بې ثباتۍ لامل.

د برېتانيا پخواني مشهور ليکوال ديکنس په خپله زمانه کې د نړۍ په اړه ليکلي وو، چې دا تر ټولو ښه زمانه ده، خو تر ټولو بده زمانه هم ده. اوسنۍ نړۍ هم همدغسې ده. موږ له يوې خوا د نړۍ له پرمختللې تکنالوژۍ څخه برخمن يو او زياتې ګټې ترې اخلو، خو له بلې خوا د مختلفو سيمو ترمنځ د نابرابر پرمختګ، د ترهګرۍ له خپراوي او د سيمه ييزو نښتو د پېښېدو په شمول له يو لړ ننګونو سره هم مخامخ يو. د چين رهبر شي جين پينګ په خپلو خبرو کې له تاريخي پرمختيايي تمايل سره سم په عيني او ژور ليد سره څرګنده کړې، چې ځيني پر دې اند دي، چې ګواکې نړيواله بې ثباتي د اقتصادي چارو د جهاني کېدو له امله رامنځته شوې، خو د دوی دغه نظر سم نه دی، بلکې د اقتصادي چارو جهاني کېدل د ټولنيزې توليدي قوې د پرمختګ واقعي غوښتنه او د علمي او تخنيکي پرمختګ پايله ده.

د نړيوال اقتصاد په برخه کې ۳ عمده تضادونه د اوسني رکود د رامنځته کېدو عمده سرچينې دي.

د نړيوالې اقتصادي ادارې وروسته پاتې والی، د خوځنده ځواک کمبود او د مختلفو سيمو ترمنځ نابرابر پرمختګ د دې لامل ګرځيدلي، چې نړيوال اقتصاد له دوامدارې کمزورتيا سره مخ شي او يادې عمده مسئلې لا تر اوسه نه دي حل شوي.

نړيوال اقتصادي پرمختګ د پخوا په پرتله لا قوي خوځنده ځواک ته اړتيا لري، خو په ۲۰۲۰م کال کې د کورونا وبا د خپرېدو له امله ياد ۳ تضادونه نور هم چټک شوي دي. د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د خدمت انډول په پر له پسې توګه زياتېږي، خو نوی نړيوال اداري سيستم لا تر اوسه نه دی جوړ شوی. د نړيوال نفوس د ۱ سلنه کسانو شتمني، د پاتې ۹۹ سلنه کسانو د شتمنۍ په پرتله بيخي ډېره ده. د پرمختګ نابرابري د سيمه يزې بې ثباتۍ او نښتو سبب کېږي.

مونږ بايد د نړيوال اقتصاد نوی پرمختيايي موډل پیدا کړو، ځکه له اوسني رکود څخه د خلاصون لازمه لار همدا ده.

د چين رهبر شي جين پينګ په داووس فورم کې نه يوازې د نړيوال اقتصاد پر وړاندې موجودو مسئلو او تر شا يې لاملونو ته ګوته ونيوله، بلکې د يادو مسئلو د حل لايحه يې هم وړاندې کړه او ويې ویل، چې موږ بايد پر نوښتونو، همکاريو، پرمختګ، برابرۍ او ټولشموليت باندې ټينګار وکړو، څو د نړيوال اقتصاد نوی پرمختيايي موډل جوړ کړو. موږ يوازې د نوښتونو پر مټ جوړښتي اصلاحات پرمخ بيولای او د نړيوال اقتصاد نوی خوځنده ځواک موندلی شو. ټول انسانان د ګډ برخليک ټولنه کې اوسي. موږ بايد پر څواړخيزم او د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو پر موندلو ټينګار وکړو او له ځاني سوداګرۍ غوښتنې او سوداګريزې جګړې سره دې مخالفت وکړو. ټول لوی او کوچني هېوادونه يو شان حقوق لري او ګډې دندې پر غاړه لري. د ټولو انسانانو لپاره برابر او ټولشموله پرمختګ زموږ ګډه موخه ده.

چين به د نړۍ د پرمختګ لپاره دوامداره خدمتونه وکړي. چين د اقتصادي چارو د نړيوال کېدو بهير ګټه اخيستونکی او د دغه بهير پرمخبيونکی دی. چين د دغه بهير د پرمختګ لپاره يو لړ نوې مفکورې، ډګرونه او پروژې برابرې کړي او تل د نړۍ د پرمختګ هڅې کوي. اوس مهال د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د مفکورې تر لارښوونې لاندې يو کمربند او يوه لار د چټکې ابادۍ په حال کې ده او د ګډون کوونکو هيوادونو شمېر يې مخ په زياتېدو دی. د چين حکومت د يو لړ سترو نړيوالو نندارتونونو په جوړولو سره ټولې نړۍ ته خپل توليدات، بازار او خدمات برابروي. چين د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۵مه نېټه د اسيان له ۱۰ غړو هېوادونو، جاپان، کوريا جمهوريت او نوي زيلانډ سره د سيمې د هراړخيزې اقتصادي همکارۍ اړيکو تړون لاسليک کړ اود ټولې نړۍ لپاره يې د ازادې سوداګرۍ د تر ټولو لويې سيمې د جوړولو اعلان وکړ. چين تل د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوالې سولې ساتونکی دی.

که څه هم له څو تېرو کلونو راهيسې په ټوله نړۍ کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي، خو له واقعيتونو څخه ښکاري، چې چين ستاسو د باور وړ تلپاتې ملګری دی.