چين د نړيوال اداري سيستم د بشپړتيا لپاره خپل نظر څرګند کړ
cri2021-01-29 14:24:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د داوس اجنډا په انلاين غونډه کې ګډون او وينا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې په ۲۱مه پېړۍ کې د څواړخيزم د ملاتړ لپاره بايد د ښو دودونو په غوره کولو سره راتلونکې ته پام وکړو او د پراخو سلامشورو او ګډو نظرونو پر بنسټ بايد نړيوال اداري سيسټم لا اصلاح او بشپړ کړو. د شي جين پينګ دغې وينا د نړيوالې ټولنې پراخې موافقې تر لاسه کړې دي. راشین ګازېت ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، چې د شي جين پينګ وينا د نړيوال اداري سيستم لپاره د کرونا ويروس له ختمېدو وروسته د داوس نظر وړاندې کړی دی.

چين د نړيوال اداري سيسټم د لا اصلاح او جوړونې لپاره د ګډو مشورو، ګډې جوړونې او شريکو ګټو نظر وړاندې کړی او خپله يې هم د تطبیق ژمنه کړې ده.

شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال په داوس فورم کې هم وينا کړې وه او په خپلو خبرو کې يې ويلي و، که نړيوال اداري سيسټم د نړيوال اقتصادي جوړښت له نويو غوښتنو سره سمون وخوري، نو د نړيوال اقتصاد لپاره به پياوړی تضمين برابر کړي. د ۲۰۱۷ کال د داوس فورم له ترسره کېدو ۴ کاله تېر شوي، خو اوس کرونا ويروس په نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې دی او ډېرې منفي اغېزې يې کړي او بې ساري بدلونونه يې راوستلي دي، نړيوال سياست او اقتصادي نظام يې ډېر زيانمن کړي، چې له امله یې په نړيوال اداري سيسټم کې ډېرې ستونزې رامنځته شوي او د دې سيسټم پر وړاندې يې نوې ننګونې جوړې کړې دي.

شي جين پينګ د نړيوال اداري سيسټم د بشپړتيا په اړه يو ځل بيا هراړخيز نظرونه څرګند کړي او د دې مسئلې د حل لپاره يې د چين لايحه وړاندې کړې ده.  نړيواله ټولنه کوم اداري سيسټم ته اړتيا لري؟ شي جين پينګ په دې اړه، خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې نړيوال مقررات بايد په جدي توګه تطبيق شي، د ملګرو ملتونو په مرکزيتوب او د نړيوال سيسټم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظام بايد کلک وساتل شي. د نړيوالې ټولنې ادارې بايد خپلې چارې د بېلا بېلو هېوادونو د تر لاسه شويو مقرراتو او موافقو له مخې تر سره کړي او د کوم هيواد او یا د څو هېوادونو په خوښه یې بايد ترسره نه کړي. د رئيس شي جين پينګ دغو نظريو د نړيوال اداري سيسټم د جوړېدو لپاره سم لوری روښانه کړی دی.

د نړۍ اوسنۍ عمده موضوع دا ده، چې ځينو لوېديځ هېوادونو د نړيوالو عامه ګټو په نسبت خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او يو اړخيزم او د خپلو ګټو ساتونکی سيستم يې غوره کړی، چې له امله يې له نړيوالو ګواښونو او ننګونو سره د مقابلې په برخه کې د بېلا بېلو خواوو ستونزې ډېرې سختې شوې دي. رئيس شي جين پينګ په دې اړه خبرداری وکړ، که نړيوال مقررات پلي نه شي، نو نړۍ به د کمزورېدو پر لوري سوق شي او د کمزورو خواوو برخه به د پياوړو په برخه شي او لوی بشري ناورين به رامنځته شي.

د اکسفورډ پوهنتون په اړه د اقتصاد د څېړنيزې ادارې د اټکل له مخې، تر ۲۰۲۵ کال پورې به پر پرمختيايي هېوادونو د کرونا ويروس منفي اغېزه د پرمختللو هېوادونو په نسبت دوه برابره زیاته وي. په داسې حال کې چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ ګټې شریکېږي، که د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ توپيرونه پر له پسې لوی او سخت شي، نو له امله به یې د ګردې نړۍ ګډې ګټې زيانمنې شي. چين د پرمختګ مساواتو او برابرۍ ته ډېره پاملرنه کوي. د مثال په توګه، چين پر دې ټينګار کوي، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان او د پولي سيسټم اصلاحات بايد وهڅول شي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ اجنډا بايد ښه تطبيق شي. چين به د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا لپاره دوامدار کوښښونه وکړي. د چين يو لړ وړانديزونه ښيي، چې د دغه هيواد موخه د نړۍ ګډ پرمختګ موندل دي او يوازې خپلې ګټې نه بلکې د ګردې نړۍ ګټې ساتي.