نړۍ ولې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو سپورتي لوبو په اړه باور ښودلی؟
CRI2021-02-04 14:30:12
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس باچ شپږ کاله مخکې اعلان وکړ چې بېجينګ د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو د کوربه توب حق تر لاسه کړ، او په خپله وينا کې يې چين د اعتباري کوربه هېواد په توګه ياد کړ. اوس د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو سپورتي لوبو د تياري کارونه په ښه توګه روان دي او د باچ  يادې خبرې يې ثابتې کړې دي.

د فبرورۍ په څلورمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو جوړېدو ته يو کال پاتې دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اولمپيک د نړيوالې کمېټې له رئيس باچ سره په تلېفوني خبرو کې باور ښودلی چې د اړوندو خواوو تر ملاتړ لاندې چين هرومرو په ټاکلي وخت د تياري بېلا بېلې دندې بشپړولی شي او د دغو لوبو د جوړېدو برياليتوب تامينولی شي.

د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره چين ياده ژمنه کړې او دا يې څرګنده کړې، چې چين د يو لوي هېواد په توګه  د باور وړ خبرې وايي او خپله ژمنه عملي کوي او ژمنو او خبرو يې د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه د نړيوالو باور ټينګ کړی دی.

کرونا وبا تېر کال په ګرده نړۍ کې خپره شوه چې له امله يې د اولمپيک نړيوالې سپورتي لوبې له سختو منفي اغېزو سره مخامخ شوي، د اولمپيک دوبنۍ سپورتي لوبې يې ځنډولی او د اروپا د فوټبال ليګ د سياليو په شمول بېلا بېلې سپورتي لوبې يې زيانمنې کړې دي. په ورته وخت کې په رسنيو کې دا پوښتنه راپورته شوې چې ايا به چين په ټاکلي وخت کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ سپورتي لوبې تر سره کړي؟

د چين د دولت رئيس شي جين  پينګ د روان کال په جنورۍ کې د اولمپيک ژمنيو سپورتي لوبو او د پرالمپيک ژمنيو سپورتي لوبو د تياري له کارونو څخه ليدنې وکړې او د اولمپيک د نړيوالې کمېټې له رئيس باچ سره يې تلېفوني خبرې کړي دي. دغو لوبو ته د رئيس شي له لوړې پاملرنې او ژمنې څخه د لوبو د کوربه توب په اړه د چين باور څرګنديږي او دا کار نړيوال يې ډاډه کړي دي.

د کرونا وبا د وقايې او کنترول او د اقتصادي احيا په برخه کې د چين اغېزمن اقدامات د دغه باور لومړنی سبب دی او په ټاکلي وخت کې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو د جوړېدو لپاره يې ګټوره زمينه برابره کړې ده. د اراونونډ رينګز ( Around the Rings) په نوم د اولمپيک ويبپاڼې دې ته اشاره کړې، چې کرونا وبا د اولمپيک لوبو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ بلل کيږي، خو چين د اغېزمنو تدبيرونو له لارې په لويه پيمانه د دغې وبا د خپرېدو مخه نيولې ده.

د اولمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو د تياريانو په برخه کې د چين منظم کارونه او اقدامات د دغه باور دوهم سبب دی. که څه هم د کرونا وبا ننګونې شتون لري، خو چين د دغو لوبو د تياري په چارو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين ټول ۱۲ سپورتي سټوډيومونه په ټاکلي وخت جوړ کوي، د بېجينګ او جانګ جيا کو ترمنځ يې ګړندي اوسپنيزه لاره او د بېجينګ او چونګ لي ترمنځ سړک جوړ کړی،  دواورو بګيو دولتي مرکز او د لوړ ميدان د سکي وهلو ملي مرکز په شمول د ځينو پروژو سامان الات يې پرمختللې سويه لري.

د چين ټولنه د اولمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو په اړه شوق او ذوق او ښه احساسات لري. د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو مقدماتي کميټې د تېر کال تر پايه پورې له ۳۸ تصديو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د دې تر څنګ ، دغې کميټې له فبرورۍ څخه راپدېخوا د لوبو په بېلا بېلو سيمو کې ازمويښتي فعاليتونه تر سره کړي او د اړوندو کارکوونکو لپاره يې د مسلکي مهارتونو د روزنو پلان جوړ کړی دی.

د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره په ټاکلي وخت د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو جوړونه به نه يوازې د ژمنيو لوبو په اړه د چينايانو شوق او ذوق او احساسات وهڅوي، بلکې د نړيوال پرمختګ لپاره به هم مثبت رول ولوبوي.

له يوې خوا، د لوبو د جوړولو په اړه د چين روحيه په دغه ځانګړې موده کې د سپورتي لوبو د جوړولو لپاره ارزښتناکه ده او له بلې خوا، د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍ ټينګ باور او د يووالي قوت ته اړتيا لري. نړيوال به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو سپورتي لوبو له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه وپېژني او لا نور معلومات به تر لاسه کړي.