د واکسين په چارو کې د يو لوی هېواد مسئوليت
cri2021-02-06 17:32:19
شريکول:

د چين حکومت د فبرورۍ په درېيمه نېټه اعلان وکړ چې د پرمختيايي هېوادونو د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه به د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تطبيق پلان (COVAX)لپاره لس مليونه دوزه واکسين برابر کړي. دا کار د زياتو هېوادونو له خوا ستايل شوی دی.

چين له دې نه مخکې پاکستان ته د کوويد- ۱۹ ضد واکسين د مرستو لومړۍ جوپه ليږلې او په دې برخه کې له نورو ۱۳ پرمختيايي هېوادونو سره د مرستو په هڅه کې دی او په راتلونکي کې به نور ۳۸ پرمختيايي هېوادونو ته هم دغه واکسين ورکړي. د لومړنۍ شمېرنې له مخې، تر اوسه څه باندې ۴۰ هېوادونو د چيني واکسين د اخيستلو غوښتنې کړې دي. د اندونيزيا، ترکيې، سيشل او اردن مشرانو ته د کوويد-۱۹ ضد د چين جوړ واکسينونه ورکړل شوي دي. د جرمني د خبري رسنيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې په مرکزي سيمو کې خلک د کوويد-۱۹ ضد د چيني او روسي واکسينونو ته د اجازې ورکولو په اړه فکر کوي.

د چيني واکسين خونديتوب او ډاډمنتيا په ازمايښتونو کې کې کره او ثابته شوې ده او مناسبه بيه يې د پرمختيايي او بېوزلو هېوادونو لپاره د اقتصادي بارونو سبب نه ګرځي. بر سيره پر دې، د زيرمه کېدو او ټرانسپورت په برخه کې چيني واکسينونه د ځينو پرمختيايي هېوادونو د واکسينونو په پرتله برتري او ښېګڼې لري.

د نړۍ له خوا د چيني واکسين د منل کېدو يو مهم سبب دا دی چې چين د پرمختيايي هېوادونو ګټو ته پاملرنه کړې او د واکسين د عادلانه وېش لپاره يې هڅې او خدمتونه کړي او کوي يې.