شي جين پينګ: بايد پر څواړخيزم ټينګار وشي
cri2021-01-26 15:30:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې په انلاين ډول د داوس اجنډا په غونډه کې ګډون وکړ او د ((څواړخيزم  په ستونزمن وضعيت کې د انسانانو راتلونکې لار روښانوي)) تر عنوان لاندې يې يوه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د نړۍ پر وړاندې د ستونزو ليرې کولو لپاره بايد د څواړخيزم ساتنه او تطبيق شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونه دې وهڅول شي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې تېر کال کورونا وبا ګردې نړۍ ته سخت زيانونه رسولي او د نړۍ روغتيايي چارو پر وړاندې سخت ګواښونه موجود دي او نړيوال اقتصاد ډېر کمزوری شوی. اوس له کورونا وبا سره نړيواله مبارزه روانه ده او موږ باور لرو چې نړيوال به هرومرو دغې وبا ته ماتې ورکړي او له مصيبتونو سره په مقابلو کې به پرمختيا ومومي.

نوموړي وويل، موږ بايد څلورو موضوعاتو ته  په ښه توګه متوجې اوسو:

((لومړی، بايد د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي پياوړې شي، په ګډه دې د نړيوال اقتصاد د ځواکمن، دوامداره، برابر او ټول شموله پرمختګ وهڅول شي. دوهم، تعصب دې له منځه يووړل شي او په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ پر لارې دې ټينګار وشي. درېيم، د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ واټنونه او توپيرونه دې کم شي څو چې د بېلا بېلو هېوادونو ابادۍ او سمسورتيا په ګډه وهڅول شي. څلورم، بايد په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابلې وشي او د انسانانو ښه راتلونکې دې په ګډه جوړه شي. د کرونا وبا په شان د عامې روغتيا ناڅاپه پېښې به هرومرو رامنځته شي، د نړۍ روغتيايي چارې او ادارې بايد پياوړې شي. د انسانو پر وړاندې د نړيوالو ستونزو د له منځه وړلو لپاره بايد نړيوال عمليات او همکارۍ ترسره شي.))

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، نړيوال موضوعات ډېر پېچلي دي او د دغو موضوعاتو او ستونزو د ليرې کولو لپاره بايد د څواړخيزم ساتنه او تطبيق شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونه وهڅول شي. موږ بايد پر ورخلاصون او ټوشموليت ټينګار وکړو، بايد پر نړيوالو مقرراتو ټينګار وکړو، بايد پر مشورو او همکاريو ټينګار وکړو او بايد د زمانې له مخې پرمختګ تر لاسه کړو. هغه وويل

((د ۲۱مې پېړۍ څو اړخيزم د ملاتړ لپاره دې د ښو دودونو په غوره کولو سره راتلونکې ته پام وکړو. موږ بايد نه يوازې د څو اړخيزم پر بنسټيزو اصولو ټينګار وکړو، بلکې د نړيوالو بدلونونو او ننګونو سره سم د پراخو سلا مشورو او ګډو نظرونو پر بنسټ نړيوال اداري سيستم لا اصلاح او بشپړ کړو. ))

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، په چين کې د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې جوړونې بهير پيل شوی، موږ به د پرمختګ د نوي نظر تر لارښوونې لاندې د پرمختګ نوی جوړښت غوره کړو او د يوې سوله ييزې، خوندي، ډاډمنې، سمسورې، پاکې او ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره به له بېلا بېلو هېوادونو سره په ګډه کوښښونه ترسره کړو. هغه وويل

((چین به په دوامداره توګه د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې په همکاريو کې ګډون وکړي، د دغه وبا د وقايې او کڼترول په اړه ګټورې تجربې به له نورو هېوادونو سره شريکې کړي او ور سره به مرستې وکړي. برسيره پر دې، چين به د دغه وبا ضد واکسين په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي چې دغه واکسين د عامه توليداتو په توګه وګرځي.))

نوموړي زياته کړه چې انسانان هم يوه ګډه نړۍ او هم يوه ګډه راتلونکې لري، نو بايد د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو او د روښانه ايندې د جوړولو لپاره په ګډه کوښښونه او زيارونه ترسره کړي.