بېجينګ چمتو دی چې د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک د ژمنيو لوبو په وخت کې د کوربه په توګه نړيوالو دوستانو ته ښه خدمت وکړي
CRI2021-02-04 11:16:08
شريکول:

بېجينګ چمتو دی چې د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک د ژمنيو لوبو په وخت کې د کوربه په توګه نړيوالو دوستانو ته ښه خدمت وکړي

ليکواله: د چين ميډيا ګروپ خبرياله غوټۍ

د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې به په جلا جلا توګه د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ او مارچ کې د چين په بېجينګ او جانګ جيا کو ښارونو کې تر سره شي. په داسې حال کې چې د توکيو اولمپيک او پارالمپيک لوبې د کورنا وبا له امله له خنډ او ځنډ سره مخ شوي، چين تر نورو وړاندې لومړی په خپل هېواد کې دغه وبا ښه کنترول کړې او د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک لوبو د تر سره کېدو لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د اولمپيک نړيوالې کمېټې له رئيس ټوماس باخ سره د ټليفوني خبرو پر مهال ويلي، چې اوسمهال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د لوبغاليو او اساسي تاسيساتو د جوړولو کارونه په بريالۍ توګه تر سره کېږي، د لوبو تشکيلاتي او مقدماتي کارونه منظم روان دي، نړيوالې همکارۍ او تګ راتګ په ژوره توګه تر سره کېږي او د پر له پسې پرمختګ او سپورټي ميراثونو د ساتنې کارونه هم ښه روان دي.

د پلان له مخې، د دغو لوبو لپاره د لوبغاليو د جوړولو او ترميمولو ۱۸ پروژې به تر سره شي، چې په دې جمله کې به د چټکې يخ بازۍ د دولتي جمنازيوم، پر لوړو غرونو د سکي وهلو د دولتي مرکز، د ښوييدنې د دولتي مرکز، د سنوبوردينګ د ټوپ وهنې د سکي لوی سټېج او د (شو دو) جامع سپورټي روزنيز جمنازيوم په شمول پنځه نوي جمنازيومونه او سټېډيومونه جوړ شي، د بېجينګ او يان چينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو دوه نوي استوګنيز ځايونه به جوړ او اته پخواني جمنازيومونه او سټېډيومونه به ترميم شي. بر سېره پردې، درې لنډ مهالې ودانۍ به د جايزې ورکولو او مطبوعاتي کارونو لپاره جوړې شي. اوس د دغو لوبغالو او اساسي تاسيساتو د جوړونې ټولې پروژې بشپړې شوې دي. د چين شاوخوا ۳۰ ملي ټيمونه او ۴۰۰۰ لوبغاړي ورته په چمتوالي بوخت دي.

د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک نړيوالو ژمنيو لوبو ته نږدې يو کال پاتې دی. په چين کې د دغو لوبو لپاره د چمتووالي ترڅنګ ډېر نوي لوبغالي جوړ شوي او له يخ لوبو سره د خلکو شوق ورځ تر بلې زياتيږي. چين په ۲۰۱۵ کال کې د اولمپيک او پارالمپيک نړيوالو ژمنيو لوبو د کورب توب د غوښتنې پر مهال ژمنه کړې، چې که دغه داوطلبي وګټي، نو په چين کې به دغه لوبې دود کړي او شاوخوا ۳۰۰ ميليون مينه وال به جلب کړي. اوس چين د دې ژمنې پوره کېدو ته نږدې دی.

په تېرو څو کلونو کې د اولمپيک د ژمنيو لوبو د چمتووالي په رڼا کې، د يخ او واورو لوبې او سپورټ په چين کې ډېر مروج شوي او د زياتو خلکو علاقه ورسره پيدا شوې ده. په تېرو پنځو کلونو کې په چين کې د سکټينګ لوبغالو شمېر له ۱۵۷ څخه ۳۸۸ ته زيات شوی او د سکي وهلو ځايونو شمېر ۷۷۰ ته رسېدلی او هر کال د يخ لوبو د مروجولو لپاره کابو۳۰۰۰ فعاليتونه ترسره کېږي.

د چين د خلکو پوهنتون د يوې تازه شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په چين کې کابو ۱۵۰ ميليونو کسانو په يخ او واورو لوبو کې ګډون کړی دی. دغه راز، په تېرو درېيو کلونو کې د بېجينګ ژمنيو لوبو ته د چينايانو پاملرنې ګام په ګام زياتېږي او د ژمنيو لوبو په اړه يې لا زيات معلومات تر لاسه کړي دي.

د يخ او واورو ورزش د دود کولو په ترڅ کې چين د مسلکي لوبڅارانو او کارکوونکو روزنې ته هم پاملرنه کوي، څو د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک په ژمنيو لوبو کې نړيوالو لوبغاړيو او نندارچيانو ته لا ښه خدمت وکړي. د (شو دو) دارالمعلمين د پروفيسر مرستيال، پر لوړو غرونو او د سنوبورډينګ د موازي لوی سليالم د سکي وهلو سياليو لوبڅار هوانګ جيان په دېاړه وويل، چې هغوی کوشش کوي، چې د لوبڅارانو تجربې يې زياتې او خپلې سويې لوړې کړي، څو د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د بهرنيو لوبغاړو لپاره ښه خدمتونه وکړي. نوموړي هيله وښوده، چې د سکي وهلو مينوال او د افغانانو په ګډون زيات بهرني دوستان د اولمپيک لوبو د کتلو لپاره بېجينګ ته راشي او باور يې وښود، چې ټول به ترې خوند واخلي او له بېجينګ څخه به ښې خاطرې ولري.

    بېجينګ به په نړۍ کې يوازينې داسې ښار وګرځي چې هم د دوبني اولمپيک لوبو او هم د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربه توب وياړ له ځان سره لري. بېجینګ به د کورنا وبا د منفي اغيزې په کمولو سره د شين رنګ، مشارکت، ورخلاصون او شفافيت پر اصولو د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کېدو لپاره هڅې وکړي. دغه راز، چين به د نړيوال کلي د يو غړي په توګه په ټوله نړۍ کې د کورنا وبا ضد د ګډې مبارزې او د اولمپيک لوبو د سالم پرمختګ لپاره زيار وباسي.