په بهرنيو بازارونو کې د چين له خوا جوړ شوي توکي د باور او منلو وړ دي
cri2021-02-01 14:13:21
شريکول:

په دې وروستېو کلونو کې ، د چيني ځانګړتياوو ، کلتور او نوښت څخه ډک ډېر محصولات او توکي بهر ته صادر شوي دي. د چين د اقتصاد لوړ کيفيت پراختيا له امله د چين له خوا د جوړو شويو توليداتو د نوښت او پرمختګ لپاره ډېرې اسانتياوې او فرصتونه برابروي.

له شمېرنې سره سم ،په چين کې د ملکي بې پيلوټه الوتکو صنعت د نړيوال بازار نږدې 80٪ برخه لري . د چين د DJI  ټېکنالوژۍ شرکت مسؤل شيه تيان دي وويل چې د دې شرکت له خوا جوړ شوي محصولات په اروپا ، شمالي امريکا او نورو ځايونو کې د مسلکي فلم او تلويزيون متخصصينو په ګډون د ډېرو کاروونکو هرکلی تر لاسه کړی.

په دې وروستيو کلونو کې ، د چين د ګرځنده موبايل تلېفون صنعت هم په بهرنيو بازارونو کې مينوال او پرمختګونه ترلاسه کړي دي. د بېلګې په توګه، په بهرنيو بازارونو کې د OPPO او Vivo په ګډون د چين د مشهورو شرکتونو ونډې ورځ تر بلې لوړېږي. په افريقا  کې 1.2 ميليارډ نفوس شتون لري، (TRANSSION) "ټرانسيون" کوم چې په چين کې د ګرځنده تلېفون يو لږ پېژندل شوی برانډ،په افريقا کې د ګرځنده تلېفونونو د پاچا په توګه بلل کېږي. د ډېتا نړيوال مشهور تحليلي سازمان  (IDC) لخوا خپرو شويو معلوماتو سره سم ، د 2020 کال په دوهمه ربعه کې په افريقا کې د TRANSSION ګرځنده تلېفون بازاري ونډه له 50٪ څخه لوړه شوې او پکې د ځيرک تلېفون بازاري ونډه له 40٪  څخه زياته شوې ده. په ختيځې افريقا کې د  TRANSSION شرکت مسؤل وانګ چونګ وويل چې دغه شرکت له لسو کلونو راهيسې د افريقا په بازار کې کار و بار کوي.

لس کاله دمخه ، افريقا داسې بريښيدله چې د مصرف لوی ظرفيت به ولري. وروسته تر هغه چې موږ په افريقا کې سروې پای ته ورسوله  ، موږ احساس وکړ چې افريقا هغه محصولاتو ته اړتيا لري چې د ځايي استعمال لپاره برابر او مناسب وي ، دغه راز موږ به پدې پرمختيايي بازار کې ډېر نور زيات فرصتونه هم ولرو.

 په نړۍ کې د برېښنايي پردو صنعت کې ، چيني تصدۍ هم مخکښ موقعيت لري. احصائيې ښيي چې په نړۍ کې له هرو څلورو ځيرکو برېښنايي پردو څخه يوه پرده د چين د BOE شرکت له خوا جوړه شوې. د دې شرکت مرستيال مشر ګوه چاو وويل چې په نړۍ کې مخکښې اصلي ټېکنالوژۍ د محصولاتو لپاره مهم فکتور دی تر څو په سياليو کې بريا ومومو او هم د وينا حق ولرو.   

زموږ شرکت محصولاتو د نوښت او کيفيت په برخو کې د سيالۍ ښه توان لري.  موږ د محصولاتو څېړنې او پرمختګ ته په درنه سترګه ګورو او  تر 2020 کال پورې ، د استعمال شويو انحصاري حقونو مجموعي شمېر له 70000 څخه زيات شوی.

ښاغلي ګوه چاو وويل چې په 2020 کال کې په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې د BOE شرکت بهرنۍ سوداګرۍ  وده کړې او وبا د دې شرکت او نړيوالو شرکتونو ترمنځ د همکارۍ او نوښت بهير په وړاندې هېڅ خنډ نه دي شوي.

په 2020 کال کې په نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سره ، بهرني پيرودونکي له ستونزو سره مخامخ دي. موږ  به د پيرودونکو له اړتياوو سره سم د محصولاتو نوی سيسټم جوړ کړو او خپلو امريکايي همکارو ملګرو ته به دغه سيسټم برابر کړو چې د پيرودونکو رضايت او ښه ځوابونه او لوړه پېژندنه يې ترلاسه کړې ده.