چين نه يوازې نړۍ ته ۱۰ ميليونه دوزه واکسين برابروي، بلکې خپله درنه نړيواله دنده پر غاړه اخلي
cri2021-02-07 15:43:18
شريکول:

څو هېوادونو د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو پلان ته د چين لخوا د واکسين د برابرولو لوړه ستاينه وکړه، د صربيا ولسمشر اليکزاندر وچيچ وايي، د صربيا وګړي پر چيني واکسين، چيني حکومت او چيني طبپوهانو پوره باور لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د چين حکومت د فبرورۍ په درېيمه نېټه د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو پلان ته ۱۰ ميليونه دوزه واکسين د برابرولو ژمنه اعلان کړې، دغه اندازه واکسین به عمومأ د پرمختيايي هېوادونو بيړنۍ اړتياوې پوره کړي.

چين د نړۍ په عامه روغتيايي چارو کې د واکسين د شاملېدو لپاره خپله ژمنه ادا کړه.

په دې ورځو کې، د چين حکومت لخوا برابر شوي لومړی جوپه واکسين پاکستان ته لېږدول شوي دي، ۱۳ پرمختيايي هېوادونو ته د چيني واکسين د ورکولو کار هم روان دی. په دوهم قدم کې، نور ۳۸ پرمختيايي هېوادونو ته به چيني واکسين ولېږل شي. پر دې سربېره، چين د واکسين د ګډې ازمايښتي او توليدي چارو په موخه د چيني او بهرنيو شرکتونو تر منځ همکاريو لپاره هڅې کړې او چيني واکسين ته د کارولو اجازه ورکوونکو هېوادونو ته يې د واکسين صادرول پيل کړي.

چين د واقعي اقداماتو په غوره کولو سره خپله ژمنه ادا کړې، نورو هېوادونو ته ورکول شوي چيني واکسين نړيوالو ملګرو ته د چين ښه نيت ښيي. د هغو بهرنيو هېوادونو شمېر چې د چين ښه نيت احساسوي، ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کې دي.

د شمېرنې له مخې، تر اوسه له ۴۰ زياتو هېوادونو د چيني واکسين د اخيستلو غوښتنې کړې. د اندونيزيا، ترکيې، سيشل او اردن په ګډون د يو شمېر هېوادونو مشرانو ته واردمخه د چين جوړ واکسين ورکول شوي دي. د جرمني د اقتصاد اوونيزې مجلې خبر ورکړ، چې د اروپايي ټولنې په مرکزي سيمه کې، خلکو په علني ډول دا غوښتنه تر نظر لاندې نيولې ده، چې بايد چيني واکسين ته دې ژر د کارولو اجازه ورکړی شي. د دغه هېواد صدراعظم انګيلا ميرکيل په دې ورځو کې په يوه مرکه کې پر دې اعتراف کړی، چې په صربيا کې د واکسين ورکولو بهير چټکتيا د چين د مرستې په رڼا کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په پرتله ګړندې ده.

چيني واکسين چې تر ډېره خوندي او اغېزه يې په ازمايښتونو کې ثابته شوې ده، بيه يې هم مناسبه ده، د پرمختيايي هېوادونو اقتصادي فشار کمولای شي. پر دې برسيره، د ځينو پرمختللو هېوادونو لخوا جوړ شوي واکسينونه د ليږدولو او هم د ساتنې تودوخه بايد ډېره ټيټه وي، د چين واکسين د لېږدولو او ساتنې تودوخه يوازې د سانتي ګيراد دوه تر اتو درجه پوره ده. دا د واکسين لېږدولو او د ساتنې چارو د لا اسانه  کېدو سبب ګرځي.

دا ډېره د پام وړ ده، چې ځينو لوېديځو هېوادونو د واکسين انحصاري او احتکار ته مخه کړې ده او زياته اندازه واکسين يې ذخيزه کړي او په دې توګه د واکسين بيه يې لوړه کړې ده. د روغتيا نړيوال سازمان هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې نړۍ يې له اخلاقي فساد سره مخامخ کړې ده. د شمېرنې سره سم، پرمختللو هېوادونو د نړۍ تر نيمايي برخې زيات واکسين اخيستي دي، ځينو هېوادونو دومره زيات واکسينونه اخيستی چې حتی هر يو تبعه په سر ۵ دوزه دي. د واکسين ولسي ټولنې د ۲۰۲۰م کال په دسمبر کې د يو تحقيقاتي راپور په خپرولو سره دې ته اشاره کړې ده، چې د نړۍ ۳۰ ډېر کمزوري هېوادونه او ۳۷ کمزوري هېوادونه يوازې د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو له پلان څخه واکسين تر لاسه کولای شي او د روان کال له پای مخکې دغو هېوادونو ۹۰ سلنه وګړو ته د واکسين د ورکولو فرصت نه لري.  

د امريکا د سياسي کارتوني انځوريزې ويبپاڼې په دې ورځو کې يو انځور خپور کړی چې پکې ليدل کيږي : شتمن هېوادونه د لوی باروړونکي موټر په وسيله زياته اندازه واکسين انتقالوي، د کمزوري هېواد يو ماشوم د دې موټر تر شا تش لاس حيران ولاړ دی. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس وايي چې هېڅ يو هېواد په يوازې توګه د کرونا وبا مخنيوی نه شي کولای، نړيواله ټولنه دې په عادلانه ډول د واکسين برابرول تأمين کړي، تر څو هر يو تن ته واکيسن ورسېږي.

له يادو واقعيتونو څخه څرګندېږي، چې چين پراخو پرمختيايي هېوادونو ته د واکسين برابرولو له لارې د واکسين له انحصار کېدو او احتکار سره مبارزه کوي. په پرمختيايي هېوادونو کې د واکسين عادلانه ويش نه يوازې د دې وبا د مخنيوي، بلکې د نړيوال اقتصاد د بيا اعادې لپاره کليدي کار دی. د ايتاليا د ګډو پورونو بانک سر اقتصاد پوه ايليک نيلسن وويل، کرونا وبا که د نړۍ په يو ځای کې هم پاتې شي، نو بيا ټوله نړۍ له خطر سره مخ وي او عادي نه اوسي.

چين به په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د بيخي مخنيوي لپاره اقداماتو ته دوام ورکړي. موږ له توان لرونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې پرمختيايي هېوادونو ته د واکسين د عادلانه برابرولو له بهير څخه دې ملاتړ وکړي او د کرونا وبا د مخنيوي په لاره کې دې د ځانغوښتنه نظريه له منځه يوسي. (شکريه)