ولې د چين د واکسين په اړه د ځينو لوېديځو هېوادونو رويه بدله شوې؟
cri2021-02-02 15:29:06
شريکول:

په تېره اوونۍ کې د کرونا ضد د چين د واکسين په اړه د ځينو لوېديځو هېوادونو رويه بدله شوې ده.

د جرمني د روغتيا وزير يانس جينس سپان څو ورځې مخکې وويل، که جرمني د اروپايي ټولنې منظوري تر لاسه کړي، نو د چين او يا د روسيې د واکسين کارول به هېڅ ممانعت و نه لري. د فرانسې طبي کارپوه الن فيشر وويل، اروپايي ټولنه بايد د چين او يا د روسيې د واکسين کارونه ترغور لاندې ونيسي.

د چين د واکسين په اړه د لوېديځو هېوادونو د رويې بدلون له نظريې څخه وتلی دی، څرنګه چې يوه اوونۍ مخکې د لوېديځو هېوادونو د رسنيو په خپرونو کې داسې ښودل شوې ده چې يوازې د امريکا Pfizer او د بريتانيا AstraZeneca په شمول د لوېديځو هېوادونو واکسينونه خوندي دي. که څه هم د چين واکسين په ډېرو هېوادونو کې تر استفادې لاندې دی او تائيد شوی، خو د لوېديځو هېوادونو رسينو پر دې سترګې پټې کړې او په عمدي توګه يې پر چين تور لګولی چې د واکسين مسئله يې سياسي کړې ده. د پاملرنې ټکی دا دی چې ولې اوس د لوېديځو هېوادونو رويه بدله شوې ده؟

دغو لوېديځو هېوادونو د چين ساخت پر واکسين تور لګولی، موخه يې په نړيوال بازار کې د خپلو واکسينونو ګټې زياتول دي او غواړي دغه واکسين د خپل زور واکۍ د ساتلو وسيله وګرځوي. خو اوس په نړۍ کې د کرونا ويروس د خپرېدو حالت ډېر سخت دی او واکسين ته د بېلا بېلو هېوادونو اړتياوې ډېرې بېړنۍ دي، نو دوی اړ شوي دي چې د بدبينۍ او تعصب رويه پرېږدي.

دا يو واقعيت دی چې اوس د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې خلکو ته د کرونا ضد واکسين د ورکولو انډول د امريکا، بريتانيا او اسرائيل په نسبت ډېر ټيټ دی. د امريکا Pfizer او د بريتانيا AstraZeneca شرکتونو په خپلو هېوادونو کې د واکسين برابرونې د تضمين لپاره اروپايي ټولنې ته د واکسين برابرونه ځنډولې او له امله يې د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې خلکو ته د واکسين ورکونې پلان ځنډول شوی دی او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول پر کارونو يې منفي اغېزه کړې ده. دغه راز اروپايي هېوادونه ډېرغوصه شول او د اروپا او امريکا ترمنځ جنجال لا هم دوام لري.

په ورته وخت کې سربيا د چين يو مليون دوزه واکسينونه تر لاسه کړي دي، د سربيا نفوس ۷ ميليونه دی، نو دغه يو مليون دوزه واکسينونه د دې هېواد لپاره ډېر ګټور او کافي دي. اوس په سربيا کې خلکو ته د واکسين ورکولو بهير د جرمني او فرانسې په پرتله ډېر ګړندی دی، مهم لامل دا دی چې دوی د چين لخوا برابر شوي واکسينونه تر لاسه کړي دي. د سربيا ګاونډي هنګري د تېرې جنورۍ په پای کې په اروپايي ټولنه کې لومړی هېواد وګرځېد چې د چين واکسين ته يې منظوري کړې ده.

په عين وخت کې د ډېرو هېوادونو مشرانو او جګپوړو مامورينو د چين د واکسين ور کونې بهير د پيل نماينده ګي کړې او چين د واکسين په عامه توليداتو د ګرځولو په اړه د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره هم عملي هڅې کړې دي. نو اوس ډېر اروپايي هېوادونه هيله لري چې د چين واکسينونه واخلي تر څو په خپلو هېوادونو کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول کارونه پرمخبوزي.

اوس چين د پاکستان، بروني، نيپال او فليپين په شمول لسګونو پرمختيايي هېوادونو سره د واکسين مرستې کړې، ور پسې به نور ۳۸ پرمختيايي هېوادونو سره دا مرستې وکړي. د دې تر څنګ، چين په فعاله توګه د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ضد واکسين د تطبيق په پلان کې ګډون کړی چې د دغه واکسين د مساوي ويش لپاره يې کوښښونه کړي او کوي يې. نيويارک ټايمز د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل، د چين واکسين ښايي د پرمختيايي هېوادونو د خلکو د ژوند کرښه وګرځي.