شينجيانګ ښکلی دی، پر خپلو سترګو يې وګورئ!
cri2021-02-05 15:03:31
شريکول:

د چين چارواکود جنورۍ د درېيمې نېټې تر غرمې وروسته په ژنيو کې د بېلا بېلو هيوادونو ادارو او د ملګرو ملتونو استازنځيو له لوړپوړو کارکوونکو سره ويډيويي غونډه ترسره کړه.

په دغې غونډې کې د لاوس استازي کاين په ۲۰۱۹ کال کې له شينجيانګ څخه د ليدنې په اړه خپل احساسات بيان کړل.

هغه وويل، چې په نړۍ کې داسې هېڅ پرمختيايي لاره نشته، چې د ټولو خوښه وي، بلکې هر هيواد خپلو حالاتو ته په کتو پرمختيايي لار ټاکي. د چين حکومت د ټولنيز پرمختګ او د بشري حقونو په ساتنه کې واقعي سترې لاسته راوړنې لري.

دا يوازې د کاين نظر نه دی، بلکې نړيواله ټولنه هم په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د ټولنيز پرمختګ شاهده پاتې شوې ده.

په ياده غونډه کې په ژنيو کې د بېلا بېلو هېوادونو څه د پاسه ۶۰ ډيپلوماتانو او د م.م د ادارو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و او ډېرو ګډونوالو يې په وروستيو کلونو کې شينجيانګ ته خپل سفرونه ياد کړل. دوی د دواملرونکي پرمختګ د هڅولو او د بشري حقونو د ساتلو په برخو کې د چين حکومت د کوښښونو ډېره ستاينه وکړه او هغه څه يې وويل، چې نوموړو ډيپلوماټانو په شينجيانګ کې ليدلي او احساس کړي يې دي، د دوی دغو خبرو يوځل بيا واقعيتونه په ډاګه کړل.

شينجيانګ ښه ځای دی. په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د نساجۍ صنعت د ټولنيز مسؤليت په اړه راپور خپور شوی او په چين او بهر کې پراخه پاملرنه يې راجلب کړې ده. دغه راپور د چيني پوهانو له لوري له سروې او بحثونو وروسته ليکل شوی او په سروې کې ياد شوي کارکوونکي تر ۵۰ سلنې ډېر د ملي لږکيو دي.

په دغه راپور کې ليکل شوي، چيني پوهانو چې کومه سروې کړې، په دې کې ۹۳ اعشاريه ۲ سلنه کارکوونکو په خپله خوښه د نساجۍ صنعت په تصديو کې کار کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د لږکيو مذهبي چارې ، کلتور او قومي دودونه خوندي دي او وګړي يې په خپلو مورنيو ژبو ليک او لوست کوي او پوره درناوی يې کيږي. د ساري په ډول، کله چې يو کارکوونکی له يوه شرکت سره تړونليک لاسليکوي، نو اړوند شرکت د لږکيو کارکوونکو ته په دواړو ژبو (چيني، ويغوري) تړونليک چمتو کوي. د کارګرانو حقونه له قانون سره سم په بشپړه توګه خوندي دي، نو د امريکا په ګډون د لوېديځو هېوادونو سياستوال ولې هلته د جبري کارونو يادونه کوي؟

په حقيقت کې، د نساجۍ صنعت په شينجيانګ کې ډېر کارکوونکي جذب کړي او دغه صنعت په وروستيو کلونو کې د ځايي غربت د کمولو لپاره ترټولو مهمې لارې بدل شوی دی. له شمېرنې سره سم، په ۲۰۱۹ کال کې د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کې د کارکوونکو مياشتنی منځنی معاش له ۱۴۶۰ يوانو څخه تر ۱۸۲۰ يوانو پورې دی، په داسې حال کې چې د نساجۍ صنعت په تصديو کې د کارکوونکو منځنی معاش ۳۴۶۳ اعشاريه ۲ يوانه دی. په اقسو کې د پنبې فابريکې يوه اويغورۍ ښځينه کارکوونکې وايي، چې زه په دغې فابريکې کار کوم او دغه کار او روزګار زما د کورنۍ ملاتړ برابر کړی دی.

بر سېره پر دې، د جنوبي شينجيانګ يو شمېر کارګر د چين په نورو سيمو کې کار کوي او ښه عايد ترلاسه کوي. د مثال په توګه، د اقسو ښار اوسيدونکی حبيب الله محمد په هانګ جو ښار کې د برېښنايي تجهيزاتو په يو شرکت کې د خپلې خوښې دنده درلوده او کلنی عايد يې شاوخوا ۵۵۰۰۰ يوانو ته رسيدل او په کال کې دننه يې له بې وزلۍ سره مخه ښه وکړه او اوس يې ژوند ښه شوی دی.