په امريکا کې د جوماتونو شمېر د شينجيانګ تر لس سلنې کم دی
CRI2021-02-06 12:18:18
شريکول:

ډېرو افغانانو شينجيانګ نه دی ليدلی، خو بيا هم د دغې سيمې په اړه ډېر نظر او توجه لري، ځکه د افغانستان واخان دهليز او د شينجيانګ تاشقورغان ولسوالي سره ګډه پوله لري، چين او افغانستان د ښه ګاونديتوب ښه سابقه لري. له بدمرغه په دې وروستيو کې ځينو غربو رسنيو د شينجيانګ په اړه ناسم خبرونه خپاره کړي دي چې په نتيجه کې يې ځيني افغانان په دغه سيمه کې پر اقتصادي او د ټولنيز پرمختګ، د ديني عقيدې پر ازادۍ او پر داسې نورو برخو د شکونو رامنځته کېدو سبب شوي دي. په حقيقت باندې هغه مهال څوک ښه پوهېدلی شي چې د هغه ځای وضعيت په خپله وګوري، نو تاسو هم که شينجيانګ ته ولاړ شئ او د نوموړې سيمې، ځای او خلکو ژوند له نژدې وګورئ، ټول شکونه به مو اوتومات له منځه لاړ شي، د غربو رسنيو رپوټونه به درته مسخره او ډرامه ښکاره شي او پرې به وخاندئ او د دوی پر بد نيت باندې به پوه شئ. زه به په دغه ليکنه کې د شينجيانګ ځيني حقيقتونه درته ښيم.

شينجيانګ چې پوره نوم يې شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه) دی د چين د خاورې او جغرافيې برخه ده، د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې دی. دغه سيمه يو مليون او ۶۶۰ زره کيلومتره مربع مساحت او کابو ۲۶مليونه نفوس لري. شينجيانګ له افغانستان څخه هم لوی او مساحت يې ترې زيات دی، خو په نفوس کې تقريبا سره برابر دي. په دغه سيمه کې زياتره خلک د اويغوري قوم دي او له دغه قوم سربېره د چين د نورو ۵۵ قومونو وګړي هم په همدې سيمه کې د اوږدې مودې راهيسې ژوند کوي. په دې سيمه کې يوه اصطلاح ده وايي، موږ ۵۶ قومونه د انار د دانو په شان سره متحد يو.

ځينو غربي رسنيو تور لګولی چې په شينجيانګ کې د اسلام او مسلمانانو مخنيوی کيږي او د ديني عقيدې پر ازاديو باندې محدوديتونه لګول شوي دي، خو حقيقت داسې دی چې په دغه سيمه کې خلک په بشپړه توګه د خپلې ديني عقيدې په برخه کې د ازادۍ لرونکي دي او د دولت او قانون له لوري يې ملاتړ او ساتنه کيږي.

د چين حکومت د ديني عقيدې د ازادۍ درناوی او ساتنه کوي، دا يې د هېواد د يو اساسي سياست په توګه ټاکلې او پرې ټينګار يې کړی او کوي يې. د چين د اساسي قانون د شپږ دېرشمې مادې له مخې، د دغه هېواد ټول اتباع د خپلې ديني عقيدې او انتخاب ازادي لري.

هر کال په شينجيانګ کې له قران کريم سربيره د احاديثو د مشهور کتاب بخاري شريف زده کړې کيږي او هم د هان، اويغور، قزاق، قرغېز او د نورو قومونو ژبوته ژباړل او په ګڼ شمېر کې چاپ شوي دي، چې خلکو ته د ديني پوهنو او معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د حج مراسمو ترسره کولو لپاره د حکومتي ادارې تر ترتيب لاندې له ۱۹۹۶کال څخه تر ۲۰۱۹کال پورې هر کال په ځانګړو پروازونو کې په الوتکو کې ځايي مسلمانان د حج مراسمو لپاره لېږدول کيږي، د دې ترڅنګ هغوی ته يې روغتيايي د ژباړې اسانتياوې او خدمتونه برابر کړي دي. په ۲۰۲۰کال کې يادې چارې ځکه ځنډېدلې چې کرونا وبا رامنځته شوې لکه د نورې نړۍ د ټولو مسلمانانو په شان د خلکو تګ راتګونه محدود کړی شوي دي.

رسمي شمېرنه ښيي چې شينجيانګ ۲۴زره او ۴سوه جوماتونه او د اسلامي مرکزونو او جوماتونو ۲۹زره کارکوونکي لري. په دې حساب په امريکا کې د جوماتونو شمېر د شينجيانګ په پرتله تر لس سلنې هم کم دی. په شينجيانګ کې له مسلمانانو سربېره د پر بودايي، عيسوي او تاويزم باندې عقيده لرونکي هم شته دي او دا ټولو د خپلو ديني عقيدو ازادي د قانون له لوري ساتنه کيږي او له مساوي، برابرو حقوقو او درناوي څخه برخمن دي.

که په امريکا کې د لږکيو قومونو وضعيت ته وکتل شي، هلته به تاسو څه وګورئ او پيدا کړئ؟ ايا په دغه هېواد کې د لږکيو قومونو له خلکو سره ښه چلند کيږي؟ ولې دغه هېواد پر چين باندې بې بنسټه تورونه لګوي او د دوی اصلي موخه څه ده؟ زما په اند که د دې پوښتنو په اړه لږ فکر وکړئ، پوه به شئ.

ما په دې دوو دريو کلونو کې څو څو ځلې د ژباړونکي او کارکوونکي په توګه د افغانستان له ډېرو پلاويو سره شينجيانګ ته سفرونه کړي دي. د دغو پلاويو زياتره داسې غړي وو چې په لومړي ځل دغې سيمې ته تلل، کله چې به دوی په موټرونو کې له هوايي ډګر څخه د ښار مرکز په لوري روان وو، د لارو پر غاړو پر دنګو ماڼيو، په ښار کې پر پراخو منظمو لارو او ځمکنيو پلونو او سمسورو بازارونو په ليدلو به حيرانېدل او ويل به يې، چې شينجيانګ د غربي رسنيو د رپوټونو په شان نه دی له ترهګريزې فضا څخه پاک دی، امن، اباد، سمسور او ډاډمن دی، ځينو يې أن دا هم ويل دوی غواړي په شينجيانګ کې ژوند وکړي او واوسيږي.

ليکوال: شي مونګ