کوم ډول نړيوالتوب د نړۍ لپاره اړين دی؟
cri2021-01-28 12:11:47
شريکول:

له  تېرې يوې مودې راهيسې په نړۍ کې داسې اواز پورته شوی، چې د کرونا وبا د مخنيوي لپاره بايد له نړيوالتوب څخه لاس واخيستل شي. په حقيقت کې نړيوالتوب د کرونا وبا د کنټرول لپاره ډېر اړين دی،  د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم په ”داوس اجنډا “ وېډيويي غونډې ته په وينا کې وويل، د اقتصاد نړيوالتوب د ټولنې د توليدي توان د لوړتيا لپاره لازم دی او د علمي پرمختګ منطقې نتيجه هم ده، له کرونا وبا ناوړه ګټه اخيستل، نړيوالتوب له منځه وړل او د اړيکو پرېکول د هيڅ  لوري په ګټه نه دي.

 

شي جين پينګ څلور کاله وړاندې په لومړي ځل د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې ته په وينا کې وويل، دا واقعيت دی، چې نړيوالتوب نوې ستونزې رامنځته کړي، خو موږ نه شو کولی چې د دغو ستونزو له امله نړيوالتوب پوره رد کړو، بلکې  هڅې بايد وکړو چې له اقتصادي نړيوالتوب سره ځانونه ښه برابر کړو، بهير يې  ښه پرمخ يوسو او منفي اغېزې يې کمې او  له منځه يوسو، څو د اقتصادي نړيوالتوب بهير هر هېواد او هر ملت ته زياتې ګټې ورسوي. له وخت راهيسې څلور کاله تېر شوي، خو د نوموړو يادو څرګندونو ګڼ شمېر حقيقتونه را برسېره کړي دي.

د بېلګې په توګه ، د واکسين جوړونه د ټولې نړۍ د ساينسپوهانو ګډو همکاريو ته اړتيا لري، د واکسين د ويشلو او ليږدولو لپاره د نړۍ د بېلابېلو ځايونو ټرانسپورټي شبکې په کار دي او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا، د نړيوال صنعتي ځنځير او اکمالاتي ځنځير پر عادي کېدو  تکيه کوي......له يادو واقعيتونو څخه ښکاري چې د نړيوالتوب بهير د مخنيوي وړ نه دی.

 

په داسې حال کې چې په نړۍ کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي او کرونا وبا نړۍ له نويو ننګونو سره مخ کړې، څه ډول نړيوالتوب د اوسنۍ نړۍ لپاره اړين دی؟  شي جين پينګ د داوس غونډې ته په وينا کې پدې اړه وويل، موږ دې د پرمختللو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ واټن کم کړو او د ګډې ودې او سمسورتيا لپاره دې هڅې وکړو.

د نړيوال اقتصادي فورم تازه رپوټ ښيي ،چې کرونا وبا نه یوازې څو ميليونه کسان وژلي ، بلکې د نړۍ د غريبۍ او شتمنۍ واټن او ټولنيز توپيرونه يې هم زيات کړي دي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي، چې د کوويډ-۱۹ضد واکسینونو په جوړېدو سره د وبا ختمېدو ته هيله پورته شوې او نړيوال اقتصاد د پرزېدو له بې ساري مصيبت څخه ژغورل شوی دی، خو د دې ترڅنګ ځيني پرمختيايي هېوادونه له دې خطر سره مخامخ دي  او ښايي له نورو څخه هير وي او   شا ته پرېښودل شوي وي.

داسې ښکاري، چې لاپرانيستی او ټولشموله نړيوالتوب د اوسنۍ نړۍ لپاره اړين دی، ځکه  د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د واټن د کمولو لپاره  ډېر ګټور دی، ټولشموله نړيوالتوب له پرمختيايي هېوادونو سره په نړيوالې اقتصادي شبکه کې د  ونډو اخيستلو په برخه کې مرسته کولی شي او د عامې روغتيا د بحران په حل کې له زياتو خلکو سره مرسته کولی شي، څو خپل کاروبار وساتي او طبي خدماتو ته لاسرسی ولري.

چين له پخوا راهيسې د اقتصادي نړیوالتوب له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي او د دې بهير لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي. چين د کرونا وبا له رامنځته کېدو څخه راپدې خوا څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۱۳ نړيوالو سازمانونو ته محافظتي او وقايوي توکي برابر کړي ، اړمنو هېوادونو ته يې ۳۶ طبي ډلې ليږدلي او د واکسین د جوړولو او ويشلو په برخه کې يې هم له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړې دي. شي جين پینګ د داوس وروستۍ غونډې ته په وينا کې يوځل بيا څرګنده کړه، چې چين به د واکسين د جوړولو، توليدولو او ويشلو په برخو کې له نورو سره همکارۍ پياوړې کړي او واکسين به د عامه توليد په توګه برابر کړي او د بېلابېلو هېوادونو خلک به واکسين ته لاسرسی ولري. د ترکيې د اسيا او ارام سمندر سيمې د څېړنيز مرکز مشر سيلڅوک کلکوګلو وايي، شي جين پينګ يوه هيله بخښوونکې لار په ګوته کړې  او د کرونا وبا له امله د رامنځته شوو ستونزو د لرې کولو لپاره  ډېره اغېزمنه ښکاري.

بل لوري ته د پرانيستي او ټولشموله نړيوالتوب د رامنځته کېدو لپاره نه يوازې د ځينو هېوادونو، بلکې د ټولې نړۍ ګډو هڅو ته اړتيا ده، په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو ته دې لازمې مرستې برابرې  او حقه حقونه يې دې ښه تامين شي. لکه څنګه چې شي جين پينګ ويلي، ټولې نړيوالې ستونزې چې انسانان ورسره مخامخ دي،  هر هېواد يې په يوازې ځان نه شي حلولی، د ستونزو د حل لپاره بايد ټوله نړۍ په همغږۍ کړنې ترسره او پر وړاندې يې ګډه مقابله وکړي او يو له بل سره بايد ښې همکارۍ وکړي.