راځئ! د پرمختګ پر لار ډېوه بله کړو
CRI2021-01-27 08:29:37
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه د نړيوال اقتصادي فورم د "داوس اجنډا " وېډيويي غونډه کې ګډون او د ((څو اړخيزتوب د انسانانو راتلونکې لار روښانوي )) په عنوان ځانګړې وينا وکړه. نوموړي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه هم د ياد فورم د کلنۍ غونډې پرانيستونکو مراسمو ته يوه وينا کړې وه، چې عنوان يې و ((د زمانې مسئوليتونه دې پر غاړه واخلو او د نړيوال پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړو )). که څه هم له تېرو څلورو کلونو راهيسې نړيوال جوړښت ډېر بدل شوی، نړيوال اقتصاد له ستونزو څخه نه دی وتلی او کرونا وبا هم په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده، خو چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې خپل ګامونه نه دي درولي بلکې د تېر کال په پای کې يې د ټاکلي پلان له مخې د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه پوره کړې او د نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړېدو موخې ته نژدې شوی دی.  چين د پرمختګ سفر پيل کړې او د ورخلاصون لا پياوړتيا او له څو اړخيزم څخه ټينګ ملاتړ ته به دوام ورکړي. اوسنۍ نړۍ څنګه ده؟ موږ به څه کار وکړو؟ چين به څه کار وکړي؟ شي جين پينګ په خپله وينا کې يادو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

د شي جين پينګ وينا د نړۍ پر وړاندې له موجودو مشکلاتو پرده پورته کړې او روښانه کړي يې دي. په دې وروستيو کلونو کې د ډيجټلي اقتصاد د رامنځته کېدو له امله زيات دوديز صنعتونه له بې سارو حملو سره مخامخ شوي، خو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ نوې چارې نه دي رامنځته شوي او د کرونا وبا پر وړاندې وضعيت او تمايل هم کمزوری شوی دی. بېلا بېل هېوادونه د عمومي اقتصادي تګلارو په برخه کې همغږۍ او توافق ته نه دي رسيدلي او ځينې هېوادونه پر نورو د کورنيو توپيرونو او فشارونو د اچولو په موخه د ايډيولوژيکې مقابلې د لمسولو لپاره هڅې کوي چې دا ګام د زمانې له عمده تمايل څخه سرغړونه ده.  د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ واټن نه دی کم شوی. د نړيوال اقتصاد پخوانی اداري سيستم له نوي وضعيت سره سمون نه لري. بر سيره پر دې، د عامې روغتيا، ايکولوژيکي ادارې او د اقليمي بدلون ضد مبارزې په برخو کې بايد د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي.

د شي جين پينګ وينا د نړۍ د اوسنيو ستونزو د حلولو لار روښانه کړې ده.  که څه هم د نړۍ پر وړاندې ستونزې پيچلې او سختې دي، خو د ستونزو د ليرې کولو لار څرګنده ده، څواړخيزم بايد وساتل شي او عملي شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وشي.  بېلا بېل هېوادونه بايد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې تر مفکورې لاندې پر ورخلاصون او زغم، د نړيوالو قوانينو پر اصولو، سلامشورو او همکارۍ ټينګار وکړي، نو موږ کولی شو ، چې له ستونزمنو مودو څخه ووځو. دا په تاريخ کې بيا بيا په ډاګه شوې چې يواړخيزم، بادارۍ غوښتنه او د سړې جګړې مفکوره د انساني ټولنې د پرمختګ لارې تړي. نړۍ زموږ شريک کلی دی او ټول وګړي يې ګډ برخليک لري او هيڅ هېواد ګوښه ټاپو نه دی او له ننګونو او ستونزو څخه ډډه نه شي کولی، نو نړيوالې چارې بايد زموږ د ګډو بحثونو او ګډو هڅو له لارې تر سره شي.

شي جين پينګ خپلې وينا کې د چين ژمنې بيا تکرار کړې. چين په تېر يو کال کې د کرونا وبا او د ځينو هېوادونو د فشارونو په شمول له ډول ډول ننګونو سره مخامخ و، خو د خپلو خلکو پرمټ او ګډو کوښښونو له لارې يې تر نورو هېوادونو دمخه کرونا وبا کنترول کړې، اقتصادي احيا يې رامنځته کړې او کارونه او توليدي چارې يې دوباره پيل کړي دي. چين د بشر ګډ برخليک ټولنې د مفکورې په رڼا کې تر خپلې وسې پورې نورو هېوادونو ته د مرستې لاس ورکړی او ورکوي يې. د چين مشر څو ځلې ژمنه کړې، چې چين به تر خپلې وسې پورې د کوويډ-۱۹ ضد واکسين د نړيوال عامه توليد په توګه وګرځوي. چين د اقتصاد د نړيوال کېدو بهیر ګټه اخيستونکی او د دغه بهير فعال ابادوونکی دی او د ورخلاصون د لا پياوړتيا په هڅه کې دی او هرکلی کوي چې نور هېوادونه هم د چين له پرمختګ څخه فرصتونه تر لاسه کړي. چين د لومړي لوی پرمختيايي هېواد په توګه د پرمختګ په لاره کې له زياتو ننګونو سره مخامخ دی، خو د دواملرونکي پرمختګ پر لارې ټينګار کوي. که څه هم چين په دغه لاره کې د ځينو لنډ مهالو ګټو قربانۍ ته اړتيا لري، خو دغه هېواد به د کاربون ايستنې د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ واوسي. چين به د ساينس او تکنالوژۍ نوښت ته دوام ورکړي، د پوهنې ملکيت حق به وساتي اود دې لپاره به هلې ځلې وکړي چې ټول انسانان د ساينس او تکنالوژۍ له پرمختګ څخه ګټې واخلي. چين به د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ابادۍ، د پرانيستنې، ټولشموليت، ګډو ګټو او برابرۍ پر لوري د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره کوښښونه وکړي.

ځينو ښايي دې ته پاملرنه کړې وي چې که څه هم په زياتو غونډو او فعاليتونو کې د چين د مشر په ويناوو کې که څه هم بېلا بېل موضعات ياد شوي، خو په حقيقت کې د ټولو موضوعاتو روحيه يو شان ده او د بشر ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د څواړخيزم د ساتلو په اړه د چين دريځ تلپاتې دی. په چين کې يو مشهور متل دی، وايي، هر وګړی بايد د باور وړ خبرې ووايي او خپلې ژمنې عملي کړي. که څه هم راتلونکي لار له ستونزو څخه ډکه ده، که نړيواله ټولنه ګډې هڅې وکړي او په ګډه د څو اړخيزم ډېوه بله کړي، نو دغه لار به پراخه او روښانه شي.

 

ليکوال: شي منګ