د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو هغه پروپاګند چې د چين د اويغوري قوم وګړي جبري کارکولو ته اړ شوي، حقيقت نه لري.
cri2021-01-30 14:51:03
شريکول:

د چين د شينجيانګ اويغور په کورواکه سيمه کې متل دی چې کارکوونکي د ډوډۍ بوی احساسوي.معنی يي دا ده چې نيکمرغه ژوند باید د خپلو زيار ايستلو له لارې تر لاسه شي. خو د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو ځينو سياستوالو او خبري رسنيو تل پر چين پر مشرتابه بې بنسټه تور لګولی او ويلي يې دي چې د شينجيانګ د اويغوري قوم وګړي جبري کار کولو ته اړ شوي دي. دوی غواړي په دې توګه د چين د قومونو ترمنځ اړيکو ته زيان ورسوي او د شينجيانګ د پرمختګ مخنيوی وکړي.

په دې وروستيو ورځو کې د نړيوالو مسئلو په هکله د امريکايي کارپوه اينار هانس تانګن د نيويارک ورځپاڼې له خوا د جوړ شوی راډيويي راپورټاژ تر ليدو وروسته داسې وويل چې دایي په ناوړه توګه د دې راپورټاژ ځينې برخې کمې کړې او خبريالانو يې قصدا پکې په ټيټ غږ سره خبرې کړې او صحنه سازي يې کړې ده لکه دوی  چې ننداره چيانو ته يوه ننداره جوړه او وړاندې کړې. داسې يې ښودلې چې په پټه توګه ويډيو ثبت کړې ده او له دې لارې يې داسې ويلي چې د اويغوري قوم وګړي په جبري کار کولو ته اړ شوي، خو رښتيا ده چې دوی په دې توګه رښتيا او حقيقت تحريف او پټ کړي او يوخودساخته صحنه يې جوړه کړې ده.

د لويديځو هېوادونو د چین ضد نظرياتي کړيو هم په پر له پسې توګه داسې جعلي راپورونه خپاره کړي دي چې په شينجيانګ کې د اويغوري قوم وګړي جبري کارکولو ته اړ شوي دي. له دې لارې يې په دې سيمه کې د استخدام د ضمانت په برخه کې پر چين باندې بې بنسټه تورونه لګولي دي.

د بېلګې په توګه د تېر کال په مارچ کې د امريکا تر کنټرول لاندې د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو څيړنيز مرکز د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د شينجيانګ زرګونه وګړي نورو سيمو ته انتقال شوي او جبري کار کولو ته اړ شوي، خو د امريکا د يوې خپلواکې مطبوعاتي ويبپاڼې د پلټنې له مخې ياد راپور يوازې د چين پر ضد د امريکايي او استراليايي ځواکونو له خوا طرح شوو تبليغاتي فعاليتونو لړۍ ده. نو په شينجيانګ کې د استخدام حقيقت څه دی؟ مونږ د کره شمېرنو له لارې دغې پوښتنې ته ځواب ورکوو.

د اړوندو سندونو له مخې پخوا شينجيانګ کې ډېرو بې وزلو سيمو شتون درلود. په ۲۰۱۴ کال کې په دې سيمه کې د بې وزلو کسانو شمېر درې مليونه يو لک او يو دېرش زره او اته سوه و چې په دې جمله کې د جنوبي شينجيانګ څلور سيمې او ښارونه ډېر غريب و. ځايي حکومتي ادارو د خلکو په خوښه او انتخاب د نيکمرغه ژوند د جوړېدو لپاره کار او استخدام ته يې لومړیتوب ور کړی. دغه راز بېلا بېلو قومي وګړو په خپله خوښه خپل کارونه او کاري ځايونه انتخاب کړي او له قانون سره سم يې له اړوندو تصديو سره کاري قراردادونه لاسليک کړي چې د منظمو عايداتو او ګټو خاوندان ګرځېدلي دي.

د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کاله پورې په شينجيانګ کې د استخدام شويو کسانو شمېر له يوولسو مليونو درې سوه دوه پنځوس زرو او څلورو سوو څخه ديارلس مليونه درې سوه يو زره او دوو سوو ته لوړ او رسيدلی چې د زياتوالي انډول يې په سلو کې ۱۷ اعشاريه دوه زيات شوی دی. په شينجيانګ کې د استخدام د ضمانت تګلاره او کارونه نه يوازې د چين له اساسي قانون سره بلکې د کارګرو او بشري حقونو له نړيوال معيار سره سمون لري. نو دا هېڅ امکان نه لري چې ځايي وګړي دې په جبري توګه کار کولو ته اړ شي.

دا يو حقيقت دی چې د مزدورۍ لپاره نورو سيمو ته د شينجيانګ د ځايي وګړو تګ د دوی په خپله خوښه تر سره کيږي چې له  بې وزلۍ څخه د ځان ساتنې لپاره مهمه او لازمې لاره چاره ده.د ابتدايي شمېرنې له مخې په نورو سيمو کې د شينجيانګ د کارکوونکو د هر تن په سر کلني عايدات شاوخوا څلوېښت زره يوانه دی. د استخدام د پرمخبيولو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په شمول د څو تدبيرونو په نيولو سره د ۲۰۲۰ کال د نومبر په منځنۍ لسيزه کې د شينجيانګ ټولې سيمې په پوره توګه له بې وزلۍ څخه وتلې دي.

د تازه شمېرنې له مخې تېر کال د شينجيانګ د اوسېدونکو د هر تن په سر عايدات د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۶۹۸۶ يوانه زيات شوي چې کلنی پرمختيایي انډول يې په سلو کې ۷ اعشاريه دوه زياتوالی موندلی دی. له دغو شمېرنو څخه ښکاريږي چې د شينجيانګ خلک له اقتصادي پرمختګ برخمن شوي دي. نو د لويديځو هېوادونو ياد دروغ يوازې يوه ډرامه او مسخره ده چې حقيقت نه لري.