زمونږ نړۍ څه ډول څو اړخيزم ته اړتيا لري؟
cri2021-01-27 11:58:55
شريکول:

په نړۍ کې ډېرې پېچلی مسئلې موجودې دي او د دغو مسئلو د حل وفصل لارې چارې د څو اړخيزم ساتنه او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي ده. د جنوري د ۲۵مې نيټې په مازديګر د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ څخه د نړيوال اقتصادي فورم د داوس اجنډا په غونډه کې ګډون او وينا وکړه او پکې يې د زمانې مسئلو په تحليولو سره هغې پوښتنې ته ځواب ور کړ چې زمونږ نړۍ څه ډول څو اړخيزم ته اړتيا لري؟ دغه راز هغه له دې لارې د کوويد ۱۹ ضد په مبارزې کې د نړيوالې همکارۍ، د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا او د کوويد ۱۹ تر وبا وروسته د نړيوالې ادارې لپاره لاره هواره کړې ده.

څلور کاله دمخه رئيس شي جين پينګ په لومړي ځل په داوس فورم کې په خپله وينا کې  د اقتصاد نړيوال کېدو ته پاملرنه کړې وه خو دا ځل د ده په وينا کې څو اړخیزم د پاملرنې وړ ټکی دی. د څلورو کلونو مخکي په پرتله اوسنۍ نړۍ د اقتصادي سمسورتيا د وروالي او د نړيوال کېدو د مخنيوي په شمول له ځينو ستونزو سره مخ ده او د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې له نويو ننګونو سره هم مخامخ ده. کله چې انسانان په څلور لارې کې ولاړ وي، نړيوال غواړي چې د چين غږ واوري.

رئيس شي جين پینګ د يادو مسئلو د حل وفصل لپاره وړانديز وکړ چې بايد د دغو مسئلو د حل لپاره د څو اړخیزم اصل وساتل شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې اباده شي. هغه د عمومي اقتصادي تګلارې د همغږۍ،د افکارو او د نظريو د توپيرونو د لېرې کولو،د پرمختلليو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د پرمختیايي واټن د کمښت او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په شمول څلورو برخو کې د مسئلو د حل وفصل لارو چارو شننه کړې چې دا د چین له خوا د څو اړخيزم د ساتلو بله بېلګه ده.

څو اړخيزم دا معنی لري چې نړيوال کارونه بايد د بېلا بېلو هېوادونو د مشورو له لارې تر سره شي او نړيوال برخليک دې د مختلفو هېوادونو تر کنټرول لاندې وي. مشورې او همغږي د نړيوالو چارو د حل وفصل لپاره د چين د مشرانو له خوا هڅول شوي اصول دي او ثابته شوې بله بريالۍ لاره هم ده.

اوس مهال نړيوال ځواکونه په ژوره توګه تنظيم شوي چې له امله يې نړۍ د تزلزل او اصلاحاتو پړاو ته داخله شوې ده. دغه راز يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتونکې کړنې د نړيوالې سولې او پرمختګ پر وړاندې عمه ګواښ بلل کيږي. د دې ترڅنګ بېلا بېل جعلی او غير حقيقي څو اړخيزم هم په پر له پسې توګه رامنځته شوي دي. دوی د څو اړخيزم په پلمه ډله ييز سياست ته وده ور کړې او پر نړيوالې ټولنې يې خپل اصول منلي اويا د څو اړخيزم د افکارو له لارې له ځينو ځانګړو هېوادونو سره مخالفت کوي.

رئيس شي جين پینګ په خپله وينا کې دې ته اشاره کړې چې مونږ نه شو کولی چې د څو اړخيزم په پلمه يو اړخيزم عملیي کړو او په ۲۱مه پېړۍ کې دې د پخوانيو سمو افکارو پر بنسټ څو اړخيزم ته لا پرمختګ ور کړو. دغو څرګندونو نه يوازې د څو اړخيزم د پلي کولو لپاره مهم رول لوبولی بلکې د زمانې له اړتياوو سره سم د څو اړخيزم د پرمختګ لپاره اهميت لري او د يوه لوی هېواد د مشر په توګه د انساني پرمختګ لپاره د ده د ستراتيژيکو افکارو ښکارندويي هم کوي.

چين د څو اړخیزم د ساتلو لپاره نه يوازې خپل دريځ لري بلکې په دې اړه مشخص کارونه هم تر سره کوي. رئيس شي جين پینګ په خپله وينا کې په دې اړه يو لړ تدبيرونه اعلان کړي چې چين به له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې نړيوالې همکاريو ته ادامه ور کړي،د ګډو ګټو پربنسټ به د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره پرانيستي ستراتيژي پلې کړي او د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو، د علمي او تخنيکي نوښت  او د نوي ډول د نړيوالو اړيکو د ټينګېډو لپاره به لازياتې هڅې وکړي.