د چين په اړه سمه رويه غوره کول د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو مهم ټکی دی
cri2021-02-03 14:17:33
شريکول:

په تېرو ۴ کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته په کتنې سره دا لیدل شوې ده، څرنګه چې د امريکا ځينو سياستوالو چين خپل ستراتيژيک سيال ګڼلی او د چين پر وړاندې يې د مقابلې تګلارې غوره کړې، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې او د نړۍ سولې او ثبات ته يې زيات زيانونه رسولي دي. نو د چين په اړه سمه رويه غوره کول د امريکا د نوې دورې حکومت لپاره مهم کار دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو کليدي ټکی هم دی.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو د کمېټې مشر يانګ جيې چه د فبرورۍ په ۲مه نېټه په يوه کاري غونډه کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو په اړه څو وړانديزونه وړاندې کړل او لومړی يې هيله وښودله چې امريکا په سمه رويه بايد چين ته وګوري او له چين سره د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ سم لوری دې وساتي.

دا يو واقعيت دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې پياوړتيا ګډو هڅو ته اړتيا لري. د امريکا د اسيايي ټولنې د تګلارو څېړنيزې ادارې مرستيال دانيل راسير هم داسې ويلي چې امريکا له چين سره د اړيکو د ښه والي فرصت له لاسه نه شي ورکولای، بايد د دغو اړيکو د عادي کېدو لپاره هڅې وکړي. د امريکا مشر بايد د چين لخوا وړاندې شوي وړانديزونه تر غور لاندې ونيسي، لومړی بايد په سمه توګه چين وپېژني.

د چين مشر څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې د چين د پرمختګ بنسټيزه موخه خلکو ته ښه او نيکمرغه ژوند رسول دي، او هيله لري چې له بېلا بېلو هېوادونو سره ګډه وده او پرمختګ تر لاسه کړي. چين هېڅ وخت نه غواړي چې امريکا بدله کړي، چلينج يې کړي او يا د امريکا ځای ونيسي. امريکا هم بايد د چين د بدلولو او تخريبي رويې څخه بايد لاس واخلي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د داوس اجنډا په ويډيويي غونډه کې ويلي، د بېلا بېلو هېوادونو تاريخ، کلتور او ټولنيز نظامونه توپيرونه لري، خو د ښه او يا بد کچې نه لري، څرنګه چې د خپل هېواد له حالاتو سره سمون خوري. نو امريکا بايد خپله رويه بدله کړي، نو له چين سره به يې اړيکې عادي شي.

بله خوا، چين هېڅ وخت د امريکا په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، نو امريکا هم بايد د يو چين د پېژندنې د اصولو درنښت او رعايت کړي، د چين په کورنيو چارو کې دې لاسوهنې سمدلاسه ختمې کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو او د امريکا ځاني ګټو ته زيانونه و نه رسول شي.

لنډه ده چې چين غواړي له امريکا سره په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي، او د خپل هېواد حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټې به کلکې وساتي.

USA Today ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې، د بايډن حکومت بايد د تېر حکومت منفي ميراث تاثيراتو له منځه وړلو لپاره کار وکړي ، څرنګه چې نړۍ دغه شان چين ته اړتيا لري چې د عامې روغتيا له ننګونې سره د مقابلې په خاطر د نړۍ لخوا د پوره تياريانو د نيولو لپاره يې تر وسې پورې کوښښونه کړي. د امريکا حکومت بايد د عقلي معرفت دغه شان نظرونه واوري. دا يو واقعيت دی چې چين او امريکا د کرونا ويروس ضد د مبارزې، د اقتصاد احيا او د اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول ځينو برخو کې د همکارۍ پراخه فضا لري. لکه د سينګاپور لومړي وزير لي هسين لونګ چې ويلي دي، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د ګردې نړۍ له ګټو سره تړاو لري، دواړه هېوادونه بايد د خپلمنځي تبادلې لپاره ګامونه اوچت کړي او له شخړو څخه دې ډډه وکړي. تاريخ به يو ځل بيا دا تائيد کړي چې د چين او امريکا ترمنځ فعالې همکارۍ د تاريخ له عمومي تمايل سره سمون خوري.