ايا په امريکا کې د ولسمشر تر بدلېدو وروسته د دې هېواد او اروپا ترمنځ درزونه ترميمېدای شي؟
cri2021-01-26 15:16:40
شريکول:

اروپايي خبري رسنيو په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا او اروپا ترمنځ د اړيکو په هکله داسې ويلي چې د ترانس اتلانتيک همکاريزې اړيکې د ژوند ساتونکي تجهيزاتو په اتکا سره ساتل کيږي. له دې خبرې څخه د دوی ناخوښي ښکاريږي. اوس مهال د امريکا د ولسمشرۍ واک جون بايډن ته سپارل شوی، نو ايا تر هغه وروسته د دې هېواد او اروپا ترمنځ درزونه او د نظريو توپيرونه لېرې کېدلی شي؟

که څه هم د امريکا ولسمشر جون بايډن څو څو ځلې ويلي چې غواړي له اروپا سره اړيکې ښې کړي، خو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دې وروستیو ورځو کې داسې څرګندونې کړې چې د امريکا حکومت ټينګ هوډ لري چې د نورد ستريم ۲ په نوم د نل ليکې د بشپړېدو مخنيوی وکړي چې دا د اروپا د ناخوښۍ سبب شوي دي. د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په دې اړه څرګنده کړه چې فکر مه کوئ چې له سبا څخه د امريکا او اروپا ترمنځ اړيکې ښې شي.

ياده پروژه يوازې د دواړو خواوو ترمنځ له اختلافونو څخه يو عمده اختلاف بلل کيږي. په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د پفزير شرکت  اروپا ته د واکسين سپارل ځنډولي چې دغه کړنه د اروپايي ټولنې د ځينو هېوادونو د خپګان لامل شوې ده. د کوويد ۱۹ ضد مبارزې په هکله امریکايي تصديو له اروپا سره خيانت وکړ چې دا د امريکا او اروپا ترمنځ پر اړيکو باندې سيوری غوړولی دی.

د ايټاليا صدراعظم ګيوسيپي کونټ په دې اړه وويل چې دا د منلو وړ نه ده او امريکا ته خبرداری ور کړی چې له قوانينو سره سم به عمليات تر سره کړي. د سويډن او دنمارک په شمول د ځينو هېوادونو د روغتيا وزارتونو چارواکو د يوه علني پيغام په خپرولو سره له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې پر پفزير شرکت باندې فشارونه واچوي تر څو واکسين پر وخت اروپايي هېوادونو ته وسپارل شي.

دا څرګنده ده چې د امريکا او اروپا ترمنځ اړیکې د امريکا د ولسمشر د بدلېدو له لارې نه شي ښې کېدای.د امريکا او اروپا ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي. ځينو شنونکو دې ته اشاره کړې چې د امريکا او اروپا ترمنځ اصلي اختلاف دا ده چې واشينګټن غواړي چې د امريکا په مشرۍ د اروپا په ګډون داسې متحده جبهه جوړه کړي تر څو د امريکا باداري لا ټينګه شي. خو اروپا هيله لري چې له امريکا سره د ملګرتيا اړيکو د ټينګېدو ترڅنګ په پر له پسې توګه خپله ستراتيژيکه خپلواکي پياوړې کړي.

د امريکا او اروپا ترمنځ ياد اختلاف د امريکا د ولسمشر د بدلېدو له لارې نه شي لېری کيدای، نو د دوی ترمنځ د درزونو لېری کول يو اسانه کار نه دی.